راپور: ۱۳ تله ۱۳۹۴
د غازي محمد جانخان په منځني ښوونځي کې د ښوونکي نړیواله ورځ د یو لړ شاندارو مراسمو په ترځ کې و نمانځل شوه چې په هغه کې د همدې ښوونځي زده کوونکو، ښوونکو، د پنځمې تعلیمي حوزې یو شمېر چارواکو او د پوهنې وزارت مطبوعاتي سلاکار هم ګډون کړی وو. غونډه د قرآن کریم په تلاوت او ملي سرود سره پيل شوه چې وروسته د پوهنې د وزارت مطبوعاتي سلاکار ګل آغا احمدي د پوهنې د وزیر پیغام و لوست. د پوهنې وزیر ښاغلي دوکتور اسدالله حنیف بلخي افغان ښوونکو ته د ښوونکي د ورځې په مبارکۍ او د ښوونکي د لوړ مقام په بیانولو سربېره ډاډ ورکړی وو چې د شته امکاناتو په چوکاټ کې به د دوی د معیشتي وضعیت د ښه والي لپاره خپلې ټولې هڅې په لاره اچوي. احمدي په خپله وینا کې ښوونکو ته د دوی د ورځې مبارکي وویله او ښوونکی یې د انسانیت د معمار په توګه یاد کړ چې په ټولنه کې مهمه دنده تر سره کوي. د دې غونډې بل ویناوال د غازي محمد جانخان د منځني ښوونځي مدېر ښاغلی رجب فاني وو چې په خپله وینا کې یې ښوونکي او زده کوونکي خپلو مهمو او حیاتي مسوولیتونو ته متوجه کړل او د ښوونکي د ورځې په مناسبت یې مبارکي وویله. د ښاغلي رجب فاني له وینا وروسته د یو شمېر ښوونکو له خوا ویناوې او د زده کوونکو له خوا خوږې ترانې وړاندې شوې. د غونډې بله برخه د تقدیرنامو او ډالیو د ویشلو لپاره ځانګړې شوې وه چې په هغه کې د غازي محمد جانخان د ښوونځي او پنځمې تعلیمي حوزې له خوا ستاینلیکونه او د پوهنې د مطبوعاتي سلاکار ښاغلي ګل آغا احمدي له خوا ډالۍ ځینو ښوونکو ته وړاندې شول. د همدې مجلس په وروستۍ برخه کې هغه دېوالي جریدې او نوښتونه یو پر بل پسې معرفي شول چې د زده کوونکو له لوري د ښوونکو د ورځې په مناسبت برابر شوي وو. همدارنګه د همدې غونډې په ترځ کې د قلمونو آرشیف او ژوبڼ هم پرانیستل شول چې د ښيښه یي صندوقونو په چوکاټ کې ترتیب شوي وو. وروسته د غونډې ګډونوالو په هغه غرمنۍ کې ګډون وکړ چې د ښوونکې د ورځې په ویاړ د غازي محمد جانخان د منځني ښوونځي د زده کوونکو او ښوونکو له خوا په خپلو ټولګیو کې برابره شوې وه، د ښوونځي مدېر، ښوونکو او مېلمنو ته په هغه کې د ګډون بلنه ورکړای شوه.
د یادونې وړ ده چې د غازي محمد جانخان منځنی ښوونځي په ۱۳۹۰ کال کې تاسیس شوې، دولتي ښوونځی دی او د پوهنې وزارت په چوکاټ کې رسمیت لري. د دې ښوونځي د نارینه او ښځینه زده کوونکو شمېر په ۱۳۹۴ کال کې ۱۸۰۰ کسانو ته رسېدلی چې د ۲۰ تنه ښوونکو له خوا په ۸ ټولګیو او ۲۵ څانګو کې په زده کړه بوخت دي او په دوه وختونو یانې سهار او ماسپښین کې خپل تعلیمي خدمتونه وړاندې کوي. د غازي محمد جانخان ښوونځي د کابل له نورو ښوونځیو سره نه شي پرتله کېدای او ځانګړو امتیازاتو او ابتکاراتو ته یې لاره موندلې ده چې نورې ښوونځۍ ورڅخه برخمنې نه دي. په همدې ښوونځي کې کابل ادبي بنډار خپلې اونیزې غونډې کوي چې زیاتره وخت د دې ښوونځي ښوونکي او زده کوونکي هم برخه پکې اخلي. کتابتون یې په خپل نوښت تاسیس کړی چې د کتابونو شمېر یې سلګونو ته رسېدلی دی. دا ښوونځی هره پنجشنبه د ممتاز زده کوونکي په نوم پروګرام لري او هغه زده کوونکی د ممتاز زده کوونکي په توګه معرفي کوي چې په درسونو، اخلاقو، دیندارۍ، پاکوالي، صنفي نظم، استادانو ته په احترام او عامو کړو وړو کې له نورو څخه د مخه وي چې دغه بهیر د دې ښوونځي په زده کوونکو کې یو عجیب اصلاحي بهیر ته لاره هواره کړې ده. همدارنګه د دې ښوونځي ښوونکي د خپلې ادارې له خوا د مجازاتو او مکافاتو له سیستم سره مخ دي چې د ښوونکو په منځکې یې عمومي اصلاح راوستلې، د ښوونځي انګړ یې زرغون دی او زده کوونکي هڅول کېږي چې وخت پر وخت دېوالي مجلې جوړې کړي. په شاندار ډول د ملي ورځو او داسې نورو مناسبتونو نمانځل د همدې ښوونځي له ابتکاراتو څخه دي او زده کوونکي یې هر سهار منظم لین جوړوي چې په هغه کې په زړه پورې روزنیز پروګرامونه او ډول ډول مطالب د زده کوونکو له خوا وړاندې کېږي.
د ښوونکي ورځ و نمانځل شوه
افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2024