ژباړه: قاسم اميري
فرض کړئ ژوند داسې یوه لوبه ده چې هر ژوندی انسان د دې لوبې د لوبغاړي په توګه مکلفیت لري تر څو د دې لوبې د ګټلو لپاره په عین وخت کې پنځه توپونه (بالونه) دخپلو لاسونو پذریعه په هوا کې محفوظ وساتئ پرته لدې چې کوم یو یې پر ځمکه راولوېږي.
د پنځو توپونو له ډلې یوازې یو توپ لاسټیکي (ارتجاعي) جوړښت لري پاتې څلور نور ښېښه یئ او ماتېدونکي دي.
ښکاره خبره ده چې لاسټیکي توپ په ځمکه له لوېدو سره سم بېرته راپورته کېږي خو هغه څلور نور (ښیښه یئ) توپونه به لوېدو سره سم مات او ټوټه ټوټه شي، د بېرته لاس ته راتلو امکان یې کابو صفر دی.
ډایسون وایي: هغه څلور ښیښه یئ او ژر ماتېدونکي توپونه کورنۍ، روغتیا، ملګري او ستاسو خپله اروا ده خو یوازینی لاسټیکي توپ ستاسو کار او بوختیا ده.
پکار نه ده چې کار ته مو د کورنۍ، روغتیا، ملګرو او خپلې اروا په نسبت ترجېح ورکړئ، ځکه چې کار ته کاسب موندل کېږي، خو ښلېدلې ملګرتیا بېرته نه رغېږي، له منځه تللې او ټوټه ټوټه شوې کورنۍ بیا نه راټولېږي، له لاسه تللې روغتیا بېرته نه ترلاسه کېږي، او اذیت شوې اروا بیا هغه سکون او آرام نشي موندلی.