ژباړه: عبدالکبیر صالح
په افریقا کې یو دهقان وو چې له خپل کسب خوښ او راضي وو. هغه ځکه خوښ وو چې قانع وو. هغه ځکه قانع وو چې خوښ او راضي وو. یوه ورځ ورته یو هوښیار سړی راغی او د الماسو د ارزښت، مرتبې، او په هغوی سره د اقتدار او دبدبې په باره کې یې ورته اوویل. هوښیار سړي اوویل، “ که د خپلې ګوتې په اندازه الماس ولرې، کیدای شي ته د خپل هیواد مالک شې.” او بیا ترې هغه لاړ. په هغه شپه دهقان هیڅ خوب ونه کړ. هغه خپه وو او قانع نه وو. هغه خپه وو ځکه چې هغه قانع نه وو نا راضه وو او قانع ځکه نه وو چې هغه خپه وو.
راتلونکي سهار هغه ترتیبات ونېول چې د کروندې ټول فارم یو ځلي خرڅ کړي، ترڅو د خپلې کورنۍ ساتنه پرې وشي او د الماسو په لټه کې په خپله له کوره ووت. ټوله افریقا یې پسې ګز ګز کړه او هیڅ یې پیدا نه کړل. اروپا یې هم پسې ولټوله خو څه په لاس ور نغلل. کله چې هسپانیې ته ورسید، هغه له رواني، جسمي او اقتصادي اړخه کمزوری شوی وو. هغه ډیر بې همته او نا امیده شو او خپل ځان یې د بارسیلونا سیند ته واچاو او خپل ځان یې په خپله اوواژه.
کوم سړي چې د هغه د کروندې فارم یې اخیستی وو خپلو اوښانو ته یې په هغه ویاله کې اوبه ورکولې کومه چې له فارم څخه تېریدله. د ویالې په څنګ کې، د سهار لمر وړانګې په یوه ډبره لږیدې او د شنو زرغونو په څېر ځلېدله. هغه فکر کاوو که چیرې د ګیس له بخارۍ سره ځای کې کیښودل شي نو ښه به ښکاریږي. ډبره یې راوړله او د اوسېدو په کوټه کې یې کېښوده. په هغه ماسپيښین هوښیار سړی راغی او ویې لیدل چې ډبره ځلیږي. پوښتنه یې وکړه چې “ ایا حفیظ راغلی؟” د فارم نوي مالک ورته اوویل ، “ نه، ولې دې پوښتنه وکړه؟” هوښیار سړي ورته اوویل، “ ځکه چې هغه الماس دي. زه یې پیژنم چې کله یې وګورم.” سړي ورته اوویل، نه ، دا یوازې ډبره ده او له ویالې څخه مې راپورته کړې. راځه چې تا ته یې هم وښایم. هلته نورې هم ډیرې دي.” هغوی لاړل او ځیني نمونې یې راواخیستې او د تحقیق لپاره یې ولېږلې. بس نو اوس یقیني شولې چې هغه ډبرې الماس وو. هغوی په دې وپوهیدل چې فارم په حقیقت کې په جریبونو جریبونو الماسونو سره پوښل شوی دی.*
د دې کیسې مفهوم څه شی وو؟
په دې کیسې کې پنځه پندونه دی:
۱- کله مو چې کړه وړه سم وي، مونږ په دې بیا پوهیږو او دا درک کولای شو چې مونږ ټول د الماسو په جریبونو جریبونو کې قدم وهلی شو.
فرصوتونه تل زمونږ تر پښو لاندې وي. مونږ اړ نه یو چې بل چیرې پسې لاړ شو. ټول هغه څه چې مونږ ورته ضرورت لرو دا دي چې ویې پېژنو.
۲- د بلې غاړې ( څنډې ) واښه تل راته شنه ښکاري.
۳- کله چې د بلې غاړې واښه راته رنګین ښکاري، هلته بیا نور څوک دي چې زمونږ د غاړې واښه ورته رنګین ښکاري. هغوی ښايې په دې خوښ وي چې له مونږ سره ځایونه بدل کړي.
۴ – کله چې خلک په دې نه پوهیږي چې څرنګه فرصت وپيژني، نو چې کله دروازې ور وټکوي د غال مغال شکایت یې کوي.
۵ – مشابه او ورته فرصت هیڅکله دوه ځلې دروازې نه درټکوي. راتلونکی فرصت کیدای شي له دې ښه یا بد وي، خو هیڅکله هماغه ورته یو نه وي.
نور بیا
You also might be interested in
ليکنه: بصيرالحق عادل نن چې مې فېس بوک خلاص کړ[...]
لیکنه: رحمت الله پښتون حضرت مجاهد رض فرمايي چي، موږ يوه[...]
لیکنه: امین پاچا تر کړکېچنو ټاکنو وروسته کله چې د[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی