لیکنه: محمد قسیم ځیر
چارې د موخو پنځونې دي. لیکوالي هم ددې دوي(قاعدې) څخه مستثناء نه ده. کله چې ادبي تیوریو جوړښت مونده نو ورسره سم د ادبیاتو د غایې او هدف خبره هم رامنځته شوه. چا ویل چې ادبیات د ژوند لپاره او چا د خوند په پار وبلل. همدا فکري زوایه د ډيرو مکتبونو او ادبي ایزمونو د پیداکیدو وجه هم شوه چې ریالیزم او رومانتیزم یې د بیلګې په توګه یادولی شو.
دا ناهمنظرتوب تر غني خان او اجمل خټک هم راوڅښېده او تردې دمه د ادبی بحثونو زړی جوړوي. ولې دلته غواړو د هغه ګډ غرض په اړه څو خبرې ولرو چې دواړه فکري نظریې یې تسلیموي.
لکه څنګه چې د اقتصاد له ارتېدنې او ټولیز کېدنې له کبله د بازار کونجي له تولیدونکي او سوداګره اخیستونکي او مصرفونکي ته ولېږدېدله د کثرت اقلام سره د لیکوالو ارزښت هم په بل مخ راواوښت او یو نه باورېدونکې څېره (لوستونکی) ددې ډګر وړونکی وګڼل شو.
اروپا کې له کتاب لیکنې مخکې د مشخص لوستوال ( ټارګیټ رېډر) د نظريې پر بنسټ د اثر ټولیز جاج اخیستلېږي چې د هم اټکل له پایلو سره سم لیکوال قلم پورته کوي.
په افغانستان او ورته هیوادونو کې چې لوستنه د ورځني ژوند برخه نه جوړوي کتاب ویل د کاتب کار دی. د لیکوال لومړی فرض د لوستنې دودونه او د مطالعې په مخکې د شته خنډونو له منځه وړنه ده.
د کتابو سست او پڅ بازار ډیرې وجې لرلی شي: جګړې، نالوستیا، کلتوري فقر، غربت، ټولنیز روحي اضطراب او د کتابونو ټیټ مانیز کیفیت.
په پورته ټولو فکتورونو که د لیکوالو سیخ زور ونه رسېږي نو په ځینو خو یې لاس بر دی. مونږ ولیدل چې څو میاشتې وړاندې د چین په څېر هیواد کې چې یو نفر په کال کې د څلویښتو تر پنځوسو کتابونه لولي هم زلمیانو د لوستنې د عامونې په خاطر څلورلارې بندې کړې وې او د یو ساعت لپاره یې هلته مطالعه وکړه.
زمونږ قلموال لومړی باید چې د لوستنې د رواجولو او په ورځني عادت د بدلولو لپاره پراخ ولسي کمپاینونه پیل کړي که څه هم چې په دولتي کچه یو، نیم نندارتون وینو مګر تراوسه د داسې کومې نادولتي هڅې شاهد نه یوو.
دوهمه دنده: د مانیز کیفیت لوړول دي: د شته کتابونو د نه خرڅون او ورڅخه د مخ اړونې یو لامل هم ټیټ مانیز کیفیت دی. زمونږ کتابونه د مانا او موضوع له مخې ډیر سولېدلي، کموزنه او ستړیکونکي دي. د غضنفر صاحب د نثر لیکلو هنر دریم ځل هم چاپېدنه ددې ښکارندويي کوي چې ښه کتاب اوس هم زښت مینان لري.
شعرونواو ناولونو د کتابتونونو خانې ډکې کړي دي که د پښتو انټرنیټي پاڼو ته ورشې نو ډيری یې سیاسي تحلیلونه او ادبي تجزیې دي. باید چې زمونږ لیکوال ځمکې ته راښکته او په ټولیز ډول د ټولنیز ژوند استازولي وکړي. ښځو ته د سینګار له لارښوده نیولې تر غوا ساتنې او چرګې کینونې پورې باید کتابونه ولیکل او وژباړل شي.
درېمه وظیفه: د لیکوال او ورسره د کتابوال داده چې د ټولنیز اقتصادي وس او قیمت ترمنځ د تناسب ورک کول دي. سینوهه ناول همدا اوس په جلال اباد کې په درې سوه پنځوس افغانۍ پلورل کیږي په داسې حال کې چې دا رقم د یو سړي له یوې ورځې عایده لوړ دی. څنګه شونې ده چې خلک د ډوډۍ اخیستلو توان نه لري په کتاب پېرلو دې لاس پورې کړي. کتابوال او لیکوال دواړه دې لومړی خلک په کتابونو روږدي کړي او بیا دې د ګټې کولو فکر ولري.
څلورم او تر ټولو مهم مسولیت د خپلو لیکنو رسونه ده: ډیری ځوان لیکوال یا د تنبلتیا او یا هم د بوختیا له امله خپلې علمي کښنې او ایستنې انټرنیټي پاڼو ته نه استوي او په دې تمه دي چې څو کاله پس به يې د یو کتاب په شکل کې خپرې کړي. له یوې مخې خو دا یو ډول علمي احتکار هم دی او له بل اړخه د لیکوونکي پرمختګ هم ټکنی کوي.
په موجوده پښتو ویبسايټونو کې زمونږ د مسلکي لیکوال ونډه هاغسې چې هرګوره وای نه ده. پورته څلورو وجهو ته که پاملرنه وشي نو په رښتیا سره به مو د لیکوالۍ او مطالعې له مخې غټ خنډونه لرې کړي اوسي.