ژباړه: لمر ارمان
دیارلسم پروتوکول
د ځواک غوښتنه او د خوراکی توکو اړیتا غیریهودیان اړ باسي چې غلي او ارامه د خدمتګارانو په کتار کې کېني. ځکه چې موږ په راتلونکي کې همدوی ګومارو او د همدوی له لارې ځینې عوامل مطبوعاتوته وړاندې کوو. دا هغه عوامل دي چې زموږ په ښېګڼې نه دي. دا عوامل د رسمي اسنادو په بڼه خپروو څو چې پرې خبرې او بحثونه وشي.
په عین حال کې په دغو بحثونو کې موږه هم ځان ورګډوو او د بحث مطالب په هغه ډول چې موږ یې غواړو د رسنیو له لارې د خلکو غوږونو ته رسوو. ځینې مهال د خلکو پام له مطبوعاتو نورو مسایلو ته اړوو.
غیریهودیان د لنډ فکر خاوندان دي او په ډېرو عادي سیاسي مسایلو باندې نه پوهېږي. ځینې سیاسي مسایل داسې دي چې پرته له هغو کسانو چې طرحه او خلق کړي يې دي، نور پرې سم نه پوهېږي.
ـد خلکو د افکارو له جلبولو نه زموږ موخه زموږ د چارو غوره ترسره کول دي او که چېرې د هغو او دغو مسالو د تایید لپاره په خلکو پسې وګرځو، نو موږ یوازې خبرې کوو نه عمل. په خپلو لیکنو کې ولس ته اعلان کوو چې موږ ددوی د نیکمرغۍ او سوکالۍ په
هڅه کې یو.
ـ د هغو کسانو فکر او ذهن بې لارې کوو چې په سیاسي بحثونو کې موږ ته ستونزې جوړوي، نوي مسایل رامنځته کوو، لکه د صنعت په هکله بحثونه رامنځته کوو چې د سیاسي بحثونو ځای ونیسي. خلکو ته هم اجازه ورکوو چې په دا ډول مسایلو بحثونه وکړي، ډیر وخت ولسونه ځان له سیاسي بحثونو لرې ساتي او موږ به د دوی پام نورو مسایلو ته واړوو، لکه تفریح او ساتیري، سینما، محفلونه او شرابخوري او داسې نور مسایل، څو چې دوی له مهمو مسایلونه نه لرې وساتو. دوی کرا، کرا داسې عادت کوو چې خپلې خبرې په خپل ذهن کې بندې کړي. موږ یو چې د دا ډول خلکو فکر ته لوری ورکوو.
پرمختګ
کله چې زموږ د بادشاهۍ وخت راورسېده، نو زموږ ویاندویان او خولور کسان به غټ مسایل چې انسانان یې له انسانیته لرې کړي دي تر بحث لاندې ونیسي. څو چې دا ډول ستونزې زموږ د رهبرۍ لخوا حل شي.
ـ دا موږ یو چې خلک مود پېړیو په اوږدو کې، ګام په ګام د خپلو پلانونو لمخې هدایت کړي دي، ایا په دې هکله څوک شک لري؟
یادښت: هره برخه شنبې او سه شنبې خپریږي.