اوسپنیز کانکریټي دیوال د یو فشاري عنصر په څیر ډیزاینیږي.اوسپنیزکانکریټي دیوال هغه ځای کې کاریږي چیرته چې بیم نه وي ورکول شوی او له سلب څخه واردشوی بار دروند وي او یا هم کله چې د معماري دیوال پیړوالی ورکول محدود وي .
د اوسپنیزکانکریټي دیوال درجه بندي .Reinforced concrete wall classification :
1) هموار کانکریټي دیوال ،کله چې دعرضي د مقطعې د مساحت له 0.4% کم تقویه شوی یا سیخ بندي شوی وي .
2) اوسپنیزکانکریټي دیوال ،کله چې دعرضي د مقطعې د مساحت له 0.4% زیات تقویه شوي یا سیخ بندي شوي وي .
بار له سلب څخه دیوال ته د محوري بار په شکل لیږدیږي .کله چې ژوروالی زیات وي ،دیته RC دیوال وايي . ددې ډول دیوال ډیزاین د RC پایې په شان دی ،پلنوالی یې مساوي دی ددیوال په پیړوالي سره او ژوروالی یې مساوی دی په 1m سره .اوسپنیزکانکریټي دیوال په لاندې شکل ډيزاینیږي .
i. محوري بار شوی دیوال .
ii. محوري بار شوی له غیرمحوري کوږوالي سره .
د کانکریټي دیوال درجه بندي .Classification of Concrete Walls
1. هموار یا بې تقوېې دیوال .
2. تقویه شوی کانکریټي دیوال .
په هموار کانکریټي یا بې تقويي دیوال کې ،د ورکول شوو سیخانو اندازه د عرضي مقطعې د مساحت له 0.4% کمه وي .په تقویه شوي کانکریټي دیوال کې دورکول شوو سیخانو اندازه د عرضي مقطعې د مساحت له 0.4% زیاته وي او اوسپنیزې کانکریټي پایې په شان ډيزاینیږي .ددې ډول دیوالونو د نازکوالي نسبت (Slenderness ratio) = (l/t or h/t) له ترټولو کم سره مساوی دی . دلته L ددیوال موثر اوږودوالی دی ،h ددیوال لوړوالی دی ،t ددیوال پیړوالی دی .که < 12 کم وي نو دیوال لنډ دی ،که < 12 زیات وي دیوال به نازک وي .
تړلی او نه تړلي کانکریټي دیوالونه .Braced and Unbraced Concrete Walls
تړلی . Braced:
کله چې دیوالونو ته عرضي دیوالونو داسې ورکول شي چې وکولی شي جانبي بارونه او 2.5% عمودي بار واخلي ،نو دیوال تړلی دی .که داسې نه وي ،دیوال نه تړلی بلل کیږي .
i. کنسولي دیوال . Cantilever wall
ii. عرضي دیوال . Shear walls
د جانبي دیوال د بارونو اخستو لپاره .( د جانبي باراچونې له امله پیداشوې ماتیدنې ته باید پام وشي ،ژوروالی باید د متقاطع مقطعې په اوږدو کې ورکول شي.)
د اوسپنیزکانکریټي یا تقویه شوي دیوال د ډیزاین لارښود . Guidelines for Design of Reinforced Concrete Wall
1. محدود نازکوالي حد د نه تړلي دیوال لپاره 30 او د تړلي دیوال لپاره 45 .
2. د لنډو دیوالونو لپاره ( < 12), .
Pu = 0.4 x fck x Ac+ 0.67 x fy x Ast
3. د لنډو نه تړلو دیوالونو لپاره ،له محوري بار سره ،د ترټولو کم عن المرکزیت له امله مومنټ د emin= t/20 or 20mm لپاره چک کیږي ،چیرته چې مومنټ M = P x e. دی .د پورته محوري بار او مومنټ لپآره ،RC دیوال له محورې بار او غیرمحوري مومنټ سره مخ د RC پایې په شان ډيزاینیږي.
4. تړلی دیوال چې نازکوالی یې له 45 کم وي .د اضافي عن المرکزیت له امله اضافي مومنټ باید په پام کې ونیول شي . ea= Le^2/ 2000t Ma=P*ea
د اضافي عن المرکزیت له امله مومنټ د پایې مومنټ او دیوال له مومنټ سره جمع کیږي .دیوال د محوري بار او غیرمحوري مومنټ لپآره ډیزاین کیږي .
5. د نازک نه تړلی دیوال لپاره ( چې نازکوالی یی 30 پورې وي) لکه دڅلورمې مادې په شان پروسیجر عملي کیږي .
6. د سیخبندۍ تشریح . Detailing of Reinforcement[IS 456 Guidelines]:
i. د هموارکانکریټو لپاره ترټولو کم عمودي سیخ د HYSD لپاره 0.12% او دښویه لپاره 0.15%
ii. د RC دیوال لپاره ترټولو کم عمودي سیخان د عرضي مقطعې د مساحت 0.4% .
iii. د هموار یا نه تقویه شوي کانکریټي دیوال لپاره عرضي سیخان نه ورکول کیږي .
iv. د RC دیوال لپاره ،عرضي سیخان باید له 0.4% کم نه وي .
v. د سیخانو ترمنځ ترټولو زیاته فاصله 450mm یا 3t ،هر یو چې کم وو.
vi. په هرحالت کې ددیوال پیړوالی باید له 100mm کم نه وي.
vii. که ددیوال پیړوالی له 200mm زیات وي غبرګ شبکوي سیخان په دواړو مخونو کې ورکول شي.
7. د سیخان تشریح .Detailing of Reinforcement (BS 8110 guidelines):
i. افقي سیخان د IS456 په شان دي.
ii. عمودي سیخان له 4% زیات نه شي .
iii. کله چې فشاري د عمودي سیخان له 2% زیات وي ،نو د HYSD لپاره افقي سیخان 0.25% او MS لپآره 0.3% ورکول کیږي .په IS کې 0.2% او 0.3% نیول کیږي .
iv. د متقاطع یا افقي سیخان قطر باید یا 6mm کم نه وي .
v. کله چې فشاري سیخان له 2% زیات وي نونښلول ورکول کیږي .د افقي سیخانو نښلول هغه وخت ورکول کیږي چې ددیوال پیړوالي له 220mm کم وي .وتري تړل یا نښلول هغه وخت ورکول کیږي کله چې پیړوالی له 220mm زیات وي .د سیخانو ترمنځ فاصله ددې تړلو لپاره باید له 2t کمه نه وي او د سیخانو قطر باید له یا 6mm کم نه وي .
ددیوال دموثر اوږودوالي لپاره د اتکا شرایط.The support conditions for effective length of wall:
i. دواړه انجامونه باید فکس وي (د بې ځایه کیدو او دوران پروړاندې محدود وي )
ii. دواړه چپراس وي .
iii. یوانچام فکس او بل انجام وي .
iv. یو انجام فکس وي او بل یی چپراس وي .