لیکنه: صفي الله حسن زی
بریالی مدیر هغه څوک دی چه خپله دنده په پوره توګه او له هر لوري پیژني، کارکوونکو ته د کارونو د اجرا کولو طریقه ښایي، کارونه په دقیقه توګه ارزیابي کوي، د کارکونکو د پرمختګ لپاره ډيرې هلې ځلې کوي، په ګمارنه (استخدام )کې تکړه او بااستعداده اشخاص غوره کوي، د کارونو په ویشلو کې عادل وي.
ددې سربیره بریالې مدیران لاندې ځانګړتیاوې لري.
» ریښتونی او صادق وي.
» کار په زړورتیا سره پیل کوي.
» د وړاندوینې وړتیا لري.
» د زیاتې حوصلی څښتن وي.
» له غوره منابعو څخه ګټه اخلي.
» پرمختګ کوونکی وي.
» د دوه ډوله تخصص درلودونکی وي.
اول : د نوي عصر له ټولو مدیریتي علوموسره اشنایي لري.
دوهم : د لاس لاندې خلکو د فعالیتونو اړوند تخصص لري.
» په کاري ځای کي لمسونه او پارونه له منځه وړي.
» د بشري سرچینو څخه په درست ډول ګټه پورته کوي.
» د بازار موندنې برنامه لري.
» تل عدالت ، قدرداني او مساوات رعایت کوي.
» ناوړ (نامناسب) کسان لرې کوي.
» نیوکه مننونکی وي.
» لس سلنه عاید د خپل ځان د پرمختګ لپاره ځانګړی کوي.
» په تصمیم نیونه کی قاطع وي.
که چیرې غواړی بریالی مدیر شی د پورتنیو ځانګړتیاوو تر څنګ لاندي کړنې او ټکي هم په نظر کې ونیسئ.
اول : د کارونو د سرته رسولو لپاره په ځانګړې لاره باندې تاکیدمه کوی ځکه کیدای شی څوک مو له نږدې او موثره لارو خپلو موخو ته ورسوي.
دوهم : خپله پوهه او تجربه مو له نورو سره شریکه کړئ ځکه موخو ته د رسیدو لپاره غوره لاره د پوهې او تجربې شریکول دي.
دریم : د رقابتي فضا د رامنځ ته کیدو لپاره تر ډیرې اندازې هڅه او کوښښ وکړئ.
څلورم : د کارکوونکو د پوهاوي لوړتیا لپاره له مختلفو پوهنیز میتودونو څخه ګټه واخلئ تر څو د کارکونکو پوهاوی مو لوړ شي.
پنځم : په مشوره او نظر غوښته کې د ځوانانو او مدني فعالینو څخه ګټه پورته کړئ.
شپږم : د سټنډرډنو مراعات کول په کاري ساحه کې د کارکونکو لپاره موثر تمامیږي نو د سټنډرډونو مراعات کول په نظر کې ونیسئ.
مأخذونه
TQM (درد، پوهیالی عبدالرحمن)
د ایران پوهنتون اقتصاد پوهنځی د استاد (مصطفی قلندري ) نشر شوی مقاله.
You also might be interested in
لیکنه: صفي الله حسن زی پوهنتونونه د هرې ټولنې لپاره علمي،[...]
ژباړه: صفي الله حسن زی دوهمه برخه 31) په هر[...]
ليکنه: صفي الله حسن زی توماس کورلي د (Rich habits)[...]