ښه وړاندې مې د انګریزي ژبې د یو لیکوال ( PETER JAMES) مرکه اوریده. د لیکوال نوی پوليسي ناول چاپ شوی و. د ناول نوم ( NOT DEAD YET)و، د غه ناول په څو میاشتو کې نژدې پنځه لکه ( ۵۰۰۰۰۰) کتابونه خرڅ شوي و. زما هم ورته سودا شوه. و مې لوسته په ریښتیا ډیر په زړه پورې وو. زه اوس دلته په هغه ناول خبرې نه کوم، غواړم پدې خبرې وکم چې د ناول لیکوال دغه ناول څه رنګه لیکلی دی، کومې لارې چارې یې کارولې دي، څومره زیار یې ګاللی دی او د څه شي د زده کړې هڅه یې کړې ده.
د نوموړي لیکوال مرکه روانه وه، د پروګرام کوربه ترې پوښتنه وکړه چې ولې دومره لوستونکي یې پیدا کړه؟ راز یېپه څه کې دی ؟ لیکوال وویل:
ـ مخکې لدې چې د ناول په لیکلو پیل وکړم، د ناول یوه خاکه (plat) مې وليکله . څنګه چې ناول مې پولسي و د پولیسو په کار مې فکر وکه او له ځانه مې دا پوښتنه وکړه چي ته پولیس څومره پیژنې . ما هغه پوښتنې مخ ته کیښودې چې زما کریکټرونه ورسره مخ کیدل، کله مې چې هغه پوښتنې ځوابولې، ایله مې په سلو کې لسو ته هم په مشکل ځوابونه ورکړه .له هغه وروسته مې پدې فکر وکه چې دا د نورو پوښتنو ځوابونو موندلو لپاره بې له پولیسو بله مرجع نشته. په لنډو به یی ووایم لاړم د جینایي پولیسو سره مي قرارداد لاسلیک کړ، دوه کاله مې له هغوي سره کار وکه، د هغوی د ټولو کارونو طرز العمل مې زده که چې دوی څنګه دوسې انتخابوي، په هغو تقريبي څومره لګښت راځې،څومره اهمه پیښه څیړي پدي لګښت ارزي که نا؟ داسې نه چې یوه چا چرګه چا غلا کړي وي په هغي پسې پلټنه شروع کړي، په زرګونه ډالر پرې مصرف کړې ههههه . نو په همدې وخت کې مې په خپل ناول هم کار کاوه او د پولیسو له څيړنيزو اوصول مې پوره ګټه پورته کوله، نو په همدې دوه کاله کې مې ناول هم مکمل که، زما په اند همدا خبره ده چې زما ناول ډير مسلکې ښکاري. کله چې پولیس پلټنه کوي له ډیرو جالیبو پیښو سره انسان مخکیږي .چې هغه د عام کس په ذهن کې نه وي. زما په اند که څوک هر ډول ناول ليکي نو هغه باید د میز له شاه ونه لیکې . دلته اړینه ده. چې د خپل ناول د اړوندې موضع په اړه څیړنه وکړي له لیکلو مخکې پوره ورته کورنۍ دنده وکړي بیا په لیکنه پیل وکړي. د بیلګې په توګه، زه پدې نه پوهيدم چې پولیس څنګه دوسې انتخابوي. ددې لپاره د مصارفو منظوري څنګه کیږي. له کوم ځاې نه پیل کوي، پولیس په خپل مینځ کې ددې کیس په اړه او له نورو خلکو سره چې د تحقیق په دوران کې لیدنې او کتنې لري څه وړ خبرې کوي. چې پولیس نه یې او یا له پولیسو سره کار ونکړې زما په اند په لیکنه کې به دې هغه دم نه وي کوم چې لوستونکې ترې تمه لرې. که غواړی ښه ناول ولیکی هغه که په هره موضع وې، اول په اړونده موضع ځان پوهول پکار دي، بیا یې لوستونکو ته وړاندې کړي. اخري خبره داده چې بیړه مه کوی.