لیکنه: الهام الله بابر
ښه حکومتوالي یا الکترونیکي حکومتوالي دوه څرګندې مرتبطې کلیمې دی چې هر یو یې ځانته جلا جلا سپړنه غواړي نو اړینه یې بولم چې لنډ څو ټکو کې یې څرګند کړم. ښه حکومتوالي اصطلاح چې دې وروستیو کې رامنځته او پرمختګ یې وکړ عبارت له هغو پروسو پریکړه او ددې پروسو پریکړو پایلو په وسیله مثبت بدلون رامنځته کول د ښې حکومتوالۍ په نامه بلل کیږي.
دغه راز الکترونیکي حکومتوالي نوموړې پروسو پریکړو ته نوې بسیط رنګ ورکوي او مرسته کوي چې ترڅو هره پروسه په چټکې سره ترسره او پایله یې تر اوسنې حکومتوالې په مراتبو ګټور وي. چې سبب د پرمختګ، د سرچینو څخه ګټور استفاده او ارام چاپیریال د ښاریانو دپاره رامنځته کوي.
نوې الکترونیکي تذکره ولې رامنځته شو؟
نوې الکترونیکي تذکرې موخه د حکومتي چارو او پروسو اغیزمنتیا، اغیزمنتوب او ړونتیا زیاتول د معلوماتي تکنالوجۍ په کارولو سره رامنځته کوي چې دغه پروسه په لاندې فرعي برخو ویشل کیږي.
- د ملي هویت تذکره
- د االکترونیکي دولتدارۍ سرچینې مرکز
- د خدمتونو لیږد او انډولتیا دپاره انټرنیټي پاڼې
- ملي هویت ثبت چټکتیا چې د ځمکې ملکیت، پیژند کارټونه، پاسپورتونه او نور جوازونه شامل دي
- د الکترونیکي کلي پراختیا
- د الکترونیکي دولتدارۍ پوستکالو پراختیا
- د معلوماتي ټکنالوجۍ روزنه او ډیجیټلي سواد زده کړې ښه کول
پورته توګه د نویو الکترونیکي تذکرو سهولتونه یا بنسټونه رامنځته کوي چې دا هر یو یې تخنیکي او تفصیلي لیکنو ته اړتیا لري چې انشاء الله راتلونکو لیکنو کې به یو په یو څرګند کړ شي.