لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
ځینې ضروري مسایل دي چې د مسلمان د ژوند په هره ګړۍ کې باید تمثیل شي خو په رمضان کې د دې امورو په پام کې نیول ځکه اړین دي چې د معنوي سپېڅلتیا تر څنګ باید یو روژتی د ظاهري پاکوالي څخه هم برخمن وي چې عملي کول یې د هر مسلمان لپاره ضروري دي. همدارنګه د دې څیزونو په مراعات کولو سره به مسلمان وکولای شي چې د رمضان د میاشتې د روژې پر مهال خپل حضور ته د داسې تصویر د انځورولو هڅه وکړي چې له رنګینو ښکلاوو ډک او لوی خدای (ج) ته د منلو وړ وي چې په لاندې ډول ګرانو لوستونکو ته وړاندې کېږي.
لومړی: د مسواک وهل
د مسواک وهلو په هکله مخکې هم یادونه وشوه چې د ورځې پر مهال یې ځینې علما د روژتي لپاره روا او غوره ګڼي خو ځینې نور بیا له روژې سره د احتياطي تدابیرو د نیولو په لړ کې د روژتي لپاره د ورځې پر مهال د مسواک وهلو ملاتړ نه کوي. په هر صورت مسواک باید د روژه ماتي او پشلمي وروسته ووهل شي څو خوله او غاښونه پاک وي او د ډوډۍ هغه اثرات او پاتې شوني ځینې لرې شي چې د روژه ماتي یا پشلمي پر مهال پرې پاتې شوي وي. په خوله او غاښونو باندې د غذا پاتې شوني نه یوازې د روژې لپاره ښه نه دي بلکي خوله او غاښونه له ناروغتیا او بدبویۍ سره هم مخ کوي. د مسواک په هکله پوهان داسې نظر لري چې که داسې مسواک ووهل شي چې ذکر یې په احادیثو کې راغلی دی چې د کوم بوټي له بېخ او یا ونې له شاخ څخه جوړ شوی وي دا خو نو تر ټولو غوره خبره ده. خو که فرضا دغه راز مسواک پیدا نه شي نو سړی کولای شي چې د غاښونو د داسې برس او کریم څخه کار واخلي چې اوس اوس په زیاته پيمانه په بازارونو کې پیدا کېږي او خپل غاښونه له ماښام او پشلمی څخه وروسته پرې ووینځي ځکه چې د غاښونو کریم د هغو طبیعي مادو څخه جوړېږي چې په مسواک کې میندل کېدای شي. دغه ډول کریم او برس د مسواک یو عصري ماډل دی چې انسانانو جوړ کړی او د خپلو غاښونو د روغ ساتلو لپاره یې نن ورځ په لویه پيمانه په ټوله نړۍ کې کاروي. همدارنګه زیات معاصر پوهان په دې نظر دي چې په نوې طریقه د غاښونو برس او کریم د مسواک عصري ماډل دی او هغه دنده په غوره توګه ترسره کولای شي چې مسواک به د خپل عصر سره سم تر سره کوله. له مسواک وهلو څخه موخه د خولې، غاښونو او بدن روغ ساتل او د هغه بدبویۍ مخنیوی دی چې په خوله کې د غذا د پاتې شونو له کبله ځای نیسي. همدارنګه له هغه څخه بیا د معدې ګڼ تکلیفونه را ولاړېږي، د خولې بوی یې د نورو کسانو د تکلیف باعث کېږي چې دغه هدف د مسواک یا برس او کریم د استعمال په وسیله ترلاسه کېدای شي. ابوهریره (رض) د مسواک د فضیلت او اهمیت په اړه یو حدیث شریف روایت کړی دی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( که چېرې زما په امت مشکل نه تمامېدای نو د هر لمانځه پر وخت به مې د مسواک وهلو امر ورته کړی وای) رواه البخاري. خو همدغه حدیث شریف بیا امام مالک په خپل کتاب الموطا کې په دې الفاظو را اخیستی دی: ژباړه (که چېرې زما په امت مشکل نه تمامیدای نو د هر اوداسه پر وخت به مې د مسواک وهلو امر ورته کړی وای) الموطا. د عایشې (رض) څخه پوښتنه وشوه: کله چې پیغمبر (ص) خپل کور ته ستنېږي نو په خپل کور کې کوم کار تر نورو لومړی کوي؟ هغې مبارکې و فرمایل ( کله به چې هغه (ص) کورته راغی نو لومړی کار به یې د مسواک وهل وو) رواه مسلم. حذیفه (رض) فرمایلي دي کله به چې پیغمبر (ص) د شپې پورته شو نو خپل غاښونه به یې په مسواک موښل) رواه البخاري. لدې او دې ته ورته آثارو څخه څرګندېږي چې د مسواک وهل ، بورس او د غاښونو د کریم استعمال د غاښونو د روغ ساتلو، پاکولو، د خولې د بوی د مخنیوي تر څنګ ګڼې دیني او دنیوي ګټې هم لري چې باید مسلمان فرد یې خپل عادت و ګرزوي، په رمضان او له رمضان څخه پرته وختونو کې ورته زیاته پاملرنه وکړي.
دویم: بوی زیږونکي خواړه
که روژتی په افطار یا پشلمي کې خامه اوږه، خام پياز او دې ورته څیزونه وخوري نو خپله هغه شخص د خپلې خولې بوی دومره نه احساس کوي چې دغه څیزونه یې خوړلي وي خو تر څنګ یې نورو مسلمانانو ته داسې بد بویي تولیدوي چې ورڅخه په تکلیف کېږي. همدارنګه کله چې له چا سره مخامخ شي او یا یې څنګ ته راشي نو داسې بدبويي ترې پورته کېږي چې د یو روژتي له شان سره نه ښايي. همدارنګه نه یوازې په رمضان بلکي په عام وخت کې هم باید مسلمان د دې خامو څیزونو له خوړولو څخه هغه مهال ډه ډه وکړي چې پوه شي نور څوک یې له بوی څخه اغیزمن او متضرر کېږي. د رمضان په میاشت کې خلک په ډېرو ځایونو کې له یو بل سره ګوري لکه د جمعې په لمانځه کې، جوماتونو ته د تګ او لمانځه پر مهال، د تراوېح د لمانځه او د قرآن کریم د ختم پر مهال، د روژه ماتي پر مهال او داسې نورو ځایونو کې له یو بل سره ملاقات کوي. د تراوېح د لمانځه پر مهال خو ساعتونه ساعتونه یو د بل تر څنګ درېږي او د خدای عبادت کوي نو څومره به ښه وي چې مسلمانان په پاکو جامو، پاکو بدنونو او د یوه پاک مظهر د درلودلو سره یو ځای له یو بل سره مخا مخ شي او ټول په ګډه په داسې سپېڅلی چاپېریال کې د خدای (ج) دربار ته په عبادت و درېږي چې د الله (ج) د شان، ملاقات او عظمت سره ښايي. مسلمان ته لازمه ده چې د تراوېح د لمانځه لپاره اودس تازه کړي، خوله او غاښونه ښه پرې وینځي او که امکان لري نو یوه اندازه داسې عطر یا خوشبويي دې استعمال کړي چې بوی یې ډېر توند نه وي بلکي هر لمونځ کوونکي ته د هغه بوی د رسېدو سره داسې احساس پیدا شي چې کاشکی د هغه چا تر څنګ درېدلی وای چې دغه ډول عطر یې استعمال کړي دي.
دریم: بېځایه حرکات
ځینې خلک د لمانځه پر مهال داسې حرکات کوي ته به وایې چې زانګو د زنګېدو په حال کې قرار لري. له بلې خوا نا قراري کوي، هره لحظه خولې، مخ او پزې ته لاسونه وړي چې هم خپل حضور خرابوي او هم یې د ښي او چپ لوري لمونځ کوونکو ته تکلیف رسېږي. همدارنګه یو ځلې نه بلکي په لسګونو ځلې داسې ارګمي یا غرکېدل له خولې څخه باسي چې انسان یې ښه نه ګڼي او له ناوړه آواز سره سره یې د خولې او معدې بوی هم ورسره راوزي. په همدې توګه په جومات کې د نورو لمونځ کوونکو د تکلیف باعث کېږي چې روژتی باید له دې ډول امورو څخه په کلکه پرهېز وکړي. یاد شوي څیزونه نه یوازې د رمضان د میاشتې په روژه کې مهم دي بلکي هر مهال باید مسلمان ورته متوجه وي او خپل ځان داسې عیار کړي چې په هر اړخیزه توګه پاک وي او نور چاته تکلیف و نه رسوي.
رمضان، کار او هڅې
په دې کې شک نشته چې رمضان د ډېرو تاریخي پېښو شاهده ده چې د اسلام زرین تاریخ پرې ښکلی دی. همدارنګه رمضان د داسې پوهې د حصول، زده کړو، هڅو، جهاد او کار میاشت ده چې له غیر روژې (بوزې) څخه یې یو روژتی په ډیر ښه شکل سر ته رسولی شي.
د پوهې د حصول میاشت
د علم، پوهې او زده کړې حاصولو له بل هر وخت څخه په روژه کې په غوره توګه شوني دي ځکه روژتی مسلمان په دې میاشت کې ډېر ښه ذهني تمرکز لاسته راوړلای شي او د دې لپاره غوره دلیل دا دی چې په دې میاشت کې روژتیان له خوراک، چښاک او ځینو نورو داسې امورو څخه خلاص وي چې په بوزه یا غیر روژه کې یې د فکر د خرابوالي او ذهني ګډوډۍ سبب کېږي. له بلې خوا په روژه کې هغه اضافي وخت هم د کار او هڅو لپاره ځانګړی کېږي چې په بوزه کې یې د خوراک، چښاک او داسې نورو چارو لپاره ټاکلی وي چې په روژه کې نه ترسره کېږي. همدارنګه په روژه کې د محصلینو، زده کوونکو او استادانو وخت د یوه اغیزمن مهال وېش له مخې وړاندې درومي او خپلو ټولو تعلیمي پروګرامونو ته په پوره توګه رسیدګي کولای شي. د رمضان په میاشت کې جوماتونه، مدرسې، ښوونځي، پوهنتونونه او نور علمي ځایونه د علم له پتنګانو ډک وي، د قرآن کریم تفسیر او د احادیثو دورې کوي. له بلې خوا ملا امامان د جمعې په ورځ او د جماعت له لمانځه څخه وروسته خپلو مقتدیانو ته د دیني او دنیوي امورو د سمون لپاره موعظې ورکوي او په زیاترو جوماتونو کې دغه ډول پروګرامونه روان وي.
د هڅو میاشت
له هڅې او جهاد څخه په دې ځای کې موخه یوازې هغه جهاد نه دی چې د حق د لارې ریښتني سرښندونکي یې د یرغلګر غلیم په مقابل کې په مناسبه او معقوله توګه د خپلې اړتیا له مخې کوي بلکي له دې سره سره له نفس سره جهاد، له فساد سره جهاد، له رشوت سره جهاد، له بېکارۍ سره جهاد، له بې علمۍ سره جهاد، له تورتم سره جهاد، له بېسوادۍ سره جهاد، له ترهګرۍ سره جهاد، له ګډوډۍ سره جهاد، له بهرنیو لاسوهنو سره جهاد، له ظلمت سره جهاد، له بې عدالتۍ سره جهاد، له ظلم سره جهاد، له ټوپک سالارۍ سره جهاد، له ناروا کړنو سره جهاد، له اداري فساد سره جهاد، له بدو اخلاقو سره جهاد، حقې لارې ته د بلنې په لاره کې جهاد او داسې نور د جهاد او هڅو هغه اقسام دي چې یو مسلمان یې د رمضان او له رمضان څخه پرته وخت کې سر ته رسوي او یا یې د سر ته رسولو په تلاش کې وي. د هجرت په دویم کال د رمضان د میاشتې په ۱۷ نېټه د بدر غزا واقع شوې او په دې میاشت کې د مکې مکرمې فتح رامنځته شوې ده. همدارنګه د اسلام ستر پیغمبر (ص) د الهي پیغام د رسولو په لاره کې نه هېرېدونکې هلې ځلې کړې دي. د رمضان په میاشت کې د جهاد د مختلفو ډولونو داسې کارنامې شوې دي چې د نن ورځې نسل ته سرمشق دی، باید له هغه عبرت واخلي او د یوې روښانه ټولنې د رامنځته کولو په لړ کې له بل هر وخت څخه په رمضان کې زیاتې هلې ځلې وشي.
د سولې میاشت
لکه چې مخکې وویل شول د رمضان میاشت د ترحم میاشت ده په همدې توګه د سولې میاشت ده، د تاوتریخوالي د درولو میاشت ده، د ناروا جګړو او وژنو د مخنیوي میاشت ده. پیغمبر (ص) په یوه حدیث شریف کې فرمایلي دي: (چا چې په روژه کې تاسو ته ښکنځل وکړه یا یې درسره جنګ کاوه نو ورته ووایه چې زما روژه ده) دغه حدیث شریف د زیاتو ماناوو څخه ډک دی چې مسلمانان د هغه په هکله فکر وکړي او خپلو ټولنو ته یې د سولې د راوستلو په لاره کې یو سرمشق وګرزوي. همدارنګه د بشر تاریخ د ډېرو داسې پېښو شاهد دی چې د رمضان د میاشتې په احترام ډېرې سترې سترې جګړې په اوربند بدلې شوې او سوله منځته راغلې ده. نو له همدې کبله رمضان د سولې د راوستلو په لاره کې تر ټولو غوره وخت ګڼل کېږي چې د هغه د ځانګړي رحمت په وسیله سخت زړونه نرم شي او خپلو خلکو ته د وژلو، ترټلو، شړلو، ځورولو، ټپي کولو او غمونو د پیدا کولو پر ځای داسې یوه روښانه سوله ډالۍ کړي چې په هره برخه کې یې د پرمختګ ګلالي ځونډي ځړېدلي وي. لوی خدای (ج) دې زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د رمضان د مبارکې میاشتې په برکت یوه داسې هر اړخیزه سوله منځته راوړي چې هر افغان ته په رنګینو خوښیو باندې سمبال ژوند په برخه کړي. آمین. د دې سلسلې بله برخه به ژر خپره شي له موږ سره اوسی…