حسیب الرحمن نورمل د فضل الرحمن زوی، د ورګو ولایت، د چک ولسوالۍ د عربانو درې په کوډۍ کلي کې په ۱۳۷۰ لمریز کال کې زېږدلی دی.
نورمل د الف بې د زده کړې لپاره د کلي د جومات ملا ته ناست دی، خو لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د عربانو په عالي لېسه کې کړې دي.
د ښونځي تر فراغت وروسته یې د دوو کلونو لپاره په کابل کې د سید جمال الدین په دارالمعلمین په پښتو څانګه کړې زدکړې وکړې. اوس په کابل کې له سپوږمۍ راډیو سره د ( تخنیک) په څانګه کې او ور سره د چین نړیوالې راډیو سره د ژورنالېست په توګه دنده تر سره کوي. نور مل د دې لپاره، چې خپلې لوړې زده کړې هم بشپړې کړي اوس په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د حقوقو د پوهنځي د درېیم کال محصل دی.
د حسیب الرحمان نور مل تر اوسه دوه اثار «وېښوونکې خبرې(د نړۍ د پوهانو خبرې)» او «سمندر په لپه کې(د ګل پاچا الفت د افکارو غورچاڼ)» چاپ شوي دي.
You also might be interested in
حسیب الرحمن نورمل مثبت فکر کول ښه خبره ده، مثبت[...]
ژباړن: حسیب الرحمن نورمل د انسان خوی او غوښتنې ډير[...]
راټولونه او ترتیب: حسیب الرحمن نورمل • څوک وايي چې[...]