ليکنه: بشير باران
بوډۍ د خپلو دریو زامنو سره خپل کمکی زوی چې لږ لېونچک هم و تیار کړ چې بازار ته یې بوځي. دوی د ټایرونو دوکان درلود چې د ارګون د جامع جومات ته څېرمه و.
روژه او ګرمي وه، اختر ته هم کمې شپې وې نو په واټ ښه بېروبار هم و؛ بس د خدای کړه وو او د بنده ورته کاته وو. دا وخت د روژې د اوولسمې لس بجې راورسېدې؛ هغه لس بجې چې د انسانیت په کرغېړنه جامه کې یو ځانمرګی راغی د بې وسه او بې ګناه مسلمانانو تر مینځ یې ځان والوزاو چې په ساعت کې همدا د لسو بجو ستنه تر ډېره ورته غرقه او حیرانه وه.
درز شو، همدا واټ تر خپل اخري حده په بله واوښت، په لحظه کې حالات په بله بڼه شول دوکانونه په کنډوالو واوښتل، انسانان په خورو ورو او شیندلو اندامونو ووېشل شول، د خلکو رش او شور په کریغو او های و هی بدل شول، ځینې حالتونه چې قلم یې طرز بیان ته عاجز وي همغسې حالات جوړ شول.
د دهماکې درز بسته ولسوالۍ ولړزوله د ګرده خلکو زړونه تر خولې راغلي و هر چا به د ځای او مړو پوښتنه کوله بوډۍ هم له کوره د سرک سر ته په منډه وه، ټیکری یې پسې څخېده، ځای ځای به یې زړه ودرېد په ځیګو لاسونو به یې ځان تکیه کړستړې ولیې به یې دیواله ته ورکړې او ساه به یې جوړه کړه.
سرک ته ورسېده، پر لاره تېرېدونکی یو موټر یې ودراؤ او په لړزانده غږ یې پوښتنه وکړه چې دا څه کیسه وشوه؟ لاروي د پېښې په اړه ورته وویل چې د بازار له جومات سره دماکه شوې. د بوډۍ د زړه درزا لا چټکه شوه ساه یې بنده بنده کېده بېرته کاله ته په منډه شوه او په جاینماز یې رب ته د خپلو بچو د سرونو د سلامتیا سوالونه شروع کړل بوډۍ لا په جاینماز وه چې کاله ته دوه کسان رادننه شول او د دلاسې په پار یې ورته وویل چې د رب امر ومنه دا خبره لا ختمه نه وه چې کور ته یې د څو چټو ځوانانو په اوږود مشر زوی جنازه راننوته بوډۍ اماده نه وه چې دا هر څه ومني همداسې هکه پکه شخې سترګې پخپل جاینماز کې پاته وه ، د کلي ښځې به ورته بار بار راتلې چې دا ماتم دې زړه ته مه اچوه یو څه ووایه! وژاړه!
خو بوډۍ د سر په سترګو یوه اوښکه قدرې توی نکړه مازیګر شو چې خاوند یې بوډۍ تر اوږو ونیوه او د هدېرې په لور یې رهي کړه هلته یې دری نورې جنازې هم ایښې وې خاوند یې چې له هر څه واقف و مېرمن یې نیمکښه سترګې غلې ورپورته کړې او په ترېدلي اواز یې خوله په دې پوښتنې وازه کړه چې ټول بچي مې دي؟!
خاوند یې په ژړا ورته وویل چې بلې! د خدای امر دی خو بوډۍ لا هم غلې وه د زامنو مخونه یې وکتل او د هدېرې دیوال ته یې ډډه ووهله خاوند یې ورغی او ورته کړه یې چې ولې نه ژاړې؟!
بوډۍ له ځانه سره دا خبره د شونډو لاندې څو ځله تکرار کړه چې کاش هغه وړوکی لېونچک زوی خو مې راپاتې وای.
کاش هغه ما بازار ته نه وای لېږلای نو اوس به مې حداقل یو زوی ژوندی وای!
او کاش…….
د جنازې د مراسمو له خلاصېدو پسته خلک روژه ماتي ته لاړل بوډۍ هم په اوبو روژه ماته کړه وروسته بیا تر ډېره همغسې خاموشه او کریابه ناسته وه که څه هم د کلي مېرمنو وس پرې وکړ چې بوډۍ وژړوي خو د بوډۍ له خولې سپڼ لا نه راووت. شپه پشلمي خواته په منډه وه په پشلمي کې بوډۍ د عادت سره سم ناګهانه او غیر ارادي راپورته شوه د مشر زوی خونې ته ودرېده او غږ یې کړ چې احمده پاڅه چې پشلمی دی. یو ناڅاپه یې خپل برخلیک ته پام شو او همغه کړیکه چې یوه مور یې د څلورو ځوانو زامنو د خوړلو وروسته د ډیر وخت لپاره ساتي تر خولې راووته او د کلي میرمنو پخپل مینځ کې سره وبوږنیدې چې…
بوډۍ وژړل…!
(د ۱۳۹۳کال د روژې اوولسمه د سحر لس بجې)
پای