لیکنه: ګیتي صدیقي
سريزه
د نړی د انساني ټولنیز ژوند د جوړښت د ابتداء څخه تر اوسه په ټولو اجتماعي غوښتنو کې یو لوی اغیز درلودنکې عامل د بشري اړتیاوو د لیرې کولو اصل دی. د دې اصل د اثبات او اجرا لپاره ډیر دلــیلونه په الهي لارښونو او بشري حقونو, قوانینو، او د پوهانو په نظریاتو کې موندلای شو.
د قرانکریم په ځینو آیاتو کې او د محمد رسول الله ( ص) په ځینو حدیثونو کې د اقتصاد په اړه لاښوونې شته. په ښکاره توګه د اسلام په سپـــــــېڅلې دین کې د اقتــصاد او د ابلاغ یا بلــغ په اړه نــصوص شته.
موږ د بشري تاریخ په اوږدو کـې اقــــتصادي لزوم او دهغه اغیز په ټولو تولنیزو موضوعاتو باندې په څرګند ډول لیدلای شو. انسان د عادي ژوند د پایښت لپاره خپلواکي، تعلیم او تربیه، خواړه، کالو، ټاټوبې او سولې ته اړتیا لري. د دې اړتیاوو نیغ په نیغه انســــــــان یو کنـــجکاو او څیــړنیز مـــوجود دی چې د لومړیتوبونو ترڅنګ د خپل چاپیریال د اړیکو، د اقتصاد کچه او نور فرهنګي چارې څخه خبر وي. د بلغ، تبلیغ یا خبر رسونې یوازې د رسنۍ په وسیله برابردلای شي.
د رسنۍ د خبر رسونې او تفریحي رول ترڅنګ د تبلیغ یاهم اقناء وســـیله هم ګرځیدلای شي. اقــتصاد او رسنۍ د یوې کوڅې دوې لارې دي، چې د ژوند ټولې چارې پرې سمبالیږي.
لنډيز
کله چـــې انسان نړی ته سترګه غړولي ورسره غوښتنې هم رامنځته شوي. دغه غوښتنې په لومړی وخت کې ډیر ساده وې. د ژوند په لومړیو وختونو کې د انسانانو ژوند په آسانه توګه تیریدله. خلکو د ښــکار له لارې خپلې اړتیاوې پوره کولې. لیکن د وخت په تیـــریدو سره د انسان په غوښـــــتنو کې توپیـــر رامنـځته شو.
انسان په دې لټه کې شو چې ځانته اسانتـــیاوې برابرې کـړي چې په دغه اسانتــیاو کې یــو هم د اقتصاد او رسنۍ وده وه. اقتصاد او رسنۍ یو له بل ســـره پــــوره تـــړاو لري. رسنۍ د اقتصاد د پراختیا لاره ده او همدارنګه اقتصاد د رسنۍ د پراختیا لاره بلل کیږي.
رسنۍ د تفریحي، ښونیز، خبر رسونې او دعامه افکارو د مدیر ترڅنګ د هیواد د اقتصادي تبلیغاتو لارې چارې هم برابر کړي دي.
اقتصاد او رسنۍ
وړاندې تر دې چې د اقتصاد او رسنۍ د اغیزې او تړاو په اړه بحث وکړم، اړینه بولم تـــرڅو لوستونکې اقتصاد او رسنۍ په اړه لنډ معلومات ترلاسه کړي.
اقتصاد
اقتصاد د قصد له کلمې څخه اخیستل شوی دی، چې د اعتدال په مانـــا کارول کیږي . اقتصاد یعـــــنی در کموالی او زیادوالی ترمنځ اعتدال .
“اقتصاد یو داسې علم دی چې شتمني نوعیت و د هغی ټَولـــو قوانینو مطالعه ده چی د شتمنی به پیدا کیدو اود شتمنۍ په ویش کې اغیز لري”(۳۰:۳).
په ټوله بیا اقتصاد یو داســــــــــې علم دی چی د شتمنی سره اریکه لري. ایلي یوله اقتصاد پوهانو څخه د اقتصاد د علم په اړه وایي : اقتصاد د هغه علم تــــــــــه ویل کـــــیږي چــې د هـــغه اصول او ضوابط تر غور لاندې نیسي، کوم چې د شتمنۍ د لاسته رواړلــــو د لیږد د کړنو سره سروکـار لري (۲۷:۲).
که یو جامع تعــریف د اقتصاد په اړه ووایو اقتصاد هغه علم دی چي په محـــدود وســـایلو نامــــــحدودې غوښتنې پوره کول دي .
د اقتصاد د علم لمن پراخه ده . ځکه چي دغه علم د نورو ټولنیزو علومو سره هم تړاو لري. د ټولنـــــیزو علومو ترڅنک طبیعي علومو سره هم معامله ګني . د سارې په توګه سیاست، ریاضي او احصایه، اخلاق او ژورنالیزم.
رسنۍ
په مجموع کې رسنې (مطبوعات ) د ارتباط وسیله ده، چي خلک، دولت او مدني ټولنه په یو دموکراتیک حالت کې سره نښلوي او په پایله کې د ټولنیزو ستونزو حل راباسې . همداشان د ټولنیز پــــرمختک لپاره لاره هواروي.
رسنۍ د نړی د دمکراتیکو هیوادنو کې د څلورمې قوې په نوم هم استفاده کیږي او پــه دې خاطر چـــي خلکو ته یي د بیان د آزادی عملي ډګر خلاصه کړي ده، نو مدني ټولنه ورته په ډیر درنه سترګه ګوري. مطبوعات ټول هغه مسایل چي د ټولنې او خلکو ګټې پکښې خوندي وي؛ خپروي. رسنې او مطبوعات د انسانانو د ژوند د پرمختک په برخه کې دیر مهم دي .
رسنې بیلابیلې دندې ترسره کوي . ښوونه او روزنه، خبررسونې، تفریحي او تبلیغي رول چې تر نورو تبلیغي رول د اقتصاد سره ډیر تړاو لري. ځینې ژورنالیستان او د رسنۍ پوهانو خبر او ریپـــوړت ته د تجارتي اشیاوو په سترګه ګوري. لکه څنګه چې پوهیږو خبر هغه وخت ارزښت مومي، چې خپور شي. د خبرونو خپرول د اقتصاد د اشیا او تجارتي موادو سره تشبیه شوې ده. پــــــــیریدونکې اشیاء اخلي او همدارنګه د رسنیو مخاطبین خبر اوري، ګوري یا هم لولي چې په همدې اساس دواړو ته تجارتي توکي وایي.
په اقتصاد کې د رسنیو ارزښت
رسنۍ د هیواد دڅلورمې قوې په ټوګه له وړاندې څخه هم اړینه وده یې کړې ده. د مطبوعاتو، تلویزیون تر څنګ انترنت هم د انلاین ژورنالیزم په توګه کارونه لري . د نفوس زیاتوالۍ ، دبیلابیـلو ټولنیزو ډلو شتون، د ځانګړو شرایطو موجودیت، ځینې ملي او نړیوال اړتیاوې، بې امنۍ، سیاسي، اقتــــــصادي، کلتوري کړکیجونه، د پخوانیو دودنو خوشې کول او نور ورځنیو پیښو چې د یو چاپیریال خلکو اندېښه او فکر بدلولای شي چې خلک یې نور هم د هیواد په چارو کې بوخت کړل.
د پوتنۍ لاملونو پر بنسټ د رسنیو خبر رسونې، ښوونیزو، او تجزیه او ارزونې رول په ډاګه شوه. اوس د سرمایه لرونکې هم پام رسنيو ته اړولي دي.دوی د رسنیو د شهرت او محبوبیت له مخې ځانته تود بازار جوړه کړې دی. پخوا به هر هغه تجارتي مواد چې تولیدلې، خلک به یې اخیستل خو نن په هر هیواد کې د سوداګرو او سوداګریزو چارو په پرختیا سره د سوداګرو ترمنځ رقابت ډیر شــــــــوی دی، چې هر سوداګر د تکنالوژي د ودې سره رسنۍ د ټینګه مقام لرونکې دي، چې په مالي او اقتـــصادي پراخیتا سره مستقیم تړاو لري.
رسنۍ اقتصادي چارې د مخاطبینو یا پیرودنکو په لاس کې ورکوي. دا مخاطبین دي چې په آزاده تــــوګه ټاکنه وکړي. رسنۍ یوازط د اقتصادي محصولاتو اعلان خپروي. خو بشپړ اختیار د مخاطبــــــین په لاس کې ورکوي. د رسنیو مخاطبین د خپرونې ښې او بدې بڼې پوهیږي . همدارنګه د محصولاتو پر کــــیفیت هم پوره پوه دي.
د رســــنۍ لومړۍ رول د کار موندنې په برخه کې په سترګو کیږي. نړی اوس د لویه ستونزه ( بیکارۍ) سره مخامخ ده، چې ځـوانان یې تل ځورولي ده. کله چې رسنۍ رامنځته شوې ، دغه ستونزه ته یې تر یو حده د حل لارې چارې برابرې کړي. په اوسنۍ وخت کې د ورځـپانې اعلانونه سربیره په الیکترونیکو او آنلاین ژورنالیزم کې هم د کار موندنې خبرتیا خپریږي. دویم هم خـــــــــپله د رسنیو ادارو کې په سلګونو کارمندانو په کار بوخت دي. چې په دوی کې رسنیزې اقتصادې سلاکار، د هغو مرستیالانو چې د رسـنیو ټول اقتصادي چارې ( لکه مارکیټنګ، د تبلیغاتو د سمون مدیر، مالي مدیر، د بودیجې مدیر او نور) مـخ ته بیایي.
که د رسنیو خبرونو ته ځیر شو، نو وینو چې هره رسني په خبرونو کې اقصادي برخې لري، چې په هغو کې د هیواد اقتصادې پرمختیا اوضعفونه په ډاګه کیږي. د دغو رولونو ترڅـنګ، تبلیغي رول د رســـــنیو رول نور هم اړینه کړې ده.
تامس جفرسن د رسنۍ د تبلیغي رول په اړه وایي: رسنۍ دوې مهمې ډندې ترسره کوي. خبررسونې او د فرصت ایجادول چې د جفرسن د نظریې پربنسټ اعلانونه په رسنیویې که اړینې دي.
د زیات لګښت څخه ډډه هم د رسنیو له دندو څخه ده، چې خپلو مخاطبینو ته پوهاوي ورکوي. رســـــنۍ کولای شي عامه خلکو ته د لګښت په اړه معلومات ورکړي. د فرهنګ او کلتور لوړوالۍ د رســـــنیو له دندې څخه دي. رسنۍ کله چې یو پیغام خپروي، نو ټول عام خلک د هغه خبرې ته پام کوي، او نـــــورو فرهنګې چارو سربیره ان د کالي، ځای او ژبه د فرهنګ په سمبالولو کې اړین رول لوبوي.
دا هم شونې ده چې رسنۍ د نور هیوادنو فرهنګي هنجارونه زموږ هیواد ته انتقال کړي. د سارې په توګه کله چې رسنۍ د نورو هیوادنو ډرامې، فلمونه او خپرونې خپروي د ځوانانو په فکر کې د نوې انګیزې د ایجاد لارې چارې برابروي.
که تاسې د کالي د نندارتون خپرونې ګورئ، نو خواه مخوا به د هغه نندارتون د کالي ډولونه پر تاســـــې اغیز وکړي. ښایي تاسې د یاد محصولاتو څخه واخلئ. دغه خبره په تفریحي خپرونې، ډرامې او فلمــونو هم شونې ده. چې په مستقیمه توګه پردي فرهنګونه انتقالوي.
د رسنۍ ترټولو اړینه دنده عمومي افکارو مدیریت دی. لومړی باید په لنډه توګه د عمومي افــــکار په اړه بحث وکړو. عمومي افکار یعني عامه خلکو نظر د فکر او اندیښه چې په رسنۍ ډیر ارزښت مومي.
“د امریکې ولسمشر ایزنهار وایي: تر ټولو ستره جګړه عمومي فکر جګړه ده چې د خلکو د ذهــنونو نیونه کوي”( ۱۲۰:۱).
په پای کې ویلای شو چې رسنۍ یعنې ځلورم ځواک چې هم په اقتصاد کې اړینه بــرخه لــــري او هـم په نورو ټولنیزو چارو کې.
د افغانســـــتان د رسنیو په وړاندې پرتې ستونزې
زموږ هیواد دنورو ستونزو سره سره د رسنیو له ستونزو سره هم مل ده. د دغو ســــــتونزو په لړ کې د تاوتریخوالۍ منځ ته راوړل، فرهنګي او دودیزي ستونزې، د کم تجربه کار کوونکو استخدامول، د منفعل مخاطب منځته راوړل، د ښوونې په لار کې د خڼدونو جوړول، د کورنۍ سره د ځوانانو د اړیکې پـــرې کول او د ځینو غیر اسلامې خپرونو خپرول.
لکه څرنګه چې اوس د هیواد په ټولو ادارو کې اداري فساد شتون لري، رسنۍ هم د دې ســـتونزو څخه بې برخې نه ده پاتې. اداري فساد د هیواد درسنیو یوه ستونزه ده، چې د بیان د آزادۍ په وده کې خڼدونـه جوړوي. اداري فساد په ټولو رسنیو کې نه، بلکې د ګوتو شمیر رسنیو کې شتون لري.
د افغانستان رسنۍ د غربي رسنیو په تقلید سره ویرونکې او د تاوتریخوالې ډکې خپــــــــرونې، ډرامې او فلمونه خپروي. د دغو خپرونو اغیز په نیغه د ماشومانو په ژوند باندې دی. لکه څرنګه چې پوهیـــــږو د ماشومانو فکر د سپین کاغذ په څیر دي. هرڅه چې زده کړي، ډیر ژر یې په خپل ژوند کې پلي کوي. په یوه څیړنه کې ښکاري، هغه ماشومان چې تراژیدي او د تاوتریخوالې څخه ډک فلمونه ویني. څرګـــــــند شوی: کله چې د دغو ماشومانو څخه د فلم په هکله پوښتنه وکړو، نو دوی په فلم کې د جګړې، تراژیدي او د تاوتریخوالۍ کیسې کوي. د واقعي کیسې ترڅنګ خپل هغه ابهام چې د دوی په اند ښـــــه او په زړه پورې دي، بیانوي.
د رسنیو اغیزه نه یوازې په ماشومانو بلکې په ځوانانو او لویانو کې هم محسوسه ده. که یـــوې خبرې ته ځیر شو نو ویلای شوو چې خلک هغه څه مني چې د تلویزونونو، راډیوګانې، ورځپانواو نورو رســــنیو څخه څخه یې اوري، لولي یا هم ویني.
“د الفرد سوري په اند: رسنۍ خپل مخاطبان منفعل کوي یـا هـم مخاطبان د بیلابیلو خبرو منلو په پایله کې وروسته پاتې کیږي. او د دوی د انفعال او یا وروستوالۍ لامل هم دوی په خپله دي نه رسنۍ”(۲۴۸:۱).
د الفرد سوري د نظر په پام کې نیولو سره ویلای شو. چې رسنــــــــۍ په مستقیمه توګه په خلکو باندې اغیزه لري. د مخاطبانو دغـــه هــرکلـۍ د فرهنګـي، اسلامـــي، کورنـــي او ښوونیزو ستونزو لامل ګرځي.
د رسنیزو د ستونزو په لړ کې فرهنګی ستونزې رامنځته کول هم دي. د افغانــــستان رسنـــــــۍ د بهرني هیوادونو په تقلید ســـــــــره د هغوی خپرونې، چې زموږ د دین، فرهنګ او دودونو سره به ټکر کې دي، خپروي. د دغو خپور شوو خپرونو یوه لویه ستونزه هم د ځوانانو د خپرونو څخه تقلید دی، چې دوی هغه څه چې د رسنیو څخه اوري، ویني یا لولي بـــې لــــه کوم ځنډه یې خپل ژوند کې پلي کوي. انـــــترنت او تولنیزط رسنۍ چې تر نورو رسنیو یې ډیره وده کړې ده، د ځوانانو په ژوند باندې اغیزه لري. ټولنـــیزې رسنۍ څینې زیانونه هم لري لکه د ځوانانو د وخت ضایع کول او د دوی اړیکې د کورنۍ سره پرې کول دي. رسنۍ د ژوند دومره ډیر وخت نیولې دي، چې د کورنۍ ترمنځ هغه پخوانۍ میـــنه یې له منځه وړې ده.
پایـــــــله
افغانستان زموږ لرغونې هیواد دی او د بیلابیلو ستـــونزو د زغمولو وروسته د بیان د آزادی یومهم اړخ چې رسنۍ نومیږي، خاوند شو. رسنۍ او اقتصاد دواړې د یوې کوڅې دوې لارې دي. رسنـــــــــۍ بې له اقتصاد او اقتصاد بې له رسنۍ کوم ارزښت نلري. رسنۍ د ودې او پرمختګ لپاره اقتصاد ته او اقتصادي چارې د ودې او سمون لپاره رسنۍ ته اړ دي. افغانستان رسنۍ د مخاطب د زده کــړې، خــبر رســـونې ، تفریحي رول او د هیواد د وګرو لارښونه او رهبري ترڅنګ د وګړو په فکر کې د انګیزې منځته راوړل دنده هم ترسره کوي. په رسنیو کې تبلیغي رول په توګه اقتصادي چارې ســره تړاو لري.
په اوسنۍ شرایطو کې، افغانستان رسنۍ ځینې ســـــتونزې لري؛ لکه اقتــــصادي ستونـــزې، اداري فساد، تاوتریخوالۍ، د هیواد د وګړو ناسمه روزنه.
ددغو ستونزو د حل لاره لومړی له موږ سره بیا د حکومت سره ده. د خپرونو په لیدلو، اوریدلواو لوستلو کې باید خپل فرهنګي دودنو او دین ته پاملرنه وکړو. د انټرنت او ټولنیزو رسنیو څخه باید لږ او پر ځایه ګټه واخیستل شي. د حکومت د دندو څخه یو هم د رسنیو د ستونزو هوارول دي، چې دوی دغه ســتونزو ته تر ډیره بریده پاملرنه نه کوي.
منابع
۱-فانوس، میر عزیز احمد. (۱۳۹۵) ه. ش.ارتباط فردي ،همګاني، مفهومي. کابل: انتشارات رسالت.
۲-کندهاري، محمد ایوب. (۱۴۲۴) ه.ق اقتصادي نظریات. کابل: د صحاف خپریندویه تولنه.
۳- نیازي، محمد داوود. (۱۳۹۳) ل.ل اقتصاد پیژندنه. کابل: د افغانستان ملي تحریک فرهنګي څانګه.