د سیمنټو بیلابیل ډولونه – 17 ډولونه . Different Types of cement – 17 Types
په ساختماني کارونو کې سیمنټ یو له اساسي نښلونکو موادو دي او ارزښت څرګند دی.د سیمنټو بیلابیل ډولونه شته چې د ساختماني کارونو پرمهال باید هغه په سم ډول غوره شي.دلته به مونږ د سیمنټو بیلابیل ډولونو او د هغې کارولو په اړه لنډ بحث وکړو.
په ټوله کې سیمنټ په دوه ډوله دي.
طبیعي سیمنټ .
مصنوعي سیمنټ .
طبیعي سیمنټ Natural Cement
طبیعي سیمنټ له ماتو شوو تیږو لاس ته راځي چې له 20 تر 40% پورې کلی مقدار (clay content) لري او پاتې برخه یې له کاربونیټ مګنیزیم سره مخلوط چونې څخه تشکیل شوي وي. دا نصواري رنګ لري او کله چې اوبو سره مخلوط شي زر کلکیږي .
مصنوعي سیمنټ . Artificial Cement
مصنوعي سیمنټ د بیلابیلو موادو له ترکیب څخه تولیدیږي .مصنوعي سیمنټ په لاندې ډولونو ویشل کیږي.
1) عادي پورتلنډ سیمنټ Ordinary Portland Cement
عادي پورتلنډ سیمنټ په نورمال ساختماني کارونو کې چیرته چې د سیمنټو ځانګړو خواصو درلودو ته ضرورت نه وي په پراخه پیمانه کاریږي .دا سیمنټ اوسط مقاومت او تودوخې ضایع کول تولیدوي.OPC سیمنټ وچ انقباض او درز کیدو پروړاندې ښه مقاومت لري خو د کیمیاوي حملو پروړاندې کمزوری مقاومت لري.OPC بیا خپله بیلابیل ډولونه لري چې په بیلابیلو نومونو بازارونو کې پیداکیږي .
2) تعدیل شوي پورتلنډ سیمنټ . Modified Portland cement
تعدیل شوي پورټلنډ سیمنټ د OPC د هایدریشن لږه تودوخه تولیدوي .ډیری وخت داډول سیمنټ په ګرم اقلیم لرونکو سیمو کې کاریږي .
3) چټک کلک کیدونکي پورتلنډ سیمنټ . Rapid Hardening Portland cement
چټک کلک کیدونکي سیمنټ همدارنګه د زر لوړ محکمیت سیمنټو (High early strength cement) او یا RHPپه نوم هم پیژندل کیږي ،ځکه په یو شان اوبو –سیمنټو په نسبت سره ددې سیمنټو په 3 ورځو کې ترلاسه شوی محکمیت د OPC د 7 ورځو له محکمیت سره مساوي . سیمنټو سره د C3S (Tricalcium silicate) لوړه فیصدي ورعلاوه کیږي څو په لنډه موده کې لوړ محکمیت ترلاسه کړي ،ددې سیمنټو وزن د OPC په پرتله کم دي.ددې سیمنټو دچټک محکمیت ترلاسه کیدو له امله ددې زمینه برابریږي چې قالبونه زر خلاص شي .
4) فوق العاده چټک کلک کیدونکي سیمنت . Extra Rapid Hardening Cement
که چیرې له چټک کلک کیدونکو سیمنټو سره 3% کلسیم کلورید ورعلاوه شي دا سیمنټ ترې لاس ته راځي .کله چې د یوساختمان ډیر زر محکمیت ترلاسه کول غوښتونکي وي ددې سیمنټو کارول غوره دي.دا کولی شي چې د RHP په پرتله دوه ورځو کې د 25% او په اوه ورځو کې له 10 تر 20% لوړ محکمیت ترلاسه کړي.
5) ټيټه تودوخه پورتلنډ سیمنټ . Low Heat Portland cement
ټیټه تودوخه سیمنټ په اساسي توګه په کتلوي کانکریټو (mass concrete) لکه فرشي تهداب کې کاریږي،ځکه دا دهایدریشن لږه تودوخه تولیدوي.دا سیمنټ تر 5% پورې C3S او تر 46% پورې C2S (Dicalcium Silicate) لري او پاتې مواد یې د OPC په شان دي.د لږ فشاري محکمیت درلودو له امله دا په ډيری ساختماني کارونو کې نه کاریږي. C3S په چټګۍ سره هایدریټ کي او C2S په کراره هایدریټ کیږي.
6) سلفایټ مقاومت کوونکي سیمنټ . Sulphate Resisting Cement
دا سیمنټ هغه ځای کي کاریږي چیرته چې د سلفایټو د برید ویره وي. تتراکلسیم المونیمایټ Tricalcium Aluminate (C3 A) کولی شي د سلفایټو د برید پروړاندې ددې مقاومت لوړ کړي.دا سیمنټ قیمته وي او په اسانه نه پیداکیږي ځکه د جوړولو پروخت ځانګړو موادو ورعلاوه کولو ته ضرورت وي.
7) د اوبو ضد سیمنټ . Water-proof Cement
د اوبو ضد یا نم ضد سیمنټ د OPC یا RHC سیمنټو د یو شمیر موادو لکه Ca ،Al په ورعلاوه کولو ترلاسه کیږي .د اوبو ضد یا نم ضد سیمنټ د اوبو ایسارونکو ساختمانونو کې لکه اوبو ذخیره او بندونو کې کاریږي.
8) لوړ المونیم سیمنټ . High Alumina Cement
لوړ المونیم سیمنټ د چونې ډبرو او bauxite څخه ترلاسه کیږي او دا کولی شي په لنډه موده کې خپل محکمیت ترلاسه کیوي .دا سیمنټ کولی شي په یوه ورځ کې تر 40MPa محکمیت ترلاسه کړي.لوړ المونیم سیمنټ په داوبو اړوند ساختمانونو کې کاریږي ځکه د سلفایټو پروړاندې ښه مقاومت لري.دا سیمنټ له 3.5 تر 5 ساعتونو په موده کې وروستی کلکوالی ترلاسه کوي.
9) زر جوش کیدونکي سیمنټ . Quick Setting Cement
زر جوش کیدونکي یا زر ځان نیونکي سیمنټ د ګچو او المونیم سلفایټو د یو کمه فیصدۍ په ورعلاوه کولو ترلاسه کیږي .ددې سیمنټو د جوش کیدو وخت د المونیم سلفایټو له لارې برابریږي.ابتدایي جوش یې پنځه دقیقې او وروستی جوش هغه یې دیرش دقییقې دی په داسې حال کې چې په عادي سیمنټو کې وروستی جوش لس ساعته دی .دا سیمنټ داوبو لاندې ساختمانونو په جوړولو کې ډیرکاریږي.
10) سلګ سیمنټ . Slag Cement
سلګ سیمنټ د پورتلنډ سیمنټو او سلګ ایرې په یوځای کولو ترلاسه کیږي .د سلګ سیمنټو قیمت د OPC په پرتله کم دی .د نورمال RCC ساختمانونو لپآره د سلګ سیمنټو کارول مناسب نه دي ځکه لومړی محکمیت ترلاسه کول يي کمزوری دی .څرنګه چې دا سیمنټ د سلفایټو پروړاندې د مقاومت لوړ ظرفیت لري نو ځکه په سمندري اوبو سره مخ ساختمانونو کې ډیر کاریږي.
11) سپین سیمنټ . White Cement
په عمومي ډول سپین سیمنټ په مهندسي او ښکلایزه کارونو کاریږي ځکه دا ښآیښته ښکاريږي.دا سیمنټ له عادي OPC سره د اوسپنې اکساید او مګنیزیم اکساید په ورعلاوه کولو ترلاسه کیږي.په سپینو سیمنټو کې د کرومیوم ،منګانیز ،اوسپنې مرکبات د عادي سیمنټو په پرتله کم وي.
12) د تیزابو ضد سیمنټ . Acid Resistant Cement
د تیزابو ضد سیمنټ له نورمال سیمنټو سره د کوارتز او سوډیم فلوسیلیکایټ په شان تیزاب ضد موادو په ورعلاوه کولو ترلاسه کیږي.تیزاب ضد سیمنټ یا ARC په کیمیاوي صنعتي ساختماني کارونو کې کاریږي.
13) رنګه سیمنټ . Coloured Cement
رنګه سیمنټ د عادي سیمنټو سره له 10 تر 15% مناسب پګمنت یا رنګ خمیرې په ورمخلوطولو ترلاسه کیږي .لکه د سور رنګ لپاره اوسپنې اکساید ،د زرغون رنګ لپاره کروموم اکساید او ابي رنګ لپآره کوبالټ اکساید .
14) انبساط کیدونکې سیمنټ . Expanding Cement
که چیرې له نورمال سیمنټو سره انبساط کیدونکې مواد ورعلاوه شي دا سیمنټ لاس ته راځي .دا سیمنټ هغو ځایونو کې کاریږي چیرته چې د کانکریټو اقباض کیدل غوښتونکی نه وي او یا هم غوښتل شوي وي چې د کانکریټو مخلوط په یوه بله برخه فشار وارد کړي.
15) پوزولونا پورتلنډ سیمنټ . Portland Pozzolana Cement
پوزولونا سیمنټ طبیعي او یا هم مصنوعي سیمنټ دي چې سیلیکا او المونیم لري.دا سیمنټ ښه کششي محکمیت لري او همدارنګه اقتصادي هم دي.له PPC څخه معمولا د کانالیزسیون په ساختمانونو کې کار اخستل کیږي.
16) سوپر سلفایټ سیمنټ . Super sulphate Cement
سوپر سلفایټ سیمنټ د دانه داره سلګ ،کلسیم سلفایټ او پورتلنډ سیمنټو له ګډ ترکیب لاس ته راځي .دا سیمنټ دجوش کیدو پرمهال د هایدریشن لږه تودوخه تولیدوي . له سوپر سلفایټو سیمنڼو څخه هم معمولا د کانالیزسیون په ساختمانونو کې کار اخستل کیږي.
17) معماري سیمنټ . Masonry Cement
د معمارۍ سیمنټ د پورتلنډ سیمنټو سره د خامو موادو چونې اوګچو له یوځای کیدو لاس ته راځي .دا سیمنټ معمولا په اوه ورځو کې 2.5Mpa فشاري مقاومت ورکوي.