لیکنه: نبي ساحل
په تېر پسې: درېیمه برخه
نیوزلنډیانو تردې زیات څه ندي کړي. کله چې د افغانستان دښتې او غرونه له دې ځای سره پرتله کړئ تاسې به خپله قضاوت وکړئ چې افغانستان د دا ډول مالدارۍ فوق العاده ظرفیت لري.
پر غواوو د پانګې ترڅنګ پدې برخو کې پانګې ته اړتیا لرئ:
یو: د اجارې پیسې چې زه باور لرم دولت یې په یو ناڅیز څه باندې اجاره ورکوي،
دوه: د څاه کېندل،
درې: ټرمینګ یا ژور څاه او پایپونه تېرول،
څلور: اغزن سیم،
پنځه: د ځکمې نرمول او د وښو کرل،
د افغانستان لویو لویو پانګوالو ته دا هېڅ پانګه نده. خو ګټه یې دومره ده چې فکر یې نشئ کولی. دلته به د نیوزلنډ د یو فارم مثال درته راوړم.
په فارم کې ۳۰۰ غواګانې دي. هره غوا چې شل کیلو شیدې تولید ولري د ورځې ۶۰۰۰ کیلو شیدې تولید لري. دلته شیدې د پروسس کمپنۍ جامدې له فارم څخه اخلي، پدې معنا چې شیدې په پنیر اړوي بیا یې حسابوي. له اوو کیلو شیدو څخه یوه کیلو پنیر جوړېږي او د هغه قیمت دی دلته نیم ډالر. پدې معنا چې یو من شیدې په نیم ډالر له فارم څخه اخلي. فارم د ورځې د ۳۰۰۰ ډالرو فروشات لري، چې د میاشتې ۹۰۰۰۰ زره ډالر کېږي.
په افغانستان کې شیدې فارم واله مایع پلوري نو ځکه ګټه یې څو چنده ډېره ده.
نور بیا