ژباړن: کامران منګل
يؤ لرغونی بودتون (بتخاتا) وۀ، چې د بام پر سر یې څو کونترو د خؤښۍ ژؤند تېراوۀ.
یوه ورځ د بودتون کلنۍ مېلې لپاره د بوتدون نوې رغؤنې چارې پیل شوې او دا کونترې دې ته اړې شوې، چې بل ځای ته وکوچېږي. پۀ پای کې یې د استوګنې لپاره یوه کلیسا ومونده، کومه چې له هغه بودتون ډېره لرې نۀ وه.
هغو کونترو، چې له مخکې نه پۀ دغه کلیسا کې اوسېدې، دې نؤیو کونترو ته پۀ خپل استوګنځي کې ښۀ ځای ورکړ.
د کرسمس (د عیساویانو اختر) راتلونکی وۀ او دا کلیسا د بیا رغونې نؤښت پۀ حال کې وه.
واړه مېشتې کونترې دې ته اړېستل شوې، چې له دې ځایه کډه وکړي او بل ځای ځان ته ومومي.
دوی نېکمرغه وې او خواوشا یې پۀ يؤ جومات کې ځای پیدا کړ او د جومات کونترو ورته دروند هرکلی وکړ.
کله چې د روژې میاشت پیل شوه، نو جومات ته نؤی رنګ ورکړل شو او ټولې کونترې یؤځای هماغه مخېکني لرغوني بودتون ته والؤتې.
یوه ورځ پۀ بازار کې د ځینو ځايي خلکو تر منځ شخړې رامنځته شوې او ټولو کونترو یې ننداره کؤله.
دغه مهال یوې کوچنۍ کونترې له خپلې مور وپوښتل، چې دا خلک څوک دي.
مور یې ورته وؤیل، چې دا انسانان دي.
کوچنۍ کونترې بیا وپوښتل، چې نو ولې له يؤ بل سره جنګونه کوي.
مور یې ځواب ورکړ، چې هغه خلک، چې بودتون پر لور روان دي، هندوان دي، هغه چې کلیسې ته ورروان دي، عیساویان دي او هغه چې جومات ورروان دي، مسلمانان دي.
کوچنۍ کونترې وپوښتل، چې نو ولې بیا موږ ته کونترې ویل کېدې، کله چې بودتون، کلیسا او جومات کې وو؟ همدارنګه باید دوی ته انسانان وؤیل شي، هر چېرې چې ځي.
مور یې ورته وؤیل، چې دې او هغې او نورو کونترو سم خدای مالوم کړی، نو ځکه پۀ داسې لؤړو ځايونو کې سولییز ژؤند تېروي. مور بې زیاته کړه، چې دغه خلک لا د خدای لار نۀ ده جؤته کړې، نو له همدې کبله دوی تر موږ لاندې ژؤند کوي او له يؤ بل سره جګړه کوي او يؤ بل سره وژني.