ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ په کینه کې، ځان غوښتنه له مینې مخکې حکومت کوي .
۲ ـــ کله چې انسان په خپل ځان کې آرامتیا پیدا نه کړي، نو په بل ځای کې یې لټه بې ګټې کار دی .
۳ ـــ د ښځې بې پروایي هغه سینګار دی، چې په ښکلایې ور زیاتېږي .
۴ ـــ زموږ ناکامۍ تل د هغو بانو له امله بښل کېږي، کومې چې د توجیې له پاره یې کوو .
۵ ـــ په مینه کې وفا داري دوه سببونه لري، یو دا چې ورو ـــ ورو په خپل دوست کې داسې شیان پیدا کوي، چې د دوستۍ وړ وي او بل دا چې په خپله وفادارۍ ویاړي .
۶ ـــ د انسان پوهه په دې کې ده، چې په خپله ناپوهۍ پوه شي .
۷ ـــ مینه او مین له ډېرو خبرو څخه ځکه نه ستړي کېږي، چې دوی ټولې خبرې د ځانونو په اړه کوي .
۸ ـــ بد خلک تل خپل عیبونه له نورو پټوي، مګر ښه خلک تل په خپلو عیبونو پوه او خبر وي .
۹ ـــ ښځې چې د مینې خوند وڅاکه، بیا نو دوستي خوند نه ورکوي .
۱۰ ـــ انسان هله ډېر تېروځي، چې فکر کوي نور یې تېر یوستي دي .
۱۱ ـــ زړښت د ښځو له پاره جهنم دی .
۱۲ ـــ د لویۍ غوښتنې حس په ټولو خلکو کې یو شان دی، خو توپیر یې په څرګندولو کې وي .
۱۳ ـــ څوک چې بې هنره او بې فضیلته انسان ستایي، نو داسې ده، لکه هغه ته چې ښکنځلې کوي .
۱۴ ـــ لکه رښتینې مینې چې لږ دي، رښتینې ملګرتیاوې هم لږ دي .
۱۵ ـــ دا چې موږ فکر کوو، چې ځینې څیزونه امکان نه لري، دا په دې مانا ده، چې موږ خپل ځان ناتوانه ګڼلی دی .
۱۶ ـــ ټیټال هغه ناچله روپۍ ده، چې زموږ ځانځانۍ دود کړې .
۱۷ ـــ کله ناکله له عقل څخه د بېځایه کلمو د کارولو له پاره هم ګټه اخلو .
۱۸ ـــ شتمنو ته د پوهې لاسته راوړل دومره ګران دي، لکه پوهانو ته د پیسو لاسته راوړل.
۱۹ ـــ لرېوالی عادي مینه له منځه وړي، مګر سترې او تل پاتې مینې ته نور هم ځواک وربښي، لکه باد چې شمعه مړه کوي او، اور لا پسې تازه کوي .
۲۰ ـــ که مشران او واکمن په هغو ښېګڼو وستایل شي، چې نه یې لري، نو دا به هغه ښکنځلې وي، چې د جزا له وېرې پرته ورته کېږي .
۲۱ ـــ د دښمنۍ تر ټولو غوره لاره، له وړتیا او استعداد څخه کار اخیستل دي .
۲۲ ـــ ځواني مستي او د عقل تبه ده .
۲۳ ـــ کله چې وګورم، خلک په یوه موضوع کې له ماسره همغږي دي، نو فکر کووم، چې تېروتی یم .
۲۴ ـــ دوکه او ټګي تر ډېره د کمزورو خلکو کار دی .
۲۵ ـــ کولای شو، چې مینه له روح سره تشبیه کړو، ځکه چې په سترګو نه لیدل کېږي، خو په اړه یې خبرې کېږي .
۲۶ ـــ په مینه کې ټینګار زموږ کمزوري ښیي، نه ځواک .
۲۷ ـــ وېره او هیله تل له یوبل سره وي .
۲۸ ـــ هېڅ شی ناشونی نه دی او هر کار لاره لري، که په غوره توګه اراده وکړو، نو په کافي اندازه وسایل موندلی شو .
۲۹ ـــ هغه چې په کوچنیو کارونو ځان بوختوي، دا په دې مانا ده، چې د سترو کارونو د تر سره کولو توان او وړتیا نه لري .
۳۰ ـــ د لومړۍ غوښتنې ترسره کول د نورو غوښتنو له ترسره کولو آسانه دي، چې وروسته رامنځته کېږي .
۳۱ ـــ دا انسان دی، چې غواړي د دوستۍ په چوکاټ کې، له نورو څخه ګټه تر لاسه کړي .
۳۲ ـــ حرص د سړي او حقیقت ترمنځ توره ورېځ جوړوي .
۳۳ ـــ ځینې کسان دي، چې په ځان باندې داسې مغروره دي، که چېرې مین شي، د خپلې مینې په پرتله به له ځان سره ډېره مینه وکړي .
۳۴ ـــ سستي ټوله تقوا له منځه وړي .
۳۵ ـــ بېوزله انسان د بې عقلۍ او ناپوهۍ حق نه لري .
۳۶ ـــ تقوا د ګټې په وخت کې ورکېږي .
۳۷ ـــ څوک چې څومره مینه ناک وي، په همغه اندازه بښونکی هم وي .
۳۸ ـــ انسان د نورو په کار کې له خپل کار څخه ډېر هوښیار دی .
۳۹ ـــ که چېرې کبرجن ونه اوسو، نو د نورو له کبر څخه به هېڅکله شکایت ونه کړو .
۴۰ ـــ مخکې تر دې، چې یو شی تر لاسه کړې، دې ته ښه پام وکړه، چې هغه کس د دې څیز په لرلو څومره نېکمرغه دی .
۴۱ ـــ خپل دوستان له بېوزله او غریبې طبقې څخه غوره کړئ، ځکه چې په زړه کې یې مینه ډېره وي .
۴۲ ـــ هوښیار هغه دی، چې خپل ټول د ګټې مواد برابر کړي او هر یو په خپل ځای کې استعمال کړي .
۴۳ ـــ په غالب ګومان زموږ فضیلتونه زموږ زوال دی، خو په بدله جامه کې .
۴۴ ـــ ښکاره سیالي ځان غوښتنه او ځان ښودنه ده او له نورو سره د مینې هېڅ دلیل پکې نه ښکاري .
۴۵ ـــ یوازې ستر خلک په سترو عیبونو باندې پوهېږي .
۴۶ ـــ که چېرې غواړئ، چې دوست پیدا کړئ، نو پرېږدئ، چې دوست خپله لوړه وکړي .
۴۷ ـــ ښځې هېڅکله نه وایي، چې له تاسره مینه لرم، مګر کله چې له تا نه یې پوښتنه وکړه، چې له ما سره مینه لرې؟ نو پوه شه چې په زړه کې یې ځای لرې .
۴۸ ـــ د یوه حقیقي دوست لرل، له هرڅه څخه ګران او ارزښتمن وي .
۴۹ ـــ بخت له ورک سوچه پرته بل څه نه دي .
۵۰ ـــ څنګه باور وکړم، چې بل به مې راز وساتي په داسې حال کې چې په خپله یې له ساتنې څخه عاجز یم .