ژباړه: فیصل جلالي
بیع الوفا یو له هغو څلورو بیعو څخه ده چې د ربا (سود) شبهه په کې ده، اکثره خلک ترې زموږ په ټولنه کې استفاده کوي. خو د ډیرو علماوو په نظر بیع الوفاء د ربا لپاره چل جوړول دي. ځینې فقها بیع الوفا جایز ګڼي او د رهن له جملې یې شمیري.
د بیع الوفا تعریف فقهاوو داسې کړی: هغه بیع ته ویل کيږي چې پلورونکې په پیرودونکې دا شرط ولګوي چې کله مې درته پیسې بیرته درکړي نو ماته به خپل مال راکوې.
د مثال په ډول: احمد د موټرو بارګن لري، محمود راځي له احمد نه یو موټر پلوري احمد پر محمود موټر په دې شرط پلوري چې که کله هم ما بیرته درته پیسې درکړې نو زما موټر به راکوې. نو ځکه ورته بیع الوفاء وایې چې مشتري(پیرودونکی) په شوي عهد باندې وفا کوي او اخیستل شوی شی بیرته خپل مالک ته سپاري.
دې بیعې ته مالکیان ٌبیع الثنیا ٌ وايې، شافعیان ورته بیع العهدة. حنابله ورته بیع الامانة، بیع الطاعة، بیع الجائز. او د بعضو احنافو په کتابونو کې ورته د بیع المعامله لفظ ذکر کړی.
د بیع الوفاء حکم:
فقهاوو د بیع الوفا په حکم کې اختلاف دی، ځیني یې جایز ګڼي او ځیني نور بیا جواز نه ورکوي. کوم چې یې جایز ګڼې هغه له پورتني تعریف سره خلاف دي نو هغوي بیع الوفا په څو شرایطو مقید کوي.
مالکيان او حنابله او پخواني د احنافو او شافعیانو په نظر بیع الوفا، فاسده بیعه ده. ځکه چې پیرونکې په کې فاسد شرط لګوي او ورته وايې چې کله مې پیسې درته درکړې نو ماته به مې مال راکړې، دا شرط فاسد شرط دې او بیع له حکم سره په ټکر کې دی، او احناف دا هم وایې چې کوم بیعه کې فاسد شرط وي هغه بیعه فاسده ده.
ځینې متاخرین د احنافو او شافعيانو بیع الوفا جایزه ګڼي او په ځینو احکامو او شرایطو پورې مقیده کړۍ، لکه پیرودونکې کولای شي چې له اخیستل شوي مال څخه استفاده وکړي. دلیل یې دا دې چې په دې بیعه سره خلک کولای شي چې ځان له ربا نه وساتي او خپل ضرورتونه رفعه کړي.
ابو شجاع، علي السغدي او قاضي ابو حسن الماتریدي د احنافو په دې نظر دي چې بیعه الوفا چې ده رهن (ګرو) دی، بیعه نه ده، او ټول احکام او شروط یې د رهن دی او مرتهن نه شي کولای چې بغیر د راهن له اجازې ترې استفاده وکړي. او که چیرته ترې استفاده کوي نو ګټه به یې اصلي مالک ته ورکوي.
پورته مو د علماوو نظرونه وڅیړل، ځینو يې بیع الوفا جایز او ځینو نورو یې ناجایزه کړی وه، خو بیا هم ښه دا ده چې په کوم کار کې د ربا وړه شبهه هم وي ځان ترې وساتو. عن ابن مسعود رض عن النبي صلی الله علیه وسلم قال: الربا ثلاثة وسبعون بابا. (ایسرها ان ینکخ الرجل امه).