ژباړن: محب الرحمن محب
د هنر د ښکلا او د هنري اثارو د کرهکتنې لپاره يوه نظريه هم جوړښتي نظريه يا فورمالېزم(Formalism) ده. دا مفکوره له فورمي ځانګړنو(Formal Features) نه رغېدلې ده، په ټولو هنري جوړښتونو کې داسې ځانګړنې او خصوصيات موجود دي، چې د پېژندل شوي معيار او چوکاټ په نوم پېژندل کېږي. لکه يو موسيقار چې د موسيقۍ غږولو پرمهال زده کړي ګامونه او نوټونه رعايتوي او په اصل کې د موسيقۍ زده کړه د هماغو مهمو ګامونو اوچتول دي.
موسيقي داسې هنر دی، چې فورمي ځانګړنې پکې دوه چنده اهميت لري او کله هم ښکلا په فورمي کيفياتو کې خپل ارزښت ښندي او له مخې يې اثارو ته د امتياز درجې ورکول کېږي. په ليدنيو يا بصري هنرونو(Visual arts) کې فورمي ځانګړنې له اهميته برخمنې دي، توازن، تناسب، پرسپکټيو ظرافت، د رنګونو همغږي، او په مسجمه جوړولو، نقاشۍ، طراحۍ او نورو هنرونو کې يې ترمنځ تعادل او خطوط د هنري اثر د ارزښت د ټاکلو لپاره د قضاوت مهم ټکی جوړوي. هماغسې چې د شعر د ارزونې لپاره وزن، قافيه، د کلماتو ترتيب او تنظيم، شاعرانه حس او د شعر نور جوړښتي عناصر مهم دي.
نو شونې به وي، چې د هنر او ادبياتو د ټولو ډولونو لپاره فورمي معيارونه او ځانګړنې مطرح کړو، چې دا معيارونه او ځانګړنې به د هنري اثارو د کره کتنې پر مهال له غير منطقي، يو طرفه او بې بندوباره قضاوتونو مخنيوی وکړي. په حقيقت کې د هر ښکلي اثر لپاره فورمي جوړښت او چوکاټ موجود دی او هر هنرمند فورمي عناصر د يوه ملاک په توګه په پام کې نيسي، د آنشپرد په وينا: « حتی په ننداره، لوړ داستان او شعر کې د وقفو ترتيب کېدای شي د فورمي ځانګړنو په ډله کې وشمېرل شي…. په نقاشۍ کې رنګ، د ګامونو ټاکل، ريتم، د مختلفو سازونو رول او فاصلې يوازې په موسيقۍ کې فورمي ځانګړنې بلل کېږي.»(۳۵) هغه د هنر په ټولو اقسامو کې ټولې ځانګړنې د «اړيکو»تر عنوان لاندې دروي او په دې باور دی، چې ټولې فورمي ځانګړنې د يوې رسنۍ او يا هنر د عناصرو ترمنځ د موجوده اړيکو ښودونکې دي.
نن ورځ ډېر داسې کرهکتونکي شته، چې د کرهکتنې پرمهال د خپل کار اساس فورمي عناصر او جوړښت بولي. په ادبياتو کې د کلينت بروکس(Cleanth Brooks)په څېر کرهکتونکي او د جوړښت پلوو له ډلې نه رولان بارت(Roland Barthes)د سنخ فورمالېستانو له ډلې شمېرل کېږي.
د فيلسوفانو له ډلې نه کانت او ارسطو هغه کسان دي، چې په هنر کې يې فورمي عناصرو ته پام لاره. کله چې ارسطو د شعر په فن کې د تراژيدي او حماسي اثارو په اړه خبرې کوي، فورم ته يې پام شته او کانت د «تړلې» او «آزادې» ښکلاپېژندنې د نقد پرمهال ازاده ښکلا د فورم په اعتبار يو هنري اثر بولي. نو د فورمالېستانو په نظر په يوه هنري اثر کې د عناصرو اړيکې او ترمنځ يې يووالی او وحدت لوی ارزښت بلل کېږي. مونروسي بيردزلي په امريکا کې د نوې کره کتنې مخکښ، د فورم په اړه داسې وايي: « د هنري اثارو په اړه د قضاوت د دريو معيارونو له ډلې نه يو انسجام او وحدت دی او دوه نور يې پېچلتيا او شدت دي.»(۳۶)
همداراز ارسطو هم د شعر فن کې وايي، چې د تراژيدۍ او يا حماسې په يوه ښه اثر کې بايد يوه منسجمه داستاني طرحه يا پلاټ موجود وي، چې اجزا يې د يوه لوی نظم د جوړښت لپاره د يوبل ترڅنګ ودرېږي.