لیکنه: براین ټریسي
ژباړه: مشتاق رحیم
د ځان د پیاوړي کولو په کارونو کې یو له ټولو ډیر زورور کار د ځان سره مثبتې خبرې کول دي- د خپل ځان پخپله هڅونکي و اوسئ او د ځان سره ټول وخت مثبتې خبرې وکړئ-
د خپلو ارمانونو په اړه فکر وکړئ
یو عادي سړې، تصادفا٬ د ځان سره په منفي ډول خبرې کوي- ستاسې د خپل ځان سره د خبرو میلان تر ۹۴ سلنې پورې د هغه شیانو په اړوند چې تاسې ترې ویره لرئ، د هغو خلکو په اړه چې تاسې ورته غوسه یاست، ستاسو د ستونزو، تشویشونو او ورته موضوعګانو په اړه وي- د دې دپاره تاسې اړ یاست چې په قصدي توګه خپل الفاظ، د ځان سره خبرې اترې د خپلو موخو سره تړلې وساتئ-
له ټولو زورور د زهرو ضد دارو
ارواپوهانو ثابته کړې ده چې دا الفاظ چې واي “زه یې کولې شم ” د ناکامۍ څخه د ویرې، هغه ویره چې ډیرې وخت تاسې له هڅه کولو را ګرځوي، پرضد له ټولو زورور دارو دي- هر هغه وخت چې د یو کار د ترسره کولو پر مهال تاسې په ویره او یا هم په شک کې واست دا الفاظ د ځان سره په وار وار تکراورئ- ښه په لیوالتیا سره ځان ته ووایئ “زه یې کولې شم! ” “زه یې کولې شم! ” زه یې کولې شم! “. کله چې تاسې “زه یې کولې شم! ” “زه یې کولې شم! ” په ویلو پیل کړئ نو تاسې د خپل لاشعور ذهن ژورې برخې ته یو پیغام لیږدوئ- دا پیغام ستاسې ویره کموي او ستاسې په ځان ډاډ پیاوړې کوي-
یو میلیون وګټئ!
یو بل څه چې ځان ته ویلې شئ هغه ” زه یو میلیون ګټم” ” زه یو میلیون ګټم ” دي- دغه پیغام خپل لاشعور ذهن ته رسوئ- کله هم چې تاسې د خپل کار په اړه فکر کوئ، په وار وار و وایئ ” زه له ټولو ښه یم” ” زه له ټولو ښه یم”- دغه ویناوې ځان سره ویل، او یا هره هغه خبره چې مثبته ده تاسې ته ستاسې د خپل ځان په اړه ښه احساس در بخښي او ستاسې د لا هڅونې لامل ګرځي- ستاسې تمرکز ډیریږي، هوډمن کیږئ – شتمن، بریالي خلک تل د ځان سره داسې مثبتې، جوړونکې او هڅونکې خبرې چې د دوي د موخو او هدفونو سره اډانه لګوي کوي-
تل مدام مو ماغزه تغذیه کړئ
ماغزه مو له سهاره تر ماښامه په داسې الفاظو، انځورونو، معلوماتو او نظریاتو تغذیه کړئ چې ستاسې د مالي بریالیتوب سره تړلي وي- د شتمنۍ ګټلو دپاره د مثتب فکر کول خپل عادت وګرځوئ- د بریالیو خلکو په اړه لیکل شوې کیسې، کتابونه او مقالې ولولئ- په دې فکر وکړئ چې تاسې به څنګه د دوي غوندې شئ- په خپل ذهن کې ځان انځور کړئ، تصور وکړئ، خیال وکړئ، او د هغو خلکو په څیر ځان وانګیرئ چې تاسې یې ستایئ، درناوې یې کوئ، او غواړئ چې د هغو په شان شئ-
یونمونه شخصیت (role model)ځان ته وټاکئ
اروا پوهانو ثابته کړې چې ستاسې ذهن د هغو خاصیتونو او بیلونکو نخښو د جذبولو دپاره چې غواړئ یې په خپل ځان کې یې ولرئ د یو نمونه شخصیت شتون ته ډیره اړتیا لري- داسې یو شخصیت وټاکئ چې تاسې یې ډیر ستایئ- چې کله هم کومې ستونزې سره مخامخ شئ خپل ځان وپوښتئ چې هغه نمونه شخصیت به په داسې حالت کې څه کوي؟ هغه کس به څه کوي؟ دغه کس به څنګه برخورد کوي؟ تاسې به وګورئ چې کله تاسې د هغه چا د برخورد په اړه چې ستاسې دپاره نمونه شخصیت دې فکر کوئ، ستاسې خپل فکر به ښه شي او تاسې به تر ډیره بریده ښه برخورد ولرئ-
یو کارپوه شئ
د خپل کسب په اړه هر هغه څه چې په ګوتو درځي ولولئ- په خبل کسب کې کارپوه شئ- څومره ډیر چې تاسې د خپل کسب، خپل کار روزګار او هنر په اړه زدکړه کوئ، تاسې به لا ډیر باوري شئ چې تاسې په دغه کسب کې لا ډیر ښه کار کولې شئ-
عملي تمرین
دوه داسې تمرینونه چې په کولو یې تاسې خپل ماغزه د بریا په موخه تغذیه کولې شئ لاندې وړاندې کیږي:
لومړې، هر هغه خت چې تاسې یو نوې هدف او یا هم فرصت په مخ کې وینئ نو په وار وار ځان ته دا عجبه او حیرانونکي الفاظ “زه یې کولې شم! ” “زه یې کولې شم! ” زه یې کولې شم! و وایئ- دا تصدیق ستاسې په ځان باور پیاوړې کوي او تاسې د بریا دپاره چمتو کوي-
دویم، د خپلو ماغزو د خوړو څارنه هماغه رنګه چې د خپلو عملي خواړو کوئ وکړئ – ځان مطمن کړئ چې تاسې ټوله ورځ خپل ذهن د هغه څه په اړه چې تاسې یې په خپل ژوند کې غواړئ په مثبتو کیسو، خبرو، انځورونو او خبرو اترو تغذیه کوئ- د داسې څه په اړه چې منفي او یا هم خپه کونکي دي له لوستلو، لیدلو، اوریدلو او بحث کولو ځان وژغورئ- دا به ستاسې په احساس او کړو وړو ډیر ژور اغیز ولري-
(د براین ټریسي د لنډو لیکنو د لړۍ څخه)