لیکنه: براین ټریسي
ژباړه: مشتاق رحیم
(د براین ټریسي د لنډو لیکنو د لړۍ څخه)
له هر چا سهوه او خطا کیږي او هر څومره چې تاسې په خپلو کارونو کې ډیر بوخت و اوسئ همدومره به درڅخه سهوې کیږي- یوازینۍ پوښتنه دا ده چې د ژوند پورې تړلو لوړو او ژورو سره تاسې څومره اغیزمنه مبارزه کوئ؟
دلته به تاسې د ژوند په اړه مثبت او منفي لید په اړه زدکړه وکړئ- تاسې به دا زده کوئ چې څنګه له خپلې سهوې څخه ګټه پورته کړئ او څنګه د ستونزو پر مهال مثبت پاتې شئ –
د غورځونکو خنډونو څخه د پرمختګ وسیله جوړول
نړۍ ته د لید دوه لارې دي: د دغه دوه لارو څخه یوه د خیر په سترګو رغنده لید دې او دویم د شر په سترګو منفي لید – هغه خلک چې نړۍ ته د شر په سترګه او یا هم منفي اړخ څخه ګوري نو هغوي د یو قرباني دریځ خپلوي، ژوند ته د ستونزو د یوې لړی په توګه ګوري، دا ورته د ظلم او ستم یو بهیر ښکاري- دوي ډیره تمه نه لري او دوي ډیر څه لاس ته هم نه راوړي- کله چې یو څه ناسم شي، نو دوي ځان ته قناعت ورکوي چې ژوند همداسې دې او داسې کومه لار نشته چې ژوند له اوسني حالت څخه ښه کړي-
بله خوا هغه دي چې د خیر خاوندان یا هغو چې ژوند ته په مثبت لید ګوري- دوي ته د خپل شا او خوا نړۍ له امکاناتو او موکو ډکه ښکاري – دوي دا باور لري چې دا هر څه چې کیږي د یوې داسې لوې پروسې برخه ده چې د دوي بریا او خوښۍ دپاره جوړه شوې ده- دوي خپل ژوند، روزګار، او اړیکو په لور په هیله، خوښۍ او مثبت برخورد سره ګام پورته کوي- دوي سترې تمې لري او دوي ډیر کم وخت مایوسۍ سره مخامخ کیږي-
د خپلو ماغزو عضلې و ښوروئ
کله چې تاسې د خپلو سهوو او خطاګانو څخه د زدکړې مهارت زده کوئ، نو تاسې داسې یو څوک کیږئ چې ستونزو او ماتو ته ښه راغلاست وايئ او د خپلو ذهني عضلو د ښورولو یوه موکه یې بولي او پرمخ ځئ- تاسې ستونزو ته د بریا په پوړۍ د پاېو په توګه ګورئ چې د بریا د لوړو څوکو پر لور د خوځښت په وخت ترې کار اخلئ-
د خپلو سهوو او خطاګانو په اړه د اقدام دوه عام لارې د لوېو لاس ته راوړنو په مقابل کې وژونکې ثابتیدې شي- لومړې د خپلو خطاګانو سره د مخامخ کیدو عامه خو ناسمه لار د خپلو خطاګانو نه منل دي- د یوې احصاې له مخې، په دغه حالت کې به تر ۷۰ سلنې پورې زمونږ پریکړې ناسمې وي – دا یو اوسط دې- د دې معنا دا ده چې یو شمیر خلک به له ۷۰ سلنې سخته پورته ناکامه کیږي او یو شمیر نور به بیا له ۷۰ څخه کم وختونه-
خپل زیانونه کم کړئ
دا یو حقیقت دې چې زمونږ ټولنه، زمونږ کورنۍ، زمونږ شرکتونه، او زمونږ اړیکې د دې دپاره ژوندۍ پاتې کیږي او هم بډاې کیږي چې یو شمیر هوښیار خلک د خپلو زیانونو او خطاګانو کچه راټیټوي- سهوې او خطاګانې یوازې هغه وخت ډیر ګران او زیانونکي تمامیږي کله چې یو څوک خپلې ټاکنې او پریکړې په ناسم والي قناعت نه کوي، او پر هماغه ناسمې پریکړې او یا هم ټاکنې باندې د ټینګار کولو له کبله خرابو پایلو بهیر لا پسې اوږدوي-
له خپلې سهوو او خطاګانو زدکړه وکړئ
دویم روش یا تګلاره چې خلک یې د خپلو ستونزو په اړه خپلوي، کوم چې ډیرې وخت د ډیرو خلکو شخصي او مسلکي ژوند ته زیان رسوي، هغه خپلو خطاګانو او سهوو څخه د ځان او ذهن ښه کولو او د فکر کولو کیفیت لوړولو په موخه کار نه اخیستل دي-
د خپلو سهوو څخه زدکړه یو ډیر اړین هنر دې چې تاسې ته د بدلون د قرباني پرځاې د بدلون د ماهر کس دوامداره تواناي در بخښي- هغه څوک چې خپله سهوه پیژني او ژر تر ژره د خپل مزل لورې بدلوي به د معلوماتو، ټکنالوجۍ او سیالۍ په روان دور کې ګټونکې او بریالې وي-
په خپل تکل او ځغاست کې چټکوالې به تاسې په سیالۍ کې ګټونکې او بریالې کړي- تاسې به د ځان دپاره د حالاتو برابرونکي واوسئ نه هغه چې حالاتو زیږولي او خلق کړي-
عملي تمرین
د وړاندې کړې شویو لارښونو څخه د ګټې اخیستلو درې ګامونه درته دلته وړاندې کیږي:
لومړې: تصور کړئ چې ستاسې د ژوند له ټولو لویه ستونزه او ننګونه تاسې سره د مرستې په توګه در لیږل شوې ترڅو تاسې یو څه ډیر ارزښتمن ترې زده کړئ-هغه څه کیدې شي؟
دویم: د خپلو زیانونو د کمولو دپاره چمتو واسوئ او که چیرې مو کومه ناسمه پریکړه او یا هم ناسمه ټاکنه کړې وي ترې ځان خلاص کړئ- دا ومنئ چې تاسې بشپړ نه یاست، تاسې تل سم او یا له خطا پاک نه یاست، او بیا د ژوند چارو کې بوخت شئ-
دریم: له خپلې هرې سهوې زدکړه وکړئ- هره هغه زدکړه او درس چې په دغه سهوه کې مخې ته درځي وې لیکئ- خپلې د نن خطاوې او سهوې څخه د پرمختګ وسیله جوړولو له لارې لوې لاسته راورنې ولرئ.