ژباړن: محب الرحمن محب
د هنر په اړه په شته نظريو کې يوه هم په ښودلو کې د افراط او يا مبالغې نظريه (Expressionism) ده. د دې مفکورې پلويان هنر د هنرمند د عواطفو، احساساتو او دروني تمايلاتو يو ډول ښودنه بولي، چې د احساساتو دا ښودنه او دروني شور د رسنيو او نورو متفاوتو وسيلو له لارې راباسي. انګرېز شاعر او کره کتونکی ټي. اس اليوت به هنرمند د عواطفو بيانوونکی باله.(۲۹) په اصل کې هنرمند د خپل هنري اثر په وسيله خپل ذهني عناصر او دروني شور و شوق اظهاروي او نورو ته يې د ليدلو لپاره ږدي.
په ښودنه کې د مبالغې د نظريې د پلويانو له ډلې نه د تولستوی، کروچه او کالينګوود نومونه اخيستلای شو.
د کالينګوود په اند هنر د تخيل په سطحه د ښودنې مبالغه ده، چې هنرمند د تخيل د قوې پرمټ خپل حالت و احساس وړاندې کوي. هغه معتقد دی، چې که د حالت بيان وجود ونه لري، هنر نه دی. هغه په دې باور هم دی، چې لومړی د ادراک او احساس خام مواد موندل کېږي او عواطف احساسوو؛ خو په بشپړه توګه ترې باخبره نه يو.
ورپسې ممکنه ده هغه عواطف او احساسات په غير ارادي توګه د فېزيوليستي بدلونونو په څېر رواني زيات ښودنه او مبالغه (Psychical Expression) ولري. له دې مرحلې وروسته تخيلي زيات ښودنه(Imaginative Expression) ترلاسه کوي، چې ارادي ده او کالينګوود يې په تخيل تعبيروي؛ خو کروچه يې شهود بولي، همدا مرحله ده، چې هنر پکې پنځېږي او ښودنې ته وړاندې کېږي. په واقعيت کې هنري اثر د ارادي چارې او تخيلي ځواک د ښکاره کېدلو محصول دی؛ نو ځکه کالينګوود هنر د تخيل په سطحه د ښودنې مبالغه بولي، چې هنرمند د خپل خيال له قوې نه په ګټه اخيستنې سره هنري اثر پنځوي او خپل عواطف و احساسات پکې بيانوي.(۳۰)
همدارنګه تولستوی هم چې په ښودنه کې د مبالغې د نظريې پلوی دی، هنر له احساسه زېږند بولي، چې هنري اثار بيا دلته د منځګړي او وسيلې دنده پرمخ وړي او د هنرمند او مخاطب ترمنځ اړيکې ټينګوي. تولستوی د کلاسيک سبک پر خلاف هنر له عقلي او تر يوه حده له قصدي فعاليته بېلوي او د احساس او عاطفې په ښکارولو غور کوي. دی باوري دی، چې که هنرمند د صميميت درلودونکی وي، کولای شي خپل عواطف او احساسات په ښه توګه بيان کړي او پر مخاطبانو اغېز وښندي.
هغه په اخلاقي مفاهيمو کې په لويه کچه د دروني احساساتو او عواطفو له مبالغې څخه کار اخلي، او په دې اند دی، چې زموږ ځينې حسونه د هنر په وسيله د لېږد لپاره کمه وړتيا لري، چې له ډلې يې د غرور، جنسي ميلان او له ژونده د خپګان د احساس انتقال دی.(۳۱)
د بندتو کروچه د ښودنې د مبالغې نظريه چې له خورا شهرته برخمنه ده، وايي چې ښکلا له يوې ذهني او حسي ښکارندې څخه هغه شهود، مکاشفه او يا درونی تصوير دی، چې شهود ته د يووالي او وحدت رنګ ورکوي. هماغه عاطفه ده. شهود په اصل کې له هغه اړخه شهود دی، چې يوه عاطفه مجسمه کړي. کروچه هغه څه ذهني صورت نه بلکې عاطفه بولي، چې هنر ته اسماني لطافت وربښي. د هغه په وينا هنر د عواطفو کشمکش دی؛ نو ځکه هغه هنري پنځونه، چې په هنري وسايلو رامنځته شوې وي، ځلوونکي يې هغه دروني اشتياق، شور او عاطفه دي، چې هنرمند د هنري اثر پنځونې ته راکاږي او معمار يا نقاش ته له رنګ، کاغذ، تيږې، ګچ او وسپنې ورهاخوا د ډېر اهميت وړ څيز هغه طرحه ده، چې له عاطفې او احساساتو يې زيږېدلې وي او ذهن ته يې راغلې وي.(۳۲)
نو د کروچه په څېر هغه کسان، چې هنر په ښودنه کې مبالغه بولي، د هنر ښکلا د هنري اثر د جوړښت له امله نه ګڼي، بلکې په دې باور دي، چې ښکلا بايد د هنري سبک د جوړښت او فورم په چوکاټ کې محدوده او محصوره نه کړو او څومره به ښه وي، که يو هنري اثر له عادي رواله د تېښتې پرمهال هم د ښکلا څښتن وي او په واقعيت کې هر اثر له خپلې ځانګړې ښکلا نه برخمن دی.
رومانتېستان په ښودنه کې مبالغې ته ژمن دي، وايي که د هنر د خبرې مخ د زړه لور ته نه وي، که هرڅو له ښکلو تصويرونو مالامال هم وي، څه ترې نه ترلاسه کېږي. هنر د ښکلا شهودي تشخيص دی. له هنره چې هغوی کومه تمه لري، په ټوله ازادۍ سره د احساساتو ياغي پرېښودل دي؛ څو وکولای شي مينه، کرکه، غم، خوښي او نور ټول دروني احساسات را ښکاره کړي.(۳۳)
د رومانتيک سبک پروړاندې کلاسيک سبک وجود لري، چې د موضوعاتو د تجسم او عناصرو ترمنځ د تعادل، ښکلي تصوير او ارام روح غوښتونکی دی. کروچه يو له هغو کسانو دی، چې رومانتيک او کلاسيک دواړه فکرونه يې په خپلو تيوريو کې وړاندې کړي دي. هغه په دې باور دی، چې دا دواړه کولای شي د هنر نظريه تفسير کړي. له يوه لوري د رومانتېزم مکتب د احساساتو د ښودنې پر قوي شوق ولاړ دی او بل لوری د کلاسېزم مکتب د هغه تصوير د ارام روح، معقول ذهن او ښکلي تصوير پر تجسمولو راڅرخي. کروچه وايي هنر د دروني شهوداتو د بيان لپاره هم د دروني عاطفې او شوق پوروړی دی او هم تجسم ته اړتيا لري. په واقعيت کې هنر يوې منسجمې طرحې ته اړ دی او هنري نوښت د يوه روحي حالت او يا يوه دروني محرک نه زيږېدلی دی، چې له امله يې تصورات يو په بل پسې څرګندېږي.(۳۴)