ژباړه، ترتیب او راټولونه: روح الله وسیم وردګ
۱ـ بد اخلاقی د باطنی ککړتیا نښه ده
۲ـ په خپله ځان هوښیار ګڼل جهالت او ناپوهی ده
۳ـ په ژبه اقرار کول د ایمان پوست دی او په زړه تصدیق یی مغز
۴ـ په ښځو کی یو ډول کمزوري او ناروغي شته چی تحمل او زغم یی علاج دی
۵ـ په عبادت کی له زیاتوالی او سختۍ څخه ځان وژغوره
۶ـ ترڅو چی زړه پاک نه شی ټول بدن په مصیبت اخته وي
۷ـ ترڅو له حرام مال څخه ځان ونه ژوغوری عبادت هېڅ ګټه نه لری
۸ـ تمسخر او ټوکې کول دزړه دماتوالی ، د دوستۍ د پریکوڼ او د دوښمنی لامل ګرځی
۹ـ ټوکې او مسخرې کول د دوښمنۍ لامل ګرځي
۱۰ـ چوپتیا او پټه خوله اوسیدل هم عبادت دی
۱۱ـ چوپتیا بریالیتوب لاسته راوړل دی ما سوا له کومې وسلې څخه
۱۲ـ چوپتیا په خپله یو عبادت دی
۱۳ـ چوپتیا ځواب دی ناپوهانو ته
۱۴ـ چوپتیا د کرام الکاتبین ارام او استراحت دی
۱۵ـ چوپتیا د مومن لپاره د کلا په شا ن ده
۱۶ـ چوپتیا عبادت دی بغیر له کوم تکلیف څخه
۱۷ـ چوپتیااو اوپټه خوله د جاهل لپاره بهترین ځواب دی
۱۸ـ څوک چی د قرض د ادا کولو توان لری خو بیا هم د مالک له اجازی څخه بغیر ځنډ پکښی کوی هغه ظالم ګڼل کیږی
۱۹ـ حرام کسب هغه ګناه ده چی د بدۍ درک یی ناشونی دی
۲۰ـ حسد او کینه دزړه خباثت رابرسیره کوی
۲۱ـ خبرې په نرمۍ سره کوی ځکه دالفاظو په نسبت د لهجې تاثیر ډیر وی
۲۲ـ خپل اهل او اولاد ته ادب ورښودل غوره جهاد دی
۲۳ـ خپل ځان ته دعظمت او لویی په سترګه کتل او نورو ته د حقارت او خوارۍ په سترګه کتل لویه نامردی ده
۲۴ـ خپل ځان لوی ګڼل په حقیقت کی له الله ج سره دوښمنی کول دی ځکه د لویی څښتن او لایق یوازې هغه الله ج دی
۲۵ـ د اړ او محتاج سړی لپاره د پور نېټه اوږدول د الله ج درضا لامل ګرځی
۲۶ـ د انسان لوی بریالیتوب په دی کی دی چی خپل زړه او ژبه په واک کی وساتی
۲۷ـ د توکل مطلب او غوښتنه دا نه ده چی سړی د حلال رزق او ښه ژوند لټون ونه کړی
۲۸ـ د دنیا په مخ هغه غوره علم دی چی دالله ج دویرې لامل ګرځی
۲۹ـ د رښتیا دوښمن دروغ دی
۳۰ـ د صبر تریخوالی دعلم خوږوالی او دعمل سختوالی هغه دوا د ه چی د زړه د هرې ناروغی علاج کیدای شی
۳۱ـ د علم په واسطه د جهالت او ناوپوهۍ لمن ټولول غوره کار دی
۳۲ـ د غوصی په حالت کی هیڅکله هم د طلاق کلمه په ژبه مه راوړی ځکه دا الله ج ته ډیر ناخوښ دی او د ښځې د زړه د خفګان سبب ګرځي
۳۳ـ د کامل ایمان خاوند هغه دی چی اخرت له دنیا څخه غوره وګڼی
۳۴ـ د کمزورتیا علاج چوپتیا ده
۳۵ـ دا هم احسان دی چی نه پر چا ظلم وکړی او نه یی د عیب پلټنه وکړی
۳۶ـ دانسان لپاره غوره بریالیتوب دادی چی په خپله ژبه او زړه کنټرول ولری
۳۷ـ دبد اخلاقۍ څخه دوښمنی پیدا کیږی او له دوښمنۍ څخه جفا کاری
۳۸ـ دتوکل مطلب دا نه دی چی دخپل ځان لپاره د مال او روزی لټون پریږدی بلکه دا ډول فکر کول ناپوهی ده
۳۹ـ دښځی په بد اخلاقۍ صبر کول د هغې اړتیاوې پوره کول او هغې ته په نیکه لار لارښوونه کول غوره او بهترین عبادت دی
۴۰ـ دظالم او تیری کوونکی په مرګ خپګان څرګندول هم ظلم او تیری دی
۴۱ـ ذکات دمال د نعمت شکرانه ده
۴۲ـ رښتینی شکر دادی چی دالله ج نعمتونه د هغه دنافرمانۍ په ځای کی استعمال نه شی
۴۳ـ ښځه د دنیا برکت او د اخرت ښېګڼه ده
۴۴ـ ښځه ستا د عزت ساتونکی ده ته د هغې وړې وړې اشتباګانې معاف کړه
۴۵ـ ښوونه او روزنه د دنیا او اخرت د کامیابۍ وسیله ده
۴۶ـ صبر دلوړ همت نتیجه ده نه دبدنی قوت
۴۷ـ عالم باید حلیم الطبع او خوش اخلاقه وی
۴۸ـ علم د خپل زړه د حالاتو د پیژندلو نوم دی
۴۹ـ کله چی ستاسو ګاونډی او دوست اړ او محتاج وی او له تاسو سره له حاجت څخه زیات مال موجود وی خو بیا هم ورسره مرسته نه کوی داپه حقیقت کی تاسو د هغه په غربت او مسکنت خوشاله یاست او دا دایمان لویه کمزوری ده
۵۰ـ کوم کار چی د سنتو خلاف وی که څه هم په ظاهر هغه عبادت ښکاری مګر په حقیقت کی هغه ګناه ده
۵۱ـ که دخوښۍ او خوشالۍ غوښتونکی یاست نو تل په کار بوخت اوسی او له ارام کولو څخه ځان وژغوری
۵۲ـ کینه ،رویا او تکبر دزړه خباثت او بدوالی څرګندوی
۵۳ـ له ښځې سره په ښو اخلاقو ژوند وکړئ هغې ته تکلیف مه ورکوی بلکی له هغې څخه تکلیفونه لیری کړی
۵۴ـ له کوم احتیاط اوپرهیز څخه چی رنځ پیداکیږی هغه پریږدئ
۵۵ـ له هغه دوست څخه ځان وژغوری چی یوازی د خوشالی په وخت کی مو دوست وی
۵۶ـ مال یو نعمت دی او ذکات ورکول یی شکر دی بدن یو نعمت دی لمونځ روژه یی شکر دی
۵۷ـ مسکین سړی په وږی نس ویده شی
۵۸ـ ناپوه چی دچوپتیا په ګټه پوه شی هوښیار بلل کیږی
۵۹ـ نېکه ښځه د اخرت داسبابو له جملې څخه ده نه د دنیا
۶۰ـ هغه عبادت غوره دی چی په میانه روی او دوام سره کیږی
نور بیا