اوسمهاله پيسو تکامل کې د بانکنوټ اختراع او چلند خورا مهم پړاو دی. بانکنوټ د یوه کال یا لسیزې خبره نه بلکې پېړۍ-پېړۍ یې وخت ونیو او اوسنی حالت یې خپل کړ. وړاندې تر دې چې د بانکنوټ پر تکامل وغږېږو، ښه به وي چې د بانکنوټ پېژنده وکړو.
بانکنوټ موږ هر یو په ورځنیو راکړو-ورکړو کې کاروو او ټول ترې خبر یو. خو د بانکنوټ قانوني تعریف په دې ډول کولی شو: بانکنوټ ته نور نومونه هم کارول کېږي لکه بیل، کاغذې پیسې، پیسې، روپۍ، نوټ او نور. بانکنوټ د معاملې سند یا وسیله ده چې بانک چاپ کړې او چاپوونکي بانک یې ژمن دی چې د غوښتنې په وخت کې به یې ارزښت د نوټ خاوند ته ورکوي. مثلاً د پنځوس افغانیو پر بانک نوټ لیکل شوي:
د افغانستان بانک د دې سند لرونکي ته وعده ورکوي چې د غوښتنې په وخت کې پنځوس افغانۍ ورکړي.
پورتنۍ جمله د افغانستان بانک رسمي ژمنه ده چې د پخلي په پار پرې د مالیې وزیر او د بانک د ټولو رئیس لاسلیک کړی. د ژمنې دا الفاظ تقریباً پر ټولو بانکنوټو کټ-مټ شتون لري خو البته لاسلیک توپیر کوي: د ماليې وزیر، د مرکزي بانک رئيس، د خزانې مشر او د هیواد نور مالي او سیاسي مسئول چارواکي پرې لاسلیک کولی شي.
تر بانکنوټ وړاندې، سکې کارول کېدې. وروسته یو لړ داسې لاملونه موجود شول چې بشري ټولنې د کاغذي نوټونو چاپ ته مخه کړه او دې چارې ته یې پراختیا ورکړه. مثلاً سکو وزن درلود. لرغوني چین کې سوداګرۍ ښه وده کړې وه. د دې هیواد سکه هم دایروي وه چې په منځ کې یې مثلث ډوله سوری درلود. سوداګرو او عام خلکو به دا سکې په یو کلک مزې پېیلې او ساتلې. وروسته هغه سوداګر چې زیاتې سکې یې جمع کړې وې، متوجه شول چې له یوې خوا د سکو وزن خورا زیات دی او ځای نیسي او له بلې خوا یې لیږد-رالېږد کې ستونزې دي او خوندې ساتل یې هم لویه خبره ده. ځکه پر لاره به ډېری وخت غله پېښېدل او سکې به یې له ځان سره وړې. همدا لامل ؤ چې سوداګرو نه غوښتل مسي سکې له ځان سره وساتي او ورسره یې له یوه ځایه بل ته ولېږدوي. د زیات شمېر سکو ساتلو ستونزه دا وه چې زیات ځای به یې نیو او په کور کې ساتل یې له ویرې خالي نه ؤ ځکه غلو کولی شوای له ټولو یې په یو وار خلاص کړی وای.
د حل لارې په توګه، سوداګرو خپلې مالومه اندازه سکې له کوم مالوم کس سره امانت ساتلې. د همداسې کس دنده به کټ-مټ د اوسني بانک په څېر د نورو د امانت سکو خوندي ساتل او د اړتیا په وخت بیرته خاوند ته سپارل ؤ. همداسې یو کس به نو د سکو خوندي کولو خپل ترتیبات نیولي ؤ. که به احیاناً له ده څخه سکې ورکېدې یا به غله ترې وړې، بیا به هم دی ژمن ؤ د سکو خاوندانو ته به یې خپلې اندازه سکې د غوښتنې په وخت ورکولې. دې کسانو ته goldsmith یا زموږ په اصطلاح زرګر ویل کېده. زرګر ته به چې سوداګر او نورو عام خلګو سکې وسپارلې، ده به یو کاغذ (رسید) ورکړ. په هغه کاغذ به د سکو د خاوند نوم او د سکو اندازه په لاس ولیکله شوه او زرګر به ضمانت وکړ چې د غوښتنې په وخت بیرته همدمره سکې خاوند ته سپارلې کېږي. ګټه یې دا وه چې نه یواځې اوس خلګ د سکو له وزن څخه خلاص شول بلکې له غلو هم خوندي شول. ځکه پرته له ذکر شوي نوم څخه بل چا رسید نه شوای په سکو بدلولی نو غلا کول یې هم بې ګټې کار ؤ. دې چارې د کاغذې رسیدونو او نوټونو چلند ته لاره هواره کړه. د کاغذي نوټونو لومړنی چاپ لرغوني چین کې شوی. په ۱۱۸ قبل المیلاد کې، د لرغوني چین هان سلطنت کې لومړنی ژمن لیک (رسید) جوړ شو چې خاوند ته یې د غوښتنې په وخت د مالوم اندازه سکو سپارلو ژمنه شوې وه.
خو د هغه ژمنپاڼې (رسید) چلند زیات نه شو. ډېر زیات وخت وروسته، په اوومه میلادي پېړۍ کې، بیا هم په چین هیواد کې د ټانک او سانک سلطنتیو لومړنی بانکنوټ چاپ کړی دی. د یان پاچاهي په مهال مغولي امپراطورۍ د بانکنوټ چلند ته پراختیا ورکړه. په دې توګه، د بانکوټ د لومړني چاپ او چلند ویاړ چین لري. په دیارلسمه میلادي پېړۍ کې اروپا له بانکنوټ څخه مارکوپولو خبره کړه. ده په خپل کتاب ( د مارکو پولو سفرونه) کې د چین د بانکنوټ په اړه ولیکل او اروپا یې له دې چارې خبره کړه. خو بیا هم اروپا کې د لومړني بانکنوټ چاپ په ۱۶۶۱ کال سویډن کې وشو. په اتلسمه پېړۍ کې ناپیلیون د بانکنوټونو چاپ ته مخه کړه او بیا ټولې اروپا د بانکنوټونو چلند سره بلده شوه.
خو بیا هم د هغه وخت د بانکنوټ او اوسني بانکنوټ تر منځ ځمکه-اسمان توپير دی. هماغه مهال بانکنوت محض یو ژمنپاڼه (رسید) ؤ. بانک یا زرګر به پرې ژمنه کړې وه چې خاوند ته یې د غوښتنې په وخت همدومره سکې سپاري. یانې کاغذي رسید به خلکو د اسانتیا په پار ورسره ساته خو چې کله به یې سکې په کار شوې، رسید به یې د رسید ورکوونکي ته ورکړ او هغه به پرې لیکل شوې سکې ورکړې. په بله وینا، په راکړو-ورکړو کې لا هم سکې کارول کېدې خو د سکو ساتلو لپاره کاغذي نوټونه (رسیدونه) اغېزناکه لاره وه. دا چې ولې معاملاتو کې همدا کاغذي رسیدونه نه کارول کېدل، لامل یې دا ؤ چې پر رسید به د کس نوم هم لیکل شوی ؤ. مثلاً داسې:
سویس کولډ سمیت ښاغلي احمد ته وعده ورکوي چې د غوښتنې په وخت پنځه سوه سکې ورکړې.
اوس که احمد دا رسید محمود ته ورکړی وای، له محمود څخه بیا سویس کولډ سمیت نه اخیست.
په چین کې د کاغذي ژمن پانو (رسیدونو) چاپ ډېرو خصوصي ادارو کاوه چې وروسته بیا مرکزي دولت د دې رسیدونو انحصار خپل کړ. د دولتي بانکونو هرې څانګې ته چې به د رسید خاوند لاړ، هلته به یې ټاکلې اندازه سکې ترلاسه کولی شوای. خو یوه بله ستونزه وه. ان چین کې د رسیدونو چلند په ټوله امپراتورۍ که نه بلکې ځینې برخو کې یې ؤ. بیا چې کله ټولو برخو ته خپور شو، نو چې رسید به مثلا د امپراتورۍ د شمالي بانک څانګې کس ته ورکړی ؤ، که به چېرې کس د چین مرکز ته لاړ، هلته به د همدې بانک مرکزي څانګې په اصلي ارزښت نه ترې اخیست بلکې تر مالومې کچې به یې لږې سکې ورکولې.
په هر حال، د اوسمهاله بانکنوټونو د منځته راتګ لپاره اساس همدلته کېښودل شو. خو بیا هم د هغه مهال رسید (ژمنپاڼه) او اوسمهاله بانکنوټ خور زیات توپیر لري. پر اوسمهاله بانکنوټ به په بله لیکنه کې ان شاء الله خبرې وکړو. یاد ساتئ چې بانکنوټ له کرنسۍ سره مه ګډوئ. کرنسي/پیسې تر بانکنوټ لوی مفهوم لري. بانکنوټ هم کرنسي ده خو کرنسي کې بیا مثلا سکې او بلا نورې وسیلې هم داخلېږي. په توپیر د پوهېدو لپاره دا لینک کلیک کړئ:
پیسې/کرنسي څومره پېژنئ
[review]