ژباړه: سیف خوستی
دنن ورځې ماشومان د تیرو وختونو غوندي ندي؛ ځکه نو میندې او پلرونه ناچار دي چې یوه خبره او امر بیا بیا تکرار کړي. بیا هم هیڅ تضمین نشته چې تري غوښتل شوی کار ترسره کړي. ویلای شو چې د نن ورځې پلرونه باید د اولادونو خبرو ته غوږ ونیسي.
ماشومان زیاتره وخت د والدینو غوښتنو ته پام نکوي. دوي یواځي هغه وخت خبره مني چې خپله یې خوښه وي. دا کار زیاتره وختونه له مور او یا پلار سره دستونزو لامل کیږي.
که د اولادونو څښتن یئ، ممکن ووايئ چې دغه ټولې لارې مو تجربه کړيدي خو کومه اغیزه یې نده کړي. مثلا: هغوي ته غصه، ډالۍ، نه پام، له نورو ماشومانو سره یې پرتله، او سل نورې لارې چارې…
د مور او پلار لپاره رښتیا هم ستړي کونکي ده چې ماشومان با تربیه لویي کړي. پدې لیکنه کې تاسو ته ځينې چلونه درښودل کیږي ترڅو وکړای شئ له اولادونو سره مو ښې اړیکې ولرئ او غوښتنې مو پوره کړي.
پر هغوي ورچیغیږئ مه؛ دا کار هیڅکله هم ښه پایله نلري، په ځانګړې توګه هغه وخت چې مخاطب مو ماشوم او یا هم نوی زلمی وي. د چیغو وهلو ګټه به یواځي دا وي چې هماغه شیبه ماشوم وویریږي او یا هم غلی شي او یا مو هم جبرا غوښتنه ترسره کړي خو وروسته هرڅه هیروي. سبا دوي هم په همدغسي وخت کې همداسي کوي.
په یاد ولرئ! له اولادونو سره مو داسي چلند وکړئ، څنګه چې يې له دوي نه تمه لرئ. له ماشومانو سره په آرامۍ او احترام وغږیږئ، تند چلن ورسره مه کوئ. له ماشومانو سره خندا او شوخې او دخبرو کولو لهجه پر هغوي ډیره اغیزه کوي، او ددې سبب کیږي چې خبره مو ومني.
که ماشوم مو یو څه لوی وي، هغوي مو له خپلو احساساتو خبرکړئ چې ورنه څه تمه لرئ، ترڅو مو غوښتنې ترسره کړي. که مو ماشوم دې ته غاړه نږدي چې خبره مو ومني؛ خبره مو ورته روښانه کړئ او په نرمۍ ورسره دلیل ووایئ. هغوي باید وپوهیږي، هغه کار چې نه مو خوښیږي باید یې ترسره نکړي.
ماشومان له نورو سره مه پرتله کوئ:
دا کار سرچپه نتیجه ورکوي او دماشومانو د خجالتی لامل کیږي. کله چې ماشومان له خپلو همځولو سره پرتله کیږي، کرکه يې زیاتیږي. په یاد ولرئ چې انسان په هر عمر کې ځانته ځانګړنې لري او یو له بل نه متفاوت دی؛ ځکه نو پرتلنه ستاسو او دماشومانو ترمینځ پر مثبتو اړیکو رامینځته کولو کومه اغیزه نلري، بلکه ترمینځ مو واټن لا زیاتیږي.
په ماشومانه ژبه ترې غوښتنې وکړئ:
ددوي په ژبه ورسره وغږیږئ. ستاسو په کړنو او خبرو کې دغه بدلون ددې سبب کیږي چې دماشومانو درته پام شي. دوي ستاسو له ماشومانه لهجې نه خوند اخلي او هغه غوښتنې چې له دوي نه یې کوئ، مني یې.
ماشومان له خپلو همځولو او هغه چا نه چې ددوي غوندي وي، ژر اغیزمن کیږي او خبرې یې اوري. کولای شئ ددوي دعقایدو او نظریاتو په پام کې نیولو سره، ورسره خبرې وکړئ.
کله چې ماشوم دخپل ځان او والدینو ترمینځ ګډ ټکي ویني، بیا یې نو خبرو ته ښه غوږ نیسي او هڅه کوي چې له مور او پلار سره نږدي واوسي.
ماشومان ستاسو پیښې کوي او کله چې تاسو ویني چې له خپلې میرمنې سره په نرمۍ او ادب چلند کوئ، او له تاسو نه غوښتل شوی کار سر ته رسوئ، نو دوي یې درنه هم زده کوي.
((نه)) مو راکمه کړئ:
دهر څه لپاره ((نه)) ویل؛ مو له اولادونو سره واټن ډیروي. که څه هم تاسو به وکړای شئ چې با ادبه اولاد وروزئ خو څرنګه چې ورسره ډیر مخالفت کوئ نو د اولادونو له ډیر مخالفت سره به مخامخ شئ.
هڅه وکړئ چې دمنفي پرځای ډیر مثبت ځوابونه ورکړئ خو، ددې مانا هیڅکله دانده چې ټولې غوښتنې يې ومنئ. میانه رو اوسیږئ نه تل منفي، نه تل مثبت.
که غوښتل يې ګهیځ له خپلو همځولو سره لوبې وکړي او تاسو ښه نه بلله، ورته ووايئ چې اوس يې وخت ندی، لوبې دې ماسپښین مهال وکړي.
اړیکه مو ورسره مه پریکوئ:
هغه لارې چارې مالومې کړئ چې له ماشومانو سره مو داړیکو په جوړولو کې مرسته کوي. ستاسو دخبرو لهجه، د کلېمو استعمال، او دبدن دغړو خوځیدا مو داړیکو په جوړولو کې مرسته کوي. په نرمۍ او آرامه ژبه ورسره خبرې وکړئ، ورته وخاندئ او مهربانه اوسئ.
کله چې مو له ماشومانو غواړئ کوم کار ترسره کړي، له لیرې نه ورسره خبرې مه کوئ، نږدي ورشئ، ناز ورکړئ او خپله غوښتنه مو ورته ووايئ. لنډې او ساده جملې ووايئ، کنایې مه وايئ؛ ځکه ماشومان په ساده جملو ژر پوهیږي.
که ماشومانو مو غوښتل شوی کار ترسره نکړ، داسي وښيئ چې هیر شوی یې دی، بیا هم په آرامه او نرمۍ سره ترې غوښتنه وکړئ. ددې ټکو په عملي کولو سره مو له ماشومانو سره اړیکې ښې کیږي او ددې سبب کیږي چې خبرو او غوښتنو ته مو غوږ ونیسي او پام ورته وکړي.
[review]