لیکنه: صفت الله حلیم
د درسي کتاب لوستنه ډیری وخت په زړه پورې نه وي، خو په زړه پورې کول ېې مهمه خبره ده. د درسي کتاب د لوستو د مهارت درلودل ستاسو د اکاډمیک فعالیت د کیفیت پر څرنګوالي لوی اغیز شیندي:
1- له مطالعې مخکې:
درسي کتاب کیدی شي خسته کن او ستړی کونکی وي. د درسي کتاب لوستنه بې لدې چې د موضوع پر اساساتو پوه وئ، ننګونکې ده. څیړنې ښيي چې موږ هغه وخت ښه زده کړه کولی شو چې له عمومیاتو د جزئیاتو پر لور حرکت ولرو. د ټول کتاب د عناوینو کتنه او پر هغه لږ فکر کول به تاسو ته ددې کتاب د محتویاتو په اړه لوی انځور درکړي. د لوی انځور په درلودو سره تاسو کولی شي مهم ټکي په ذهن کې وساتئ او هغه د خپلې مطالعې محور وټاکئ.
مرور: د لاندې ټکو عملي کول تاسو ته دا وړتیا درکوي ترڅو د کتاب مهم ټکي او لوی انځور په ذهن کې مجسم کړئ:
د فصل ټول لوی او واړه عنوانونه مرور کړئ
د فصل هر تصویر، ګراف، او یا جدول کې سترګې وغړوئ
د فصل خلاصه ولولئ
د فصل په آخر کې پوښتنې یو پر بل پسې ولولئ او فکر پکې وکړئ.
که پورته یاد کارونه ترسره کړئ تاسو ته به یو شمیر پوښتنې په ذهن کې را ولاړې شي او د هغوی د ځوابونو د موندلو په نیت به ټول فصل په جزئیاتو لولئ.
2- کله چې کتاب لولئ:
لاندې ستراتیژي به ستاسو سره مرسته وکړي ترڅو د خپلې مطالعې کیفیت لوړ کړئ:
د هغو سوالونو لپاره چې د فصل د مرور کولو پرمهال درته پیدا شوي و، ځوابونه پیدا کړئ
د سوالونو ځوابونه پخپل ذهن کې جوړ کړئ او بیا وګورئ چې ستاسو ځوابونه د کتاب د متن سره سر خوري کنه
په لوړ غږ ېې لولئ
په فصل کې د موجودو معلوماتو لپاره په خپل ذهن کې یو تصویر جوړ کړي، دا به ستاسو سره مرسته وکړي ترڅو د فصل موضوعات، تیوري او … ښه انځور کړی شئ
– د مهمو ټکو روښانه کول: د کتاب د لوستو پرمهال ټول هغه ځایونه چې د فصل مهم او مرکزي ټکي یا آیډیا روښانه کوي روښانه یا (highlight) کړئ. خو، د روښانه شوي متن اندازه باید له 20٪ څخه زیات نه وي.
د متن د لوستو پر مهال هغه جملې روښانه کړئ چې مرکزي ټکي بیانوي او یا ستاسو په اند په امتحان کې ترې سؤال راځي
د کتاب د لوستو پرمهال ځنې مهم او لنډ تعریفونه او مهم ټکي را وباسئ، دا به ستاسو سره مرسته وکړي ترڅو د بیا لوستو پرمهال په لږ وخت کې ډیر څه له نظره تیر کړئ
معلومات د ګراف یا جدول په شکل ترتیب کړئ (البته که ممکن وي)، ګراف او جدول یا تصویر په سترګو ښه لیدل کیږي او ژر هضم کیدی شي
3- له لوستو وروسته:
د لوستو وروسته چې کوم کار کوئ کیدی شي همدومره مؤثر وي لکه څومره چې د کتاب لوستنه ده.
چې لوستنه مو بس کړه، د یو څو دقیقو لپاره له ځان سره د لوستي درس په اړه فکر وکړئ، بل چا ته ېې تکرار یا تشریح کړئ، په زوره ېې له ځان سره بیرته بیان کړئ، د خپلو ټولګیوالو سره پرې بحث وکړئ.
لوستل شوې برخه څو- څو ځله مرور کړئ، حتی شل خله تکرار هم کله نا کله اړین دی ترڅو یوه موضووع ښه درک او هضم کړی شي. ددې کار برکت دادی چې لوستل شوي معلومات د لنډمهاله حافظې څخه اوږدمهاله حافظې نقل کیږي او بیا هلته تر ډیره پاته کیږي.
که هره اونۍ د نیم ساعت لپاره د اونۍ د درسونو مهم ټکي او های لایټ شوې یا روښانه شوې برخې مرور کړئ، نو لوستي مواد به مو تر ډیره په ذهن کې پاته وي.
4- که درسي کتاب ډیر سخت وي:
که درسي کتاب ډیر سخت او خسته کن وي، لاندې لارې چارې ورته غوره کړئ:
په لوړ غږ ېې لولئ: په لوړ غږ د لوستو ګټه پدې کې ده چې تاسو عین معلومات چې لولئ اورئ ېې هم. نو مغزو ته معلومات له دوه لارو ورځي او ژر هلته ذخیره کیږي.
د مطالعې ځای ته بدلون ورکړئ: د یوې موضوع مکرر لوستل خسته کن وي، هڅه وکړئ یو څو دقیقې یو ځای او یو څو دقیقې بل ځای مطالعه وکړئ. ځنې وخت په ولاړې او ځنې وخت په ناسته مطالعه وکړئ.
یو متن مکرر لولئ: کله چې تاسو یو متن څو ځله لولئ به هر ځل لوستو تاسو نوي معلومات جذبوئ. د سختو موضوعاتو لپاره د متن څو څو ځله لوستل ښه نتیجه ورکوي.
مهم او غټ ټکي پکې را پیدا کړئ: جملې مه لولئ. یوازې په مهمو ټکو پسې سترګې وغړوئ. پدې سره تاسو ته پته لګې چې پدې کتاب یا پدې فصل کې څه شئ بیان شویدي. تاسو د لوی انځور جوړولو چانس پیدا کوئ
په متن کې هاخوا دیخوا ټوپ ووهئ: کله نا کله د کتاب یا یو فصل د بشپړ لوستو پرځای د هغه د بیلابیلو برخو لوستل ګټور تمامیږي. مثلا مخکې لدې چې یو فصل تمام کړئ د هغه د خلاصه په لوستو، یا د هغه د یوې بلې برخې ( لکه ګرافونه یا شکلونه او انځورونه) په لیدو تاسو کولی شئ د فصل یا کتاب په محتوی سره ځان آشنا کړئ.
پیچلي او سخت ځایونه په نښه کړئ: که په څو ځله لوستو بیا هم د کتاب په کومه برخه پوه نه شوئ، په نښه ېې کړئ او له خپل استاد نه په مناسب وخت د هغه په اړه پوښتنه وکړئ.
تفریح وکړئ: کچیرې د کوم متن په مفهوم نه پوهیږئ او یا ېې درک کول ستونزمن وي، یو څو دقیقې تفریح وکړئ- ځان په یو بل شي بوخت کړئ. له تازه نفس او سړې سینې سره ورته کینئ او وېې لولئ.
په ګوګل کې ېې ولټوئ: ځنې موضوعات په انټرنیت کې ډیر ښه او ساده بیان شویدي، ګوګل کې د هغه اړوند متن، انځور، ګراف او یا جدولونه ولټوئ کیدی شي ستاسو زیاته مرسته وکړي.
او بالاخره د شپې په آرامۍ کې هم د کتاب لوستنه ښه او اغیزمنه ده.