خيبر اميري ۲۲ کاله وړاندې په بلخ ولایت، بلخ ولسوالۍ کې زږېدلی دی.
په اقتصاد کې له دوه کلنو زدکړو وروسته اوس د حقوقو پوهنځي کې د ادارې او دیپلوماسي څانګه لولي.
د ولس په علمي وښتابه کې په علمي، ښوونیزو لیکنو او ژباړو په مټ فعاله ونډه اخلي. لومړيتوب کې یې ښکلې لیکنې لوستلای شئ.
د ۱۳۸۸ لمریز کال راهېسي مو په بلخ کې د فرهنګي هستيو د روزنو او ځوانانو ته هېوادنۍ مينې شعور ورکونې لپاره ځېني بهیرونه او پښتو خپرونو بنسټونه اېښي او روان کړي دي.
(( لټون ))له شمال خپريدونکې پوهنيزه فرهنګي سياسي او ټولنيزه مهالنۍ مجله ده چې تر دي دمه ۳ ګنې چاپ شوي دي، چې مسوول مدير او د امتیاز څښتن يې زه پخپله يم.
د یادوني وړ ده تر اوسه کومه رسمي دنده نه لرم.
[/quote]