ژباړه : عطا محمد میاخېل
جرالدین لورې ! له تا څخه لرې یم، خو ستا انځور مې له سترګو څخه د یوې شېبې له پاره هم نه لرې کېږي، چېرته یې ؟ په پاریس کې د تیاتر د ښکلې مرکزي صحنې پرمخ . په دې باندې پوهېږم او داسې ده چې د شپې په دې سکوت او چوپتیا کې ستا د قدمونو غږ اورم . اورېدلي مې دي، چې په دې ښکلې ننداره کې ستا رول د هغې ښکلې او حاکمې نجلۍ رول دی، کومه چې د خان تاتار اسیره شوې ده .
جر الدین ! د ستورې په رول کې اوسه، خو که چېرې د نندارچیانو له لوري د ستاینې چیغې او د ګلانو خوشالي را پارونکې خوشبویي درلېږل شوې وي، تا ته یې د هوښیارۍ موقع درکړه، کېنه او زما لیک ولوله … زه ستا پلار یم . نن ستا وار دی، چې خپل هنر نندارې ته وړاندې کړې او د ویاړ لوړ پوړیو ته ورسېږې . نن ستا وار دی، چې د نندارچیانو د چکچکو غږ دې د آسمان په لوري بوځي؛ آسمان ته لاړه شه، خو کله ناکله ځمکې ته هم راستنېږه او د خلکو ژوند وګوره؛ د هغو کسانو ژوند چې په وږې خېټه، په داسې حال کې چې پښې یې له ډېرې بېوزلۍ رېږدي، خپل هنر نندارې ته وړاندې کوي، زه خپله هم یو له دغو کسانو څخه وم .
جرالدین لورې ! ته ما سم نه پېژنې، په تېرو شپو کې مې تاته ډېرې کیسې وکړې، خو د خپلو اندېښنو په اړه مې هېڅ درته ونه ویل، هغه هم یوه اورېدونکې کیسه ده، د هغه مسخره کیسه چې د لندن په ډېرو ټیټو صحنو کې سندرې وایي او خیرات اخلي . دا زما کیسه ده . ما د لوږې خوند څکلی دی، ما ډېر کړاوونه زغملي دي، او له دې پورته د هغه مسخره د حقارت او بېوزلۍ دوره، چې په زړه کې یې د غرور سمندر څپي وهي، مګر ما د هغه لاروي د خیرات روپۍ، چې غرور یې نه کوچنی کوي هم احساس کړی دی . له دې هرڅه سره ـــ سره ژوندی یم او د ژوندیو په اړه نباید خبرې وکړم، ترڅو چې مړه شوي نه وي . زما کیسه په کار نه راځي، باید له تا څخه خبرې وکړم، ستا په نوم پسې زما نوم دی .
جر الدین لورې ! په هغه نړۍ کې چې ته ژوند کوې د هنر او موسیقۍ نړۍ ده، نیمه شپه هغه مهال چې د تیاتر له ښکلي صالون څخه را بهر کېږې، هغه شتمن ستایونکي هېر کړه، مګر د هغه ټکسي چلوونکي د حال پوښتنه وکړه، کوم چې تا کور ته رسوي؛ د مېرمنې د حال پوښتنه یې وکړه او که چېرې امیندواره وه او د ماشوم له پاره د جامو اخیستلو پیسې یې نه درلودې، نو په پټه توګه یوه اندازه پیسې یې په جیب کې کېږده، په پاریس کې مې خپل استازي ته ویلي دي، چې ستا د دا ډول مصارفو لګښت پرته له کومې خبرې ورکړي، مګر د نورو لګښتونو له پاره باید پیسې ورکړې .
جر الدین لورې ! کله نا کله له مټرو او ملي بس سره په ښار کې وګرځه، خلکو ته وګوره، کونډې او یتیمان وپېژنه او لږ تر لږه په ورځ کې یو ځل ووایه : زه هم له هغوی څخه یم . په رښتیا چې ته یوه له هغوی څخه یې، مخکې تردې چې هنر انسان ته د لرې الوتلو دوه وزرونه ورکړي، تر ډېره د هغه دواړه پښې ماتوي، کله چې هغه پړاو ته ورسېدې، چې ځان له خپلو نندارچیانو څخه غوره وګڼې، نو په هماغه شېبه تیاتر پرېږده او په ټکسي کې د پاریس ښار ته ځان ورسوه . زه هغه ځای ښه پېژنم، په هغه ځای کې به د ځان په څېر ډېر ادا کاران ووینې، چې پېړۍ مخکې له تا څخه ښکلي، له تا څخه چالاکه او له تا څخه ښه او مغرور هنر نندارې ته وړاندې کوي، مګر په هغه ځای کې د تیاتر پیاوړي، خوځنده او رنګارنګ رڼاوې نه شته، د تیارو له منځه وړونکې یوازې د سپوږمۍ رڼا ده . وګوره ! آیا له تا څخه غوره هنر نندارې ته نه وړاندې کوي ؟ اعتراف وکړه . لورې ! تل داسې یو څوک شته، چې له تا څخه غوره هنر نندارې ته وړاندې کړي او په دې باندې پوه شه، چې د چارلي چاپلین په کورنۍ کې هیڅوک دومره بې ادبه نه و، چې د سن د سیند غاړې سوالګر او یا د پاریس یوه بېوزله هنرمند ته یې ښکنځلې کړې وي .
جر الدین لورې ! تا ته مې سپین چک در واستاوه، هرڅه دې چې زړه غواړې وا یې خله او مصرف یې کړه، مګر هر کله دې چې وغوښتل دوه فرانکه مصرف کړې، نو له ځان سره ووایه چې درېیم فرانک یې زما نه دی، دا د هغه ورک نومي مال دی، چې نن شپه یوه فرانک ته اړتیا لري، لټه اړینه نه ده، که چېرې وغواړي، نو دا ورک نومی اړمن په هر ځای کې موندلی شې . دا چې تاته د پیسو په اړه خبرې کووم، د دې له پاره نه ده، چې د پیسو د دوکې او افسوس له ځواک څخه ښه خبر یم .
کله چې د سرکس لوبه ننداره کووم، نو هره شېبه په نرۍ او رېږدېدونکې رسۍ باندې تلونکو کسانو ته خواشینی یم، مګر لورې دا حقیقت باید ووایم، چې د رسۍ پرمخ د نا استواره خلکو په پرتله د ځمکې پرمخ استوار خلک ډېر را غورېږي . جر الدین لورې ! پلار دې له تا سره خبرې کوي، کېدای شي کومه شپه د نړۍ تر ټولو ګران بیه الماسو ځلا تا دوکه کړي، دا نو هغه شپه ده، چې یاد الماس د نا استواره رسۍ په څېر ستا د پښو لاندې به وي او ستا را پرځېدل حتمي دي . هغه ورځ چې د یوه کوڅه ډب اشرف زاده ښکلې څېره تا دوکه کړي، نو دا هغه ورځ ده، چې یو بې تجربه شخص د سرکس لوبه کوي او هغه کسان چې د سرکس په لوبه کې تجربه نه لري، تل را غورځېږي، له دې امله په طلا او سینګار باندې زړه مه تړه . د نړۍ تر ټولو ستر الماس لمر دی، چې له ښه مرغه د ټولو په غاړو باندې ځلېږي، مګر که کومه ورځ دې لمر ته ورته سړي باندې زړه وتاړه، نو له هغه سره یو زړې اوسه او له هغه سره رښتینې مینه وکړه، مینه او یو زړه توب دې دنده وګڼه . ستا مور ته مې ویلي، چې په دې اړه درته یو لیک ولیکي، تر ما ډېره هغه د مینې په مانا ښه پوهېږي .
لورې ! په دې نړۍ کې هېڅوک او هېڅ شی نه شو موندلای، چې د هغه له پاره دې یوه نجلۍ خپل نوکان لوڅ کړي . بربنډتوب زموږ د عصر ناروغۍ ده . زما په اند ستا بدن باید د هغه چا مال وي، چې خپل روح یې تاته لوڅ کړی دی . جر الدین لورې ! تاته ډېرې خبرې لرم، مګر بل وخت ته یې پرېږدم او په دې پیغام مې لیک پای ته رسوم :
ـــ انسان اوسه پاک زړی او یو زړی، خیرات اخیستل، په بېوزلۍ کې مړه کېدل زر ځله له ټیټ او بې مینې اوسېدلو څخه غوره دي .