مونږه مه وژنئ اوبال لرو ځوانانو مونږه که مړه شوو بیا به په قبر کې وېرېږو
کابل ادبي بنډار خپله ۶۸ مه دوه اونيزه غونډه کې د معارف تنکي زلمیان په ډالیو ونازول.
دغه غونډه د روان لمريز کال د ليندۍ د میاشتې په ۲۷ مه نېټه قرغې ته څېرمه په غازي محمد جان خان منځني ښوونځي کې وشوه. پیل یې ښاغلي مجيب الرحمن محمودي د اللهي کلام په څو سپېڅلو آیتونو وکړ چې ورپسې وړوکي اېمل، تميم او د دوی ملګرو پخپلو خوږو غږونو کې ملي سرود زمزمه کړ.
د غازي محمد جان خان منځني ښوونځي مدير ښاغلی محمد رجب فاني چې د غونډې مشري یې هم کوله دريځ ته ووبلل شو. ښاغلي فاني د کلنیو ازموینو ټولو ممتازو او بریالیو شاګردانو ته د دوی د بریا مبارکي وویله. ښاغلي فاني په ښونيزه برخه کې ځينو ننګونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: له بده مرغه موږ په ښوونځي کې یوازې شپږ رسمي استادان لرو او په وینا یې دې چارې د غازي محمد جان خان منځني ښوونځي کې ګڼې ستونزې را ولاړې کړې دي.
نوموړي همدا راز د غونډې ګډونوالو ته ګيله کوله چې د زده کوونکو ډېری کورنۍ شاګردان له مکتب څخه د اوږدې رخصتۍ په موخه بیایي چې په وینا یې دا کار د زده کوونکو په مرالونو ناوړه اغېز کوي.
وروسته ښاغلی ګل آغا احمدي سټېج ته وغوښتل شو. ده د کابل ادبي بنډار ټولو ګډونوالو ته د هرکلي تر څنګ وویل: ( که څه هم موږ تمه لرله چې په غونډه کې به راسره ټول ممتاز شاګردان برخه اخلي خو دا چې ټول نشته نو موږ به ورته د پسرلي په ورځو کې یوه بله ورته غونډه جوړوو ). ښاغلي احمدي د غازي محمد جان خان ښوونځي مدير ته ډاډ ورکړ چې د ښوونځي د ستونزو په حلولو کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
ښاغلي حبیب وقار دريځ ته تر تللو ورسته وویل: ( الله ج فرمایلي دي: تاسو د هغه څه پوښتنه وکړئ چې نه پرې پوهېږئ )؛ ده همدا راز ټولو بریالیو زده کوونکو ته د دوی د بریا مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې په دې غونډه کې موږ یوازې د غازي محمد جان خان ښوونځي شاګردان نه بلکې د ټولو ښونځيو ممتازان نازوو. ښاغلي وقار د پرمختګ په برخه کې د ټاپي او بغلان پروژو څخه یادونه وکړه او هغه یې د تلپاتې سولې او پرمختګ سمبولونه وګڼل.
ورپسې ښاغلی محمودي سټېج ته وغوښتل شو. ښاغلي محمودي هم تنکیو زده کوونکو ته د دوی د بریاوو مبارکي وویله او له استادانو یې مننه وکړه چې له زده کوونکو سره په پوهنیزه برخه کې غټ رول لوبوي.
ښاغلی ننګ اتل چې د غونډې مشر مېلمه هم ؤ دریځ ته وبلل شو. ښاغلي اتل ټولو ممتازو او بریالیو زده کوونکو ته د بریا مبارکي ورکړه او ویې ویل: ما چې پوهه کړې؛ برکت یې زموږ د مشرانو د هڅونو دی نو پکار ده چې ټول شاګردانو ته د کتاب او قلم ډالۍ ور کړل شي تر څو دوی هم ور څخه د پوهې په ډګر کار واخلي. نوموړي همدا راز له ښاغلي محمودي څخه مننه وکړه چې د خوات کتابتون په ګډون یې په وردګو کې څلور کتابتونونه پرانيستل.
د ښاغلي شفيق جوهر په بلنه چې د سټېج چارې یې مخته وړلې؛ ښاغلی جلال اُمېد د تالار مخې ته ولاړ. ده هم خوښي وښوده چې تنکیو شاګر دانو پخپلو هڅو ځانونه د بریاليتوب مقام ته رسولي دي. ښاغلي اُمېد وویل: تېرې څو لسيزې زموږ په هېواد کې د جهالت او ناپوهۍ هغه وې چې په ترڅ کې یې ډېر زیانونه افغان ولس ته اوښتي دي. او زده کوونکو ته یې وړانديز وکړ چې د یادو ستونزو تر اغېز لاندې رانشي او خپلو زده کړو ته په لوړ مرال ادامه ورکړي او له شته ناخوالو څخه د قلم په زور ځانونه خلاص کړي.
ښاغلی ضیاء الله روښان دريځ ته وبلل شو. ده هم د ښاغلي اُمېد خبرې غبرګې کړې او زیاته یې کړه چې له زده کوونکو سره مو که مادي مرسته ونکړه خو په معنوي برخه کې یې ستایم او دوی ټولو ته د زړه له کومي مبارکي وایم.
له دې وروسته مشاعره پیل شوه. په پیل کې ښاغلي شبير احمد حليمي څو ښکلي نظمونه وړاندې کړل او ورپسې ګڼو شاعرانو او د ادب مينوالو پخپل وار سره شعرونه او ادبي پنځونې وړاندې کړې. چې د مشاعرې د برخې ترنم والو د غونډې ګډونوال د خوښۍ په ټال وزنګول.
له دې ور هخوا ممتازو زدوه کوونکو ته د ډالیو پړاو پیل شو چې ممتازان هر یو لکه: ښاغلی امين الله معتصم، عبدالله احمدي او الهام اول نمره ګان. تميم احمدي، پلوشه، مسيح الله، احمد سمیر او عبیدالله احمدي دویم نمره ګان وو. او پاتې دې نه وي چې له ممتازانو پرته د ښونځیو نورو بریالیو زده کوونکو ته هم ډالۍ ورکړل شوې. چې دوی خپلې ډالۍ د کابل ادبي بنډار له ګډونوالو څخه تر لاسه کړې.
ښاغلي ننګ اتل د کابل ادبي بنډار ځينو غړو ته هم ډالۍ ورکړې او د دوی هڅې یې د فرهنګ پالنې، ادب پالنې، ژباړې او ټولنې ته په خدمت کولو کې وستایلې او له ښاغلي وقار څخه یې مننه وکړه چې د « زه ملاله یم » کتاب یې پښتو ته را ژباړلی دی. ځکه په وینا یې دا پوهې او سولې ته د رسېدو لپاره یو ګټور کتاب دی.
له همدې سره د را روانې غونډې لپاره چې دوه اونۍ ورسته به همدلته جوړيږي اجنډا وټاکل شوه؛ چې شاغلی اتل به د فلوګرایډ په برخه کې د لېسانس په کچه علمي پرېزنټېشن ورکوي. د پوهنتونو هغه زده کړیالان چې غواړي په دغه برخه کې مالومات تر لاسه کړي نو له مونږ سره دې د کابل په راتلونکې غونډه کې برخه واخلي.
پای.