ژباړه: ډاکټر محب الله زغم
(پنځمه برخه)
مخکې مو وويل چې الفرد ادلر په اول سر کې د فرويد همکار، هم نظر او هم باوره و خو وروسته يې د فرويد له جزمي ارواڅېړنې (psychoanalysis) څخه ځان بېل کړ او خپله ځانگړې نظريه يې رامنځته کړه.
د ادلر په نظر «هغه څه چې موږ يې له ځانه سره نړۍ ته راوړو، ډېر اهميت نه لري، مهمه دا ده چې په هغه باندې څه کوو او پر کومه لار يې کاروو» دا هغه موخه ده چې انسان يې په شعوري يا ناشعوري توگه تعقيبوي. د انسان د سلوک جزييات يوازې هله څرگندېږي چې د هغه ټوليز تمايل ښکاره شي.
هر ژوندي سارى د ژوندانه داسې سليقه او سبک لري چې موخه يې لږ يا ډېر تفوق يا بروالي(superiority) ته رسېدل وي. دغه هدف د حقارت په اساسي احساس پورې تړلى وي. د وگړي کاميابۍ او ماتې او د هغه د تعادل ښه او بد د ژوندانه د دې سبک په توافق يا نه توافق پورې تړلي دي او ورسره د فرد او ټولنې تر منځ د شته منطقي او حاکمو قواعدو تابع هم دي.
د ارواپوهنې اساسي مفاهيمو ته په پام سره، د ادلر د اروازېږي (psychogenic) دوکتورينو لنډيز په دې توگه بيانولاى شو.
د هر چا ایګو (ego)[14]∙ د ناتوانۍ او د حقارت له احساسه سرچينه اخلي او پراختيا مومي.
د وگړي په اروايي وضع کې د انفعالاتو بدلونونه بېلابېل احساسات رامنځته کوي چې د ژوندانه له پيله د هغه په وجود کې ځاى نيسي. موږ د دې احساساتو مختلفې درجې په دې جمله کې بيانوو:
«زه ځورېږم نو شته يم. زه خپل ایګو نه شم بدلولاى نو زه حقير يم.»
د حقارت احساس د واقعي ناتوانۍ او په ماشومتوب کې د نه تجربې په وجه اجباراً په ذهن کې پیدا کېږي. بيا د ودې په بهير کې، كه سړى واقعي بدني يا اروايي نيمګړتيا ولري يا له نورو سره د اړيكو په تامينولو كې له ستونزو سره مخ شي نو حقارت به يې لا پياوړى شي او غوټه به ځنې جوړه شي.
په حقيقت کې دغه ټول احساسات نسبي دي. داسې هم كېداى شي چې په ځينو مواردو کې د بروالي احساس په سړي کې د ناکرارۍ حالت رامنځته کړي او د حقارت په سرچينې بدل شي. مثلاً داسې يوه ځانگړتيا چې په هغه باندې سړى خپل ځان ته ممتاز ښکاره شي خو ټولنه به يې نه مني. ټولنه به دغه ځانگړتيا بې لاريتوب وګڼي. دلته بايد د ماشوم د هغې اړتيا يادونه وکړو چې د تبعيت پالنې او کانفارميزم[15]∙ په اړه يې لري. له ماشوم سره دغه اندېښنه وي چې بايد دى د نورو په څېر اوسي.
له نورو سره د ځان پرتلنه د «حقيرېدلو» (inferiorization) بله سرچينه ده. مسئله په دې مورد کې هم نسبي ده: خلك څرگند بروالى ستايي او په اسانۍ سره يې مني خو برعکس كه بروالى دومره زيات نه وي او سړى احساس کړي چې د ځينو اړخونو له پلوه بل ته نژدې دى نو داسې بروالى به په هغه کې د مبارزې او د حقارت نور مشتقات رامنځته كوي. (دى به د څرګند بروالي په لټه كېږي. ژباړن)
دلته بايد يادونه وکړو چې هغه پرتلنه چې يو موجود يې د ځان په گټه يا تاوان ترسره کوي، په هم مهاله توگه هم د ده له ذهنه او هم د ده له انفعالي pulsion څخه راټوکېږي.
په داسې حالت کې هر لامل چې لومړني تاثرات فعالوي، لکه د تجربې نيمگړتيا او د ذهن کمزورتيا، سړى دې ته هڅوي چې ځان د ذهن او عمل له نظره له نورو سره پرتله کړي. دغه پرتلنه د حقارت د لومړني احساس په تقويه كولو کې اغېزناک رول لوبوي.
په دې توگه ويلاى شو چې د وگړي د سلوک د psychogenesis بنسټ د خونديتوب (security) اساسي اړتيا ده. که چېرې دغه اړتيا پوره نه شي نو د ايګو يا شعور له راټوکيدو سره سم د ناتوانۍ او وروسته د حقارت احساس راپيدا کېږي.