ژباړن: محب الرحمن محب
د هنر د تعريف په اړه له مشهورو نظريو نه يوه د بيا ښودنې يا نسخه اخيستنې (Representation) او يا هم عيني نظريه ده، چې د يوې ډلې پخوانيو فيلسوفانو لخوا ځينې وخت د محاکاتو او يا تقليد او پېښو په نوم پېژندل شوې. د ارسطو لخوا د دې منظور لپاره د (Mimesis) کلمه کارول شوې ده، چې د هغه د اثارو د ژباړونکو(د «د شعر فن» د کتاب ژباړن عبدالحسين زرين کوب او د «شاعرۍ هنر» د کتاب د ژباړن فتح الله مجتبايي) په اند د محاکاتو او تقليد په معنا ده.(۱۴)
د نظرخاوندان په دې باور دي، چې ښکلا د موجوداتو له عيني صفاتو څخه ده او د انسان ذهن د ټاکلو قوانينو او اصولو پرمټ هغه درک کولای شي. په واقعيت کې هنرمند هڅه کوي؛ څو په خپل هنري اثر کې د دغه عيني واقعيت ترسيمونې او تصويرونې ته مټې رابډ وهي،(۱۵) له واقعيته کاپي واخلي او د مخاطبانو د سترګو پروړاندې يې د نندارې لپاره کېږدي. نو د دې نظريې له مخې د هنرمند رسالت دادی، چې د واقعيت په وړاندې کولو و هڅېږي، نه دا چې له واقعيت پرته پر خپل ذهن، توهم، عاطفې او خيال بسنه وکړي.
د هنر په ځينو دورو کې ځينې ښکلاپېژندونکي هنرمندان په دې باور لري، چې هنر بايد له طبيعته د يوه انځور په څېر تقليد وکړي، ان په موسيقۍ کې هم په دې باور وو، چې هنرمند غواړي په طبيعت کې له موجوده غږ او اوازه تصوير واخلي.
فرانسوی رومان ليکونکی امېل زولا په خپل کتاب«تجربي رمان (Le Roman Experimental)» کې وايي، چې هنر بايد د واقعيت د ټولو اړخونو تکرار وي او همدا وه، چې دا نظر له هغه وروسته د رومانتېزم پروړاندې د راپاڅېدونکو نقاشانو لخوا دود شو.(۱۶)
له لومړيو فيلسوفانو نه، چې هنر يې تقليد او محاکات باله، افلاطون و. د بياښودنې (Representation) د نظريې رېښه دې د هغو په تاريخي بهير کې د افلاطون د تقليد د نظريې (Mimesis) له مخې د بېلګې او يا مثال پرعالم باندې د ولاړ فلسفي تفکر تر څنګ وڅېړل شي.
افلاطون معتقد و، چې خلق شوي ټول څيزونه د يو ډول همېشني صورت او بڼې نه برخمن دي او هرڅه، چې په دې عالم کې ترسترګو کېږي، له يوه لوړ او مثالي عالمه به تقليد وي.
نو له دې کبله د مادې د عالم ټول موجودات په يوه مرتبه کې له يوه غوره يانې مثالي عالمه په تقليد کې ښکېل دي. هغه آن نقاشي، ښودنيز شعرونه او غږونه د تقليداتو په اصله معنا نوموي. (۱۷)
له بله اړخه افلاطون هنرمند د حقيقت د وړاندې کولو په دويمه پوړۍ کې کېنوي، ځکه چې د حقيقت تقليدوونکی او نسخه اخيستونکی دی او د هغه په نظر هنر بيا د پېژندنې د څلورو مرتبو«آيکازيا=Eikasia= خيال» په ترټولو ټيټه مرتبه کې کېنوي او هغه هنري اثر له مثالي بڼې سره يو ډول مستقيم نسبت لري، چې ښکلا مجسموي.
د افلاطون له نظره د معقولاتو په عالم کې کيفيات د مثالي بڼو ايډيالي فورمونه(Ideal Forms) دي، چې د حسي تجربې د نړۍ ثبوتونه له يوې بدلې نسخې او يا د هغو له تصوير ورهاخوا بل څه نه دي. هغه د نسخه اخيستنې درې سطحې تشرېح کوي؛ لومړی د خوب د تخت بېلګه، ورپسې د هغه تخت بېلګه وړاندې کوي، چې د نجار په وسيله رغول شوې ده او دريم له هغه تخته يادونه کوي، چې نقاش پنځولی دی او دا په يوه ښه سطحه کې وجود لري او د کم حقيقت نه برخمن دی.
په پنځلسمه او شپاړسمه پېړۍ کې د دې دورو د لويو متفکرانو له ډلې څخه مارسيليو فيچنيو، چې د افلاطون او افلوطين د اثارو ژباړن و، په خپل مشهور اثر افلاطوني الاهياتو(Theologian Platonic) کې د يونانيانو او قديس اګوستين د ښکلاپېژندنې د اصلي مفاهيمو په يوه برخه تمرکز کړی دی او تر ټولو ښه نظريه يې هغه ده، چې د افلاطون د فيدون پر رسالې ولاړه ده. د هغه په اند نفس د افلاطوني نظارې او تماشې په څېر تر يوې اندازې له تنه بېل دی او د مثالي عالم په ليدلو او تصويرولو د ښکلا په تجربې لاس پورې کوي.(۱۸)
همداراز ويل شوي دي، چې د محاکاتو او بياښودنې له نظر سره علاقه مندي د رنسانس د دورې د ښکلو هنرونو د نظريې اساس جوړوي او دا چاره په موسيقۍ کې په ښه توګه تظاهر مومي. حتی د ښکلاپېژندنې معاصرو عقل پالو هڅه کړې؛ څو د هنري اثارو قواعد او هنري نقد له يوه واقعي او مشهور اصل نه راواخلي. نو ځکه يې دا اصل معيار ګرځولی، چې هنر د طبيعت تقليد دی.(۱۹)
باومګارتن هم د ښکلاپېژندنې په اړه په خپل نابشپړ اثر کې د خپل کتاب اساسي اصل له طبيعته تقليد ښودلی دی او دا اصل د «آبه شارل باتو» د مشهور اثر-
(Les Beaux Arts reduits a un meme principe) او په دايره المعارف کې د دالامبر د کار اساس او بنياد بولي.(۲۰)
همدارنګه ارسطو هم د تقليد په اړه د شعر فن رساله يا بوطيقا(Poetics) کې وايي: د شعر فن يو ډول نوښتي تقليد دی او هغه په مستقيمه توګه د څيزونو او پېښو بيا ښودنه او محاکات دي. هغه زياتوي، تقليدي هنر په دې لاندې ډلو وېشل کېږي:
۱- د رنګ او طرحې په وسيله د ليدونکو بېلګو هنري تقليد.
۲- د شعر، اواز او ګډا پرمټ د انسان د کړنې هنري تقليد(Praxis) دی.
ارسطو د دوه ډوله شعر په اړه خبرې کوي:۱- ننداريز شعر(تراژيک يا کوميک) او ۲- حماسي يا رزمي شعر، چې توپير يې له کومېډي نه د ځينو تقليديه متينو او درنو کړنو په وسيله شونی دی. هغه په دې باور هم دی، چې تراژيدي له دوو انګېزو لاس ته راځي، چې يوه انګېزه يې فطري تقليد دی.(۲۱)
خو له افلاطون سره د ارسطو توپير دا دی، چې ارسطو د خپل استاد په څېر د هنر کار له طبيعته يوازې يو تقليد او نسخه اخيستنه نه بولي، بلکې د هنرمند کار له بېروني عالمه پر تقليد سربېره د هغه د ذهن او فکر پر اساس يو ډول تخليق او پنځونه بولي، په داسې حال کې، چې له طبيعته تقليد کوي؛ خو له هغه وروړاندې پښه ږدي او هغه څه هست کوي، چې په طبيعت او بېروني عالم کې وجود نه لري.
همدا ده، چې ارسطو د شعر په فن کې وايي، چې نقاشان بايد هنر خپل سرمشق وګرځوي، ځکه هغوی که په عين حال کې د افرادو واقعي څېره په دقيقه توګه ترسيموي، ان له هغه يو ګام ورهاخوا ږدي او لا ښکلا وربښي. « نو بايده دي، چې غښتلي نقاشان هنر خپل سرمشق وګرځوي. ځکه هغوی د اشخاصو د څېرې دقيقه طرحه د کاغذ پر مخ داسې کاږي، چې له اصل سره له شباهت او ورته والي ورهاخوا له هغو ښکلي دي.(۲۲) يعنې نقاشان هم د هغو واقعيت او تقليد ته پاملرنه کوي او هم پکې خپل ذهني او دروني عناصر دخيلوي.
په همدې دليل ارسطو شاعري د تاريخ ليکنې په پرتله فلسفي چاره بولي، ځکه مورخ هغه څه چې پېښ شوي دي، کټ مټ له کومې مداخلې او تصرف پرته نقل کوي او له منصف مورخه دا تمه کېږي، چې تاريخي پېښې له کمښت او زيادښت پرته په خپله واقع شوې بڼه مخاطبانو ته وړاندې کړي. خو له شاعره بيا تمه کېږي، چې د بېروني عالم نقل ته ملا وتړي« د شاعر دنده د هغو پېښو بيان نه دی، چې پېښې شوې دي.»(۲۳) بلکې هغه له خپل ذهن و فکره الهام اخلي او په خپل اثر کې د يوې ښکارندې د رامنځ ته کېدو لپاره ټول ذهني ممکنه احتمالات نقل کوي. «د شاعر او مورخ تر منځ توپير دا نه دی، چې يو د نظم په بڼه خبرې کوي او بل د نثر. فرق په دې کې دی، چې مورخ د واقع شويو پېښو په اړه خبرې کوي او شاعر بيا د هغو پېښو په اړه خبرې کوي، چې پېښېدا يې ممکنه وي.»(۲۴)
له دې کبله هنرمند د خپلي هغې دروني او تخيلي نړۍ ترسيم ته لاس ترغاړې وځي، چې له بېروني عالم او طبيعت سره هم اړيکې لري. نو د ارسطو د نظر له مخې د هنرمند دنده يوازې د طبيعت هاغسې تقليد نه دی، له کوم تقليد سره، چې افلاطون هم فکره و. د هغه رسالت دا دی، چې د هنرمند ذهني برداشت د هغه په اثر اغېز ښندي. ځينې وخت هنرمند خپل تصوير له طبيعته په لوړ او ځينې وخت په ټيټه بڼه په خپل هنري اثر کې کاږي. نو ځکه ننداريز شعر، (تراژيدي او يا کومېډي) له طبيعته د ورهاخوا چارې وړانګې خپروي. تراژيدي له اصل نه واقعيت په راټيټه بڼه ښيي او کومېډي واقعيت تر هغو لوړ او ځلانده ښيي، په کومه کچه چې په بېرونيو بېلګو کې ځان راښيي.
تيودور ګمپرتس وايي ښه به وي که وتوانېږو هنري اثارو ته په دريو مبداوو قايل شو، لکه له ښکلا نه خوند اخيستنه، د زړه او روح د غوټو د پرانيستلو تلوسه او د سازولو يا تقليد اشتياق. ارسطو بيا يوازې دريمه مبدأ، چې له تقليد سره علاقمندي ده، په تفصيل سره تر څېړنې لاندې نيسي، د دويمې مبدأ په اړه سکوت اختياروي او د ښکلا د مفهوم په اړه افلاطون ته ورته فکر لري.(۲۵)
ارسطو له طبيعته د دقيق او کامل تقليد په اړه وايي: «شاعر دې د څېره ايستونکو استادانو په څېر د اصل هوبهو تصوير وکاږي او په عين حال کې دې ښکلا هم وروبښي.»(۲۶) هغه د سوفوکليز په هغه خبره استناد کوي، چې وايي: «زه انسانان هغسې ښايم، څنګه چې بايد واوسي.»(۲۷)
ارسطو د شعر په فن کې د موسيقۍ او وزم احساس د هنري تخليق او له هنره د خوند اخيستلو د عواملو په ډله کې شماري او پر تقليدي غريزه يا په هنري پنځونه کې پر تقليدي عنصر ټينګار کوي، داسې چې ځينې معاصر ارسطو پېژندونکي په دې باور دي، چې په تقليد باندې انحصاري تکيه په ښکلاپېژندنه کې د نظر تنګۍ سبب ګرځي.
تيودور ګمپرتس وايي، ځينې وخت ارسطو له واقعيته د تقليد په مسأله کې تناقض ته رسېدلی دی، ځکه ارسطو د هغه چا په ځواب کې، چې په زوکسيس(Zeuxis) يې نيوکه کړې وه او ويلي يې وو، چې «انسانان يې له واقعيت سره په ټکر کې تصوير کړي دي» وايي: «همدا غوره ده، ځکه تخيلي بڼه بايد پر واقعيت برتري ولري.»
دلته ارسطو غوره، پوره او ښکلي ته ترجېح ورکوي، سره د دې چې دې برترۍ ته کوم دليل نه وړاندې کوي او له بل پلوه د هنرمند وروستۍ موخه له اصل سره سم تقليد بولي.(۲۸) له اصل نه دا تقليد له واقعيت سره د خيالي تفوق له مخې په ټکر کې دی او تر يوې اندازې د افلاطون د خبرې ترميموونکی ښکاری.