ليکنه: محمد باسط (امرخیل)
May 25, 2015
اسلامي او غیراسلامي اقتصادي سیستمونه یو له بل سره توپیرلري چې مهم یي په لاندې ډول دي:
اسلامي اقتصاد داسلامي دین او ژوند لپاره د اسلامي دود لاري یوه برخه ده او نور اقتصادي سیستمونه د انسانانو پر نظریو او قوانینو ولاړ دي.
- په اسلامي اقتصادي سیستم کی زکات شته په نورو سیستمونو کې زکات نشته.
- په اسلام کې سود حرام دي مګر په نورو اقتصادي سیستمونو کې سود کارول کیږي.
اوس به په هر یو باندي په لنډ ډول سره رڼا واچوو:
اسلام او سوسیالیزم
سوسیالیزم د انفرادیت یو نظریه ده ،چې په هغه کې حکومت ته پراخ واک ورکول کیږي.
سوسیالیزم د کارل مارکس په وسیله مینځ ته راغی لومړی په روسیه او وروسته په شمالي کوریا،کیوبا،چین او د شرقي اروپا په ځینو هیوادنو کې عملي شو،پدي وسیله یی ډیر شهرت پیداکړ.
مارکس دا نظریه درلوده چې مادي او اقتصادي حالات د تاریخ دمهمو پیښو دراوړل کیدو اساسي وجه یا عامل دي.
هغه وایي سوسیالیزم په حکومتي ملکېت (Public Ownership) باندي ولاړ دی او په اکثرو مساءیلو کی حکومتي پلان ضرور ګڼي او ددي ترڅنګ عاید په مساوي ډول ویشي.د سوسیالیزم له مخي دټولو بدبختیو او حوادثو اصلي عامل د شخصي ملکېت حق دي او له همدي ځایه دوي عقیده لري چې د شخصي ملکېت حق باید له چا سره نه وي.
دسوسیالیزم مهم خواص
- دعاید مساویانه ویش
- مرکزي اقتصادي پلان
- د شخصي آزادۍ له مینځه وړل
۱ـ د عاید مساویانه ویش:
په سوسیالیزم یا کمونیستي اقتصادي سیستم کې عاید په مساویانه ډول سره ویشل کيږي پرته له دې چې طبیعي توپیر په نظر کې ونیول شي،او دا ددي باعث کیږي چې خلک له کار کولو څخه ډډه وکړي په اسلام کې د عاید ویش په عادلانه ډول سره دي خو طبیعي توپیر په نظر کي نیسي.د بیلګي په توګه که څوک ډیر کار کوي ډیر عايد به لاسته راوړئ او که کم کارکوي کم عاید به لاسته راوړي.
۲ـ مرکزي اقتصادي پلان:
دحکومت لخوا د اقتصادي آمورو لپاره لکه تجارت،صنعت او داسي نور. مرکزي پلان جوړیږي او دهغه اهدافو دلاسته راوړلو لپاره هر شخص یا فابریکي ته وظیفه ورکول کیږي چی لازم عمل وکړي.
۳ـ د شخصي آزادۍ له مینځه وړل:
په دي سیستم کي ټول وګړي مکلف دي چې د مرکزي پلان مطابق کار وکړي، ټول د ټولني خدمتګار ګڼل کیږي او اقتصادي آزادي نه لري.
د سوسیالیزم ناوړه اغیزې:
- له کارکولو څخه ډه ډه کول
- دعرضي او تقاضانا انډولتوب
۱ـ له کارکولوڅخه ډه ډه کول:لکه څرنګه موچې مخکي ذکروکړ په سوسیالیزم کې د شخصي ملېکت حق نشته او عاید په مساویانه ډول سره ویشل کیږي نو ځکه څوک زړه نه ښه کوي چې کاروکړي ځکه په دي کې دوي ته خاصه ګټه نشته.
۲ـ زیاتره وخت عرضه له تقاضا څخه کمه وي.ځکه حکومت د ځینوشیانو نرخ له خپل اصلی قیمت څخه کم ټاکي اودا د دي باعث کیږي چې تقاضا زیاته کړي او په مقابل کي یي عرضه دومره نه وي.چي دا دتور مارکیټ د رامینځ ته کیدو باعث ګرځي.
اسلام او کپیټالیزم
کپیټالیزم یو اقتصادي سیستم دي په کوم کې چې د تولید ټول او یازیات وسایل لکه فابریکه ،سړکونه ……. او دویش سیستم ترشخصي اداري (Management) لاندي کارول کیږي.
همدارنګه کپیټالیزم د صنعتي انقلاب په دوران کې مینځ ته راغي او په انفرادیت (Individualism) او خود غرضۍ یا شخصي مفاد (Self interest) باندي تکېه لري.
د کپیټالیزم مهم خواص
- اقتصادي آزادي
- د شخصي ملکېت حق
۱ـ اقتصادي آزادي : په کپیټالیزم کې پوره اقتصادي آزادي شته څوک چي هر څه تولید کړي تولیدولي یی شي هر څوک کولي شي چې پیسي بل چاته په سود ورکړي او یا په سود سره قرض واخلي او داسي نور…
په داسي حال کې چې په اسلام کې سود ناروادي او دحلال او حرام مفکوره شته ده .
۲ـ د شخصی ملکیت حق : د شخصي ملکیت حق په کپیټالیزم کې شته هر فرد کولي شي چې خپل عاید څرنګه چې وغواړي ویی کاروي او خپل دولت او شخصی مال زیات کړي.حکومت پکې د مداخلي حق نلري په اسلام کې هم د شخصي ملکېت حق شته مګر تر شرعي اصولو لاندي.
د کپیټالیزم ناوړتیا
- دعاید غیرعادلانه ویش
- غیر مفید اقتصادي فعالیتونه
۱ـ دعاید غیر عادلانه ویش : په کپیټالیزم کي امیر نور هم امیر کیږي او غریب نور هم غریب کیږي.سود په دغه سیستم کي اوجود لري چې په دي سره ددولت جمع کیدل شروع کیږي او په ټولنه کي دوه طبقي خلک مینځ ته راوړي یوه لویه غریبه طبقه او بله کوچنۍ امیره طبقه .
۲- غیر مفید اقتصادي فعالیتونه : څیني وخت چي کله ښه فصل یاښه تولید شوي وي او عرضه له تقاضا څخه زیاته شي نوپه کپیټالیستي سیستم کې تولیدونکې د نرخونو د کمیدو له ویري خپل تولید کړي توکې له مینځه وړي ترڅو نرخونه کښته نشي په داسي حال کې چې ډیر خلک به هغه ته اړتیا لري.
ددي عملي مثالونه شته دي چې یویې د نرخونو د ښکته کیدو اوګټې د کمیدو له ویري د امریکا د متحده ایالاتو له خواغنم په سمندرکې اچول دې.
نو بنآ یو ډیر اهم شي چې اسلامې اقتصاد له نورو څخه بیلوي هغه نظریه ده اسلام دنړۍ ژوند یو امتحان بولي.اسلامي اقتصادي سیستم د اسلامي اصولو په نظرکې نیولو په بنآ جوړشوي دي، کوم چې د انسانانو لپاره د دواړو جهانونو کامیابي غواړي.
[review]