ژباړه: ډاکټر محب الله زغم
١. د حقارت مسئله
موږ د حقارت مسئله ځکه راسپړو چې دغه مسئله نه يوازې په ارواپوهنه کې؛ بلکې د روزنې په برخه کې هم پوره اهميت لري.
د حقارت احساس موږ ته دا راښيي چې د مور و پلار او د ښوونکو مسوليت تر هغه څه لوى او مهم دى چې موږ يې معمولاً انگېرو؛ ځکه هغه تېروتنې چې کورنۍ يا ښوونځي او په ټوليزه توگه وګړي یې د ناپوهۍ په وجه ترسره کوي، د سړي پر عقلي، عاطفي او اخلاقي جوړښت باندې داسې ناوړې اغېزې کوي چې بيا به يې درملنه هم نا ممكنه وي.
له بل پلوه د مسئلې اهميت په دې کې دى چې دا د فرد او ټولنې تر منځ اړيکي مطرح کوي. د روزنې ټولنيز هدف هم دا دى چې فرد له ټولنيز چاپېريال سره جوړجاړى پيدا کړي.
ماشومانو او زلمكو ته د هغوى د حقونو ورکول، د لويانو غوښتنې په پام کې نيول او د فرد او ټولنې حقونو ته پاملرنه، هغه څه دي چې مراعاتول يې د روزنې ظريف هنر غواړي. که چېرې روزونکى خپله دنده په سمه توگه ترسره نه کړي او د دغو حقونو او غوښتنو تر منځ لانجې پيدا شي نو په دې وخت کې حقارت د يوه سرکښ او ځوروونکي احساس په بڼه رامنځته کېږي چې ممکن کرغېړنې پايلې ولري.
په دې څپرکي كې به هڅه وکړو چې د حقارت لاملونه، پايلې او د مخنيوۍ لارې چارې په لنډه توگه راوسپړو.
بله لیکنه : د حقارت لاملونه