لیکنه: حبیب الرحمن حاذق
د جنګ او سیاسي لانجو په څنګ کې، د افغانستان یو بل اساسي مشکل د اوبو پاکو او د باور وړ زیرمو ته لاسرسی دی. اټکل کیږي چې د افغانستان نفوس به په ۲۰۵۰ میلادي کال کې نږدې ۵۶ میلیونو ته لوړ شي، دغه د نفوس چټک رشد به د اوبو زیرمې چې لا له وړاندې د ککړتیا او له منځه تللو له خطر سره مخ دي؛ له جدي ګواښ سره مخ کړي.
علاوه له دې نه که وګورو د اقلیمي تغیراتو نښې په چټکۍ سره را څرګندیږي او تودخې درجه تر هغه څه چې وړاندوینه یې کیدله ډیره لوړه شوې ده چې داوبو په زیرمو، د باران او واورې په اورښت یي سیوری غوړولی دی، نه تنها چې د اورښت کچه کمه شوې بلکي د باران او واورې د اورښت په موسمونو کې د پخوا په څیر نظم نه لیدل کیږي. شونې ده چې په لوړو نقطو کې د کم اورښت له کبله د اوبو زیاتره زیرمې خورا اغیزمنې شي.
افغانستان د نړۍ له خورا غریبو هیوادونو څخه دی، اقتصاد او د کلیوالو ژوند يې نږدې ټول په زراعت او مالدارۍ ولاړ دی. افغان کروندګر او مالداران د اوبو باور وړ زیرمو ته اړتیا لري تر څو خپل لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي. له بله اړخه له خلکو ډک کلي او بانډې د څښاک د اوبو پاکو او پایداره زیرمو ته د رسیدلو لپاره لا تراوسه اوږد مزل په مخ کې لري. ویجاړ اقتصاد ته په کتو د اوبو را روان بحران به ډیر ستونزمن وي چې زموږ خوارې ټولنې یې په سالم ډول مدیریت کړي.
بل پلو ته افغانستان وچکالۍ ته ډیر مساعد دی، سږنئ وچکالۍ وښودوله چې په کلي کې ژوند په ټوله کې اوبو پورې تړلی دی. د بادغیس نه را کوچیدلي خلک یې ښه بیلګه ده چې وچکالۍ يې د اوبو زیرمې وچې او دوي يې اړ کړل تر څو خپل ټول شته په ډیره ټیټه بیه خرڅ او د څښاک داوبو د پیدا کولو په موخه يې آن تر هراته ځانونه راورسول. دا له ورایه په ګوته کوي چې د یو کلي سرنوشت د اوبو د باور وړ زیرمې سره څومره کلک نښتی دی. د ۱۹۹۹ نه تر ۲۰۰۵ میلادي کال پورې وچکالۍ ډیر خلک په کلیو کې اړ کړل چې ښارونو او یا هم د داخلي بې ځایه شویو خلک کمپو ته ځانونه ورسوي او سږنئ وچکالي به دغه بې ځایه کیدنه نوره هم چټکه کاندي.
د وچکالۍ له کبله د خلکو بې ځایه کیدلو خورا لويې ستونزې رازیږولي، د غذایي مصوونیت نشتون، روغتیایې خدماتو ته نه لاسرسی، دپوهنې د بهیر زیانمنیدل، بیکاري او نورې ډیرې ستونزې چې اټکل یې یواځې هغه خلک کولی شي چې خپل کلي یې پریښیي او په وچ ډاګ شپې او ورځې تیروي تر څو له تندې مړه نشي.
د اوبو په زیرمو فشار لا ډیریدو خوا ته روان دی، د کانونو را ایستل او د صنعت پرمختګ چې د هیواد د ښیرازۍ لپاره اړین ښکاري د اوبو لوی مقدار ته ضرورت لري، هلته به پوه شو چې د کانونو را ایستل پیل او صنعتي پرمختګ مو چټک شي.
د اوبو په اړه د ارقامو او کره معلوماتو شتون د اوبو د ټولو برخو د مدیریت تهداب جوړوي. په پرمختللیو هیوادو کې خلک د اوبو د زیرمو (سطحي وي که د ځمکې لاندې) او خپل مصرف او ضرورتونو په اړه پوره معلومات لري او وخت په وخت یې تازه کوي چې د هغه په بنأ د اوبو د تنظیم ساختمانونه او پلانونه جوړوي، خو؛ وروسته پاتې هیوادونه لکه افغانستان دومره بختور ندي چې د اوبو د زیرمو (سطحي او د ځمکې لاندې) کیفیت، کمیت او خپل د مصاروفو اندازه په دقیق ډول معلوم او په رڼا کې يې د تنظیم لارې چارې وسنجوي. که یې په ډاګه ووایو افغانستان د هایدروجیولوجي په برخه کې خورا محدود چې په نشتون حساب دي تخنیکي ظرفیتونه لري او د اوبو د تحقیقاتو وسایل او سامان آلات چې د ورځې په ضرورت برابر وي شاید په هیڅ مربوطه دولتي اداره کې پیدا نشي. که کوم څه مو درلودل هغه د تیرو لسیزو جګړو په دوران کې یا له منځه ولاړل یا ولوټل شول. په دا تیرو څو لسیزو کې د دغه بخش متخصصین ګوښه پاتې شول او دولت ونه توانیدلو چې د اوبو د مدیریت په برخه کې د ورځې په ضرورتونو برابر تکنالوژي او کاری ټیم برابر کړي.
په دولت کې د ظرفیت نشتون چې د اقلیم تغیرات نظارت او تحلیل کړي بله لویه تشه ده، د اقلیمي تغیراتو سم نظارت او تحلیل د اوبو په زیرمو باندې د پانګې اچونې لپاره خورا اړین کار دی. د اورښت او تودخې درجې په اړه د کره معلوماتو شتون، د اوبو په زیرمو د پانګه اچونې لپاره اساسي شرط دی؛ دغه ارقام دي چې د کښت ډول او وخت ، او د اوبو د ذخیرې د ساختمان اندازه، د کانالونو جوړښت او د هایدروپاور د ساختمان په اړه تصمیم ورباندې نیول کیدلی شي.
نو، لازمه ده چې د اوبو د سالم مدیریت لپاره دولت چټک او اساسي ګامونه واخلي تر څو د اوبو شته زیرمې که هغه سطحي دي او که د ځمکې لاندې په درست ډول تنظیم او مدیریت شي.
You also might be interested in
لیکنه: انجینیر حبیب الرحمن حاذق د نړۍ کابو (۷۰) سلنه[...]
لیکوال: حبیب الرحمن حاذق په کور کې نږدې 63 سلنه[...]