ژباړه: حکیم الدین منځنی
د منځني ختیځ موقعیت او اهمیت د اتریش فوځ یو متقاعد جنرال(بوردیس فون لوهازن) له نظر ښه درک کولای شو. نوموړی په دې باور و چې منځنی ختیځ د لرغونۍ نړۍ مرکز دی. دلته فارس خلیج موقعیت لري او د یوه مرکز د مرکز په حیث پيژندل کېږي. په دې سیمه کې یواز ې د تېلو موضوع نه ده چې اهمیت یې وربخښلای دی. که نړیوال اطلس ته پام ور واړوو. نو راته معلومه به شي. چې دومره سمندرګي د نړۍ به بله هېڅ سیمه کې شتون نه لري. د هند د سمندرګي دوه څانګې په دوو سیمو( سور سمندرګی او فارس خلیج) او دغه رنګه د اطلس سمندرګي د مدیترانې او تورې بحیرې له لارې دې سیمې ته سوری کړی دی. د دواړه سمندرګو ترمنځ چې د اسیا او افریقا له څنډو یو ډول واټن لري؛ د اور (UR) لرغونې زمکه د دجلې او فرات سیندونو خوله کې پرته ده. دغه سیمه چې د مرکز؛ مرکز جوړوي او وړاندې مو هم ورته اشاره وکړه. له هرې زاویې د پخوانۍ نړۍ باریکه او حساسه نقطه ده. د بهرنيو لاملونو د اغیزې له وجې هر ډول بدلونونه چې دلته رامنځته کېږي. د اروپا اوافریقا دواړه لویو وچو لپاره پایلې لري. یعنې کوم ادلون بدلون چې په دغه منطقه کې پیدا کېږي. د هغه ډبرې مثال لري چې سیند ته خطاء کېږي او موږ ور سره د ټول سیند د څپو شاهدان یو. هغه وخته چې امریکا په ۱۸۴۵م کال کې په زور ه د جاپان بندرونو ته لاره وکړه. د امریکا سیاست دا و چې د لرغونې نړۍ په څنډو کې پلونه جوړ کړي. په همدې سبب هغوی په ۱۸۹۸م کال کې په فلیپن ، په ۱۹۴۵م کال کې په جاپان او په همدې کال یې په سویلي کوریا او ویتنام کې نفوذ وکړ. البته له معمول سره سم دغه پلونو هم زمکې په برکې نېولې چې د پراختیا لوړه کچه یې درلوده. مګر دغه سیمو تل د اوراسیا څنډو ته پریوت درلود. د فارس خلیج به څنډو کې اسلامي نړۍ په دوو برخو ویشل کېږي. غربي نیمایي چې د لودیز پر لور د اطلس تر اقیانوس غوړېدلې او د هندنیمایي او هغه د ایران له غرونو پیلیږي. له پاکستان او بنګلدیش په تېرېدو تر اندونیزیا اوفلیپین پورې وړاندې ځي. په همدې دلیل هر هغه زبرځواک چې دلته منګولې ولګوي. دغه واقعیت ته په پام سره کولای شي نه یوازې دا چې د منځني ختیځ هېوادونو لپاره ملاتړی یا ګواښ وي بلکې ور ها خوا د اروپا، هند جزیرې او افریقا لپاره هم سرخوږی شمېرل کېدای شي. دا کار کولای شي چې د روسې نظامي قدرت پر وړاندې د درېیمې ډلې لپاره د رامنځته کېدو سبب شي او د امریکا متحده ایالاتو د جبهې کرښې چې په ترکیه کې شتون لري. د روسیې پر وړاندې غښتلې کړي او د مصر، سوریې، ایران، اروپا او ان پر جاپان د تېلو له لارې فشار وارد کړي. دا چې په یوشتمه پيړۍ کې اویا سلنه انرژي د تېلو له لارې تامینیږي. لکه څرنګه چې په اوس او نږدې راتلونکي ددې شاهدان یو، په دغه دوره کې زبرځواکونه د جيوپولتیک پر ځای ډېره پاملرنه جیواکونومیک ته اړولې ده او هڅه کوي د نړۍ پر حساس ځایونو سیاسي او اقتصادي کنترول وساتي. ددې لپاره چې انرژي د تولید له ځای د لګښت تر ځای پوره ورسیږي. د نوموړې سیمې د امنیت تامین خورا مهم ګڼل کېږي. کېدای شي دغه امنیت تحمیلي بڼه ولري لکه څرنګه چې په ورستیو کلونو کې په نږدې ختیځ کې د لویو قدرتونو له لوري په بېلابېل بهانو د هغه شاهدایو یو. هغوی په دې هڅه کې دي. چې دغه امنیت په خپله ګټه د تيلو د ارزانه صادرلو او پرته له کوم خنډ تامین کړي. چې دا د تېلو لرونکو هېوادونو لپاره بد زیری دی او همدا سبب دی چې په یویشتمه پيړۍ کې د تېلو هېوادونو او لوی قدرتونو ترمنځ د زیاتې الې ګولې څارونکی یو. سره له دې چې فارس خلیج د نړۍ د انرژۍ لویه برخه په خپله ګېډه کې ځای کړی. خو د نړۍ پرمخ د خزر سترې حوزې خلاصېدو د فارس خلیج په نفتو د انرژۍ د زیاتو مصرفونکو هېوادونو تکیه کم رنګه کړې ده. مهم ټکی دادی چې د حزر سیمې د تېلو او ګازو زېرمې په وچه کې ایسار دي. په بل عبارت د خزر سمندرګي په شا او خوا کې د انرژۍ تولیدونکي د جغرافیي له پلوه له مارکیټ په لر ې واټن کې قرار لري. په تېرو وختونو کې د حزر سیمې د تېلو د لېږد یوازینۍ لار هغه نل لیکې وې چې له روسیې تېرېدې. د پخواني شوروي اتحاد په ړنګېدو په نویو خپلواکه شویو هېوادونو کې د انرژۍ لېږد له دغه هېواد سره د نه تړاو په دلیل کم شوی دی او هغوی ازادو سیندونو ته د رسېدو په هڅه کې دي. دا چې کومه لار ګټوره او کوم هېواد د تېلو نل لیکو غځولو لپاره مهم او برابر دی. په دې دوره کې د نل لیکې د سیاست اصطلاح، د د لېږد د کرښو دیپلوماسي او د تېلو نل لیکو په نوم نقشې رامنځته کېدل په سیاسي ادبیاتو کې دود شوې اصطلاحات دي. د مرکزي اسیا او قفقاز د نویو خپلواکه شویو جمهوریتونو له منځته راتګ سره سره د ګڼ شمېر خلکو ترمنځ دا فکر رامنځته شوی چې ایران د پخواني شوروي اتحاد د پولو په ورخوځېدو زوړ اهمیت له لاسه ورکړی، مګر ځینې نور بیا بل ډول وړاندوینه کوي او وایي چې: د مرکزي اسیا او قفقاز هېوادونو له خپلواکۍ سره جوخت په شمال کې د ایران جیوپولوټیکه لمن پراخه شوې او د خزر- مرکزي اسیا او فارس خلیج ترمنځ د ایران واقع کېدو او د انرژۍ د لېږد موضوع د نوموړي هېواد اهمیت دوه چند کړی، په دې ډول چې په راتلونکي نړیوال نظام کې د دغه هېواد له پامه غورځول یو ناشونې خبره ده. همدا ځای دی چې ایران یو وخت د ورېښمو او درملو د څلور لارې له حیثیت برخمن و. نوموړي موقعیت د ایران په کورني او بهرني امنیت پوره اغیزه شیندلې. د تګ راتګ دغه موقعیت چې د زیاتره کارپوهانو په باور ، د خزر سمندرګي د انرژۍ زیرمو د لېږد لپاره ارزانه، لنډه او مناسبه لار ده. د نړيوالتوب په دغه عصر کې چې د نړیوال اقتصاد ستن د انرژۍ پر محور څرخي. دغه ټول موضوعات هغه لاملونه دي چې د ایران اسلامي جمهوریت پر امنیت پوره اغیز لرلای شي. د خزر سمندرګي د انرژۍ د څلورلارې په ډول د ایران تبدیلېدل او له دغه لارې هغه سیاسي او اقتصادي پایلو ته په پام سره چې د ایران نصیب کېږي. کولای شو چې د ایران ځای د یو سمیز قدرت په توګه ثبت او ان دغه هېواد د سیمې په یو ورهاخوا قدرت تبدیل کړو. په ایران کې د ټولو هغه کوششونو سره سره چې له انقلاب وروسته یې په ایران کې د نفتي اقتصاد پورې د تړاو راکمولو په موخه تر سره شوي، خو تر اوسه پورې انرژي بیا لومړی ځای لري او د هېواد ټول سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخې په یو ډول نه یو ډول تر تېلو پورې تړاو لري.