د افغانستان د پوهنې دویم وزیر
لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
امیر عنایت الله خان د امیر حبیب الله خان زوی او د امیر امان الله خان مشر ورور او بارکزي مشرانو له کورنۍ څخه وو چې له۱۲۹۱څخه تر ۱۲۹۸ کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر تېر شوی دی او دا هغه وخت وو چې امیر حبیب الله خان د افغانستان پاچا وو. ښاغلی امیر عنایت الله د ۱۸۸۸ کال د اکتوبر په ۲۰ مه ( ۱۲۶۷ هجري لمریز) په کابل کې زیږېدلی او د ۱۹۴۶ کال د آګست په ۱۲ مه (۱۳۲۵ هجري لمریز) کال د ۵۸ کلنۍ په عمر په تهران کې وفات شوی دی.
امیر عنایت الله وروسته له هغه د لنډ وخت لپاره د افغانستان د پاچا په توګه دنده اجرا کړې ده چې کله امیر امان الله خان د حبیب الله کلکاني (سقاو زوی) له خوا له واک څخه لاس په سر او د کابل پرېښودلو ته مجبور شو. له همدې کبله امیر عنایت الله خان د څلورو ورځو لپاره د افغانستان پاچا وو چې د ۱۹۲۹ کال د جنورۍ د ۱۴ مې نېټې څخه د ۱۹۲۹ کال د جنورۍ تر ۱۷ مې نیټې پورې کېږي. وروسته له هغه چې د حبیب الله کلکاني ځواکونو د کابل ښار کلابند او امیر امان الله خان له کابل څخه ووت نو په لومړي سر کې امیر عنایت الله خان ښاغلي حبیب الله کلکاني ته جرګه ور واستوله څو د نوموړي د هغه واکمني و مني او له بغاوت څخه لاس واخلي خو کله چې کلکاني د نوموړي د امارت له منلو څخه ډه ډه وکړه نو وړاندیز یې ورته وکړ چې د شاهي کورنۍ غړو ته له کابل څخه په مصئونه توګه د وتلو اجازه ورکړي. له همدې کبله د شاهي کورنۍ ټول غړي په ۲ الوتکو کې له کابل څخه د تهران په لوري پرواز وکړ او امیر عنایت الله خان د خپل ژوند تر پایه په تهران کې پاتې شو.
د پوهنې حالت او لاسته راوړنې
د امیر حبیب الله دوره د افغانستان د پوهنې د نظام لپاره حیاتي دوره ګڼل کېږي او په همدې دوره کې د دې هېواد د عصري پوهنې بنسټ کېښودل شو او په لسګونو ښوونځي جوړ شول چې سلګونو زده کوونکو ته پکې د زده کړې زمینه برابره شوه. باید وویل شي چې په دې دوره کې د افغانستان پوهنیز پرمختګ یوازې د کابل تر ښار پورې محدود وو او ولایتونو ته یې وړانګې لا نه وې غزېدلې.
کله چې په ۱۲۹۸ هجري لمریز( ۱۹۱۹ مېلادي) کال د امیر حبیب الله خان واکمني پای ته و رسېده او او امیر امان الله خان د افغانستان پاچا شو، د افغانستان د پوهنې نظام په لاندې ډول وو:
په دې وخت کې د لېسو د زده کوونکو شمېر ۲۶۹ او د لومړنیو ښوونځیو د زده کوونکو شمېر ۷۰۰ تنو ته رسېده چې څو کاله وروسته نوموړې شمېره ۱۵۳۴ تنو ته و رسېده چې د ۵۵ تنو ښوونکو له خوا ورته تدریس کېده. د حبیبې د لیسې تر تشکیل وروسته د امیر حبیب الله خان په امر د افغانستان د حربیې ښوونځی تاسیس شو چې په هغه کې هم د زده کوونکو شمېر لومړی ۱۵۰ تنه وو چې وروسته دغه شمېر ۹۰۰ تنو ته لوړ شو. په ۱۲۸۹ کال په کابل کې د لومړي ځل لپاره یو باب دارالایتام تشکیل شو چې بې وزلو او یتیمو زده کوونکو ته یې د مجاني زده کړو خدمات وړاندې کول. همدارنګه په ۱۲۹۱ کال لومړنی دارالمعلمین په کابل کې تاسیس شو چې ۱۶۰ محصلین یې درلودل. په همدې دوره کې د دیني زده کړو لړۍ په غیر رسمي توګه د هېواد په جوماتونو او حجرو کې روانه وه چې د ملا امامانو له لوري به خپلو طالب العمانو ته درس ورکول کېده او په رسمي توګه کومې دیني مدرسې یا دارالعلوم شتونه نه درلود.