لیکنه: ریچارد ټمپلر
ژباړه: ذبیح الله رحیمزی
د هو ویلو ته تل اماده واوسئ!
((ښاغلي سيلکوند موډل کارۍ مشر (خارق العاده) مينځ ته راوړنه کړې. تاسې هم همدا کار وکړئ. تاسې هم يو (خارق العاده) څيز جوړ کړئ او يو کسب رامنځه کړئ.))
کردان بل و هيدي ميسون
یو ښه مدیر، چې تاسې واوسئ کوښښ کوي، هر ورځ کار په نوي ډول مخ ته یوسي. نه دا چې د تېر په څېر پخوانیو چلندونو ته ادامه ورکړئ.
د ((نه)) کلیمې د استعمال پرځای او د دې وینا:«نه موږ په همدې ډول او سلوک خپل کار ته ادامه ورکوو.»، ووایاست:«څومره ښه نظريه! ستا په نظر بايد څه ډول دا کار مخې ته يوسو؟»
وګړي باید تشویق کړئ، چې نوې طرحې تاسې ته وړاندې کړي او د هغوی له نظرونو په کار کې ګټه واخلئ. هر اونۍ نوې طرحې واخلئ او ازمایښت یې کړه. ممکن ډېره اسانه وي:«موږ هر سهار ډېرو بېسکوټو ته اړتيا لرو.» داسې:«غوږ ونيسئ ښاغلو موږ د پېر او پلور لپاره ځانګړو لارو او پلانونو ته اړتيا لرو.» پکار ده، چې په لومړي سر کې وړې طرحې هم په پام کې ونیسئ، ځکه هغوی پوه شي، چې طرحې یې یو ځای نیولی، نو په کراره کراره پر مخ ولاړ شئ.
او هغه مهال چې نوې نظریې راټولوئ، نو د ټیم له غړو غوښتنه وکړئ، څو عملي یې کړي او په کار کې ترې ګټه پورته کړي. که چېرې هره اونۍ یوه نوې نظریه منځ ته راشي د کال په پای کې به ډېرې نوې طرحې به د ټیم لپاره راټولې شي او تاسې ډاډه اوسئ، چې په هر څه به مثبته اغېزه ولري.
((که چېرې هره اونۍ يوه نوې نظريه ولرئ، د کال په پای کې به ډېرې نوې طرحې منځ ته راغلې وي.))
تر ټولو ستر مقاومت او بدلون څه شی دی؟ دا چې ټیم دې ته وهڅوئ، څو بدلونونه منځ ته راوړي او عملي یې کړي، ځکه په طبيعي ډول هرڅوک هڅه کوي، تغييرات رامنځته کړي.
که تاسې مخکې نشئ، هغوی به یې هم پیل نه کړي اما ستا لاس په کار کېده به پر ټیم اغېز وکړي.
پر ما باور ورکړئ. پوهېږم چې تاسې ډېر مشغول یاست؛ مګر موږ ټول پرمختګ او نوي کېدو ته اړتیا لرو. شاید تاسې وزګاره شېبې کمې ولرئ؛ خو که څه مخکې ځي ښه کېږي او د بدلون پیل به وي، په هغه برخه کې چې تاسې مدیر یاست.
تاسې باید نويو بدولونو ته هیله مند واوسئ او د نويو طرحو باید پالنه وکړئ او یو فرهنګ رامنځته کړئ، ترڅو نظرونه وپېژندل شي، ارزښت ورته ورکړل شي، هغو طرحو ته هم چې کار ترې هم نه اخيستل کېږي.
You also might be interested in
لیکنه: ریچارد ټمپلر ژباړه: ذبیح الله رحیمزی درې څلوېښتم قانون:[...]
لیکنه: ریچارد ټمپلر ژباړه: ذبیح الله رحیمزی د مدریت څلوېښتم[...]
لیکنه: ریچارد ټمپلر ژباړه: ذبیح الله رحیمزی دیارلسم قانون: ((تر[...]