لیکنه: کنتس دوسگور
ژباړه: مسعود پښتون
له یو ښاغلي څخه هم چا ددې پوښتنه ونه کړه، چې په کوم دلیل او ولې موږ ته بې خبره او بې شعوره وایي. او دا څه رنګه خپل حق ګڼي، چې یو انسان بل ته د بې عقلي د خطاب کولو څخه وروسته زمونږ نوم او زمونږ مثال ورکوي؟
تاسو په دې فکر کې یاست، چې ددې لوي رنګین اسمان لاندې او په دې لویه مجازي نړۍ کې معلومات او علم یوازې د انساني ټولني په برخه دی؟ او که دې ته خوشحال یي، چې مونږ په دې مجازي نړۍ کې ډیری حیوانات د ځان تابع ګرځولي دي نو زموږ د ژوند ټول مشکل به حل شي او هیڅ داسې ستونزه به بې حله پاتې نشي. نو په دې وجه تاسو په دې مجازي نړۍ کې د کبر او غرور لاره اخیتار کړې ده؟
ولې داسې نه ده، څه ډول، چې تاسو فکر کوي، په دې مجازي نړۍ کې ټول ژوندي موجودات، لکه مرغان، ماهیان او حیوانات چې دې نړۍ ته یې ښکلا او ښایست ور بښلی دی، دوي هم د یوې غټې او ښکلې دونیاګۍ تر څنګ د یوې خاصې پوهې او شعور خاوندان دي، دغو ځوانو او ښکلو حیواناتو ته، مور په ډیرې خوښۍ اواخلاص سره د مینې شیدې ورکړې او دخپلې تربیې لاندې یې ورته ښوونه او روزنه هم ورکړې ده. دا چې دوي له تاسو سره خبرې نشي کولای او یا ددوي په خبرو تاسو نه پوهیږي دا د دوي ګناه نه ده.
زموږ په ټولنه کې هر وخت د مینې او محبت د خبرو تر څنګ داسې عجیبه حقیقتونه، حکایتونه، کافې او خلک هم تر سترګو کیږي، چې موږ ورته د روحانیت، ورورولي او دوستۍ په وجه ډیره په درنه سترګه ګورو. او زه د خپلو ملګرو په ډله کې د ژوند ډیر عجیبه داستان او قصه لرم، ځکه کیدای شي زه د بشریت او انسان د خدمت لپاره دې نړۍ ته را لیږل شوی یم، چې دا به زما په تقدیر کې وه، چې زه د ادم ع د اولاد د هغو شاهدیو او ادعاؤ په لټه کې اووسم او نور خلکو ته یې ور ورسوم کوم، چې ځانونه ډیر پاک نفسه او روحانین ګڼي.
کومه ورځ یې، چې زه په مکتب کې داخلوم اوس مې هم په یاد دي، تاسې به ددې خبرې په اوریدو سره په خندا کیږي، او حتمأ به دا خبره کوي، چې د غټ غوږي )خره( د مکتب سره څه؟ ولې ستاسو دا فکر او دا خیال اکثره د نورو خیالاتو او فکرونو په شان غلط دی. ځکه دا خبره سمه ده، چې موږ ستاسو غوندې د مدرسې یا مکتب په نوم کوم ځای نه لرو، او هیڅ وخت د لرګي د چوکیو تر څنګ توره تخته هم نه لرو، دا خبره هم سمه ده، چې موږ کومې علمي رتبې هم نه لرو، او کوم وخت، چې لوی شو او یا فارغ شو نو موږ ته جشن هم نه نیول کیږي، او کومه تصدیقنامه هم نه راکول کیږي، ولې بیا هم زمونږ مکتب ستاسو له مکتب څخه بهتره او غوره دی.
موږ د طبیعت په ښکلې او رنګینه مدرسه کې د خپلې خوږې مور نه درس وایو، په طبیعت کې ټول رنګا رنګ او ډول ډول ژوندي موجودات کوم، چې زموږ له مخې تیریږي د تورې تختې مانا لري. د پیدا یښت په لومړیو ورځو کې میندې موږ دښتې ته بیایي، او له ځان سره مو څروي، په طبیعت کې ټولې ګیاوې او بوټي بغیر له کوم ماشین او الې څخه موږ ته د بوي په واسطه په ښه ډول راپیژني، چې په طبیعیت کې د ټولو بوټو پیژندنه انسان ته نا ممکنه ده او موږ ته حتأ د ځینو خطرناکو بوټو د پیژندې څخه وروسته له هغو څخه پرهیز او د نه خوړلو امرهم کوي.
هغه ولاړې یا روانې او به ، چې مکروبجنې وي، کیدای شي زربین یې هم تشخیص نه کړي . ولې مونږ یې د یو بوي په واسطه تشخیصولي شو، زموږ په مدرسه کې نه څوک مجازات کیږي، او نه کوم کس ته تصدیق نامه ورکول کیږي، په موږ کې هغه څوک کامیاب دی څوک، چې د مور دا زده کړې په ښه ډول سرته ورسوي، او که څوک د مور خبرې په درست ډول په خپل ځان عملي نه کړي نتیجه به یې مرګ وي. نو دا خبره ده، چې زموږ تر منځ لوړوالی او ټیټوالي نشته، مور مو د زوي په ډول، معلم مو د شاګرد په ډول او مشران مو د کشرانو په ډول پوهوي.
نوپه اصل کې دا خبره ده، چې تر اوسه چا خر د عضلاتو په مریضۍ مبتلا او غاښونه یې چا چنجیو وهلي نه دي لیدلي همدارنګه ځینې داسې مرضونه، لکه باد بواسیر او سوزک، چې د زیات شهوت په وجه رامنځ ته کیږي په انسانانو کې شرم ښکاري ولې زموږ په منځ کې هیڅ نه ترسترګو کیږي. دا دې زموږ مدرسه او زموږ تصدیقنامه.
و ګورئ ! کله، چې خر دخرتوب ټولنیز ژوند ته داخل شوی دی، نو د خپلې ټولنې او ژوند ټول تکلیفونه او فرایض یې درک کړي دي. غلا نه کوي، خپلو هم جنسو ته دوکه نه ورکوي، هیڅ وخت ددې کوشش نه کوي، چې څوک د ځان تابع کړي، ځان پرست او جای غوښتونکی نه دی، دروغ نه وایي، شهوت غوښتونکی او چوکی نیونکی نه دی، زموږ په تاریخ او ژوند کې د چنګیز، تیمور، ناپئلیون او داریوش غوندې نه دی تیر شوی، تر اوسه پورې خر د وطن سره د خیانت په تور په ډزو نه ده مړ شوی، هیڅ وخت به زموږ په منځ کې ګداګر او رسوا کس پیدا نه کړي، او نه چاته چاپلوسي کوي، خپلې ورته سپارل شوې وظیفې او مصولیتونه په درست ډول سرته رسوي، او ستاسو غوندې د څیړنې او پلټنې په کومه دستګاه باندې باور نه لري ، غریب او بې چاره خلک بغیر له جرم کولو څخه په اور نه سوزي.
وبښۍ! کیدای شي تاسو د خر د نصیحتونو نه ګټه پورته نه کړي، او کومې حکایتي جملې مې، چې ستاسو په خدمت کې وړاندې کړې، زما مسولیت وؤ، کنه زه په دې خبره پوهیدم ، چې تاسو د بشریت لوړې نمونې یاست ، په دې حکایتونو به په ښه ډول پوهیږي. خو راځئ، چې یوه ډیره خوږه او نوې کیسه درته وکړم.
مخکې مې وویل، چې د درس اولنۍ ورځ مې ډیره ښه په یاد ده، په هغه ورځ زما مور ماته د ژوند په مختلفو ضرورتونوباندې، کومو ته، چې په ټولنیز ژوند کې زموږ زیات ضرورت پیښږي، خبرې وکړې او هیڅ څه یې پټ پرېنښودل. کله، چې لمر خپلې شغلې د غرونو تر شا نرۍ نرۍ پریښودې، او رڼا ورو ورو تیاره کیده، نو موږ هم اراده وکړه، چې کور ته راستانه شو نو مور مې راته په لاره لاره داسې وویل، زویه دا به زموږ په تقدیر کې لیکل شوي وي، چې موږ یې د بشریت د بیچارو په لاس کې اچولي یو او باید ددي بیچارو خدمت وکړو.
دا بیچاره انسانان زموږ څخه هم ډیر محتاج او غریبان دي، ځکه خر، غوا، اسپ او سپی باید هر یو د دوي د ژوند وسیله جوړونکی وګرځي او د دوي سره کومک او همکاري وکړي، او سبا که چیرته ددې دنیا د ټولو موجوداتو په منځ کې حساب او کتاب کیږي نو تر ټولو رسوا او شرمیدونکی کس به هم دی )انسان ( وي، چې تر ټولو زیات ورته د ژوند کولو وسیلې هم برابرې وې ځکه، چې دی به دالله ج د نعمتونو نه ناشکري کړې وي او دالله ج شکر به یې په سمه توګه نه وي ادا کړی.
د وخت په تیریدو سره شاید کوم کس تا زما له مالک څخه واخلي او ته به د یو چا خدمت ته وقف کیږې. نو هر وظیفه او مسولیت، چې تاته سپارل کیږي په داسې ډول یې سرته ورسوه، چې نه د خپل مالک په مخ کې وشرمیږې او نه د الله ج په مخ کې سر ټیټی او شرمنده شې. پوهیږم او باور لرم، چې ته به زما وصیت نه هېروې او له یاده به یې نه باسې.
کله، چې سهار شو نو یو سپین ږیری غوجلې ته را دننه شو او ماته یې د خریدار په سترګه ځیر ځیر وکتل، او زما د مور مالک ته یې وویل، بد حیوان نه دی، اخیستونکی یې یم، له تاسو به یې څه پټوم، ما هم مناسبه وبلله، خیر ده که چیرته مې ازادي هم له منځه لاړه شي خو، چې ددې سپین ږیري په خدمت کې اووسم او په دې هم ځان پوه کړم، چې دا شخص ځان ته پیر او روحاني وایي، په کومه درجه کې ده، ظاهر یې څه ډول دی او په باطن کې څه ډول دی؟
نیزه یې په خوله کې او کته یې په شا را وتړله او له غوجلې را بهر شوؤ. نو سپین ږیری پر ما سپور شو ما هم په ډیرې چالاکۍ او تیزۍ سره حرکت وکړ، نږدې وؤ، چې سپین ږیری را وغورځوم. بازار ته ورسیدو او سپین ږیري زما نیزه کش کړه او ودریدو. له دریدو سره سم خلک ددې سپین ږیري پر خوا او شا را ټول شول او دی ته یې د یو ډول احترام په خاطر خپلې خولۍ له سره کوزولې او سرونه یې ورته ټیټول، زه ډیر په فکر سره سپین ږیري ته متوجې وم ولې سپین ږیري ورو ورو شونډې ښورولې او له ځان سره یې په ورو ورو دې خلکو ته برعکس بد رد او کنځلې کولې، چې د دوي له دې بې عقلۍ څخه به کله کله په خندا او مسکی هم شو.
په دې وخت کې زما یو بل ملګری کوم، چې له دې لارې تیریده او زه یې ددې سپین ږیري روحاني پیر په لاس کې ولیدم نو په جګ غږ یې را رمباړه او چیغه کړه. ما هم په مسکا ځواب ورکړ، چې بد ځای مې نده پیدا کړی د خپلې وسیلې او تجربې لپاره مې تر ټولو ښه سرګرمي پیدا کړې ده.
کله، چې له بازار څخه د کور په لور روان شو نو په یوې تنګې کوڅې کې ، چې تیریدل پکې مشکل وؤ، نا څاپه یو زړه ښځه را پیدا شوه او ددې سپین ږیري او روحاني شخص لاسونه یې ور مچ کړل او په ډیر ادب او احترام سره یې روحاني سپین ږیري ته وویل، پلارجانه ! له تا څخه مې غوښتنه دا ده، چې زما د زوی د سلامتۍ او صحتنمدۍ لپاره دعا وکړې، چې الله ج یې له هر افت څخه بچ وساتي اورښتیا دا پسې هم واخله کوم غریب او مسکین، چې پیژنې د صدقې په ډول یې ورکړه. زړې ښځې ډیر په ادب سره پیسې سپین ږیري روحاني ته ورکړې، سپین ږیري په ډیر کبر او غرور سره ورته وویل، سلامته اووسې لورې الله ج دې ستا زوي په خپله پناه کې واخلي.
دا چې ښځه زموږ څخه لږ وړاندې لاړه نو سپین ږیري روحاني له ځان سره په خبرو کې وویل! ډیره ډیره مننه، ستا پیسې غریبانو او مکسینانو ته ورسیدې وې خندل او له ځان سره یې وویل، دا پیسې به اوس په شراب خانه کې د یوې سره ارغواني جام په اخیستلو سره مصرف کړم او دا جام به ستا د زوی او د ښارد ټولو لوده او احمقانو د سلامتۍ لپاره په سر واړوم.
دلته ددې خبرې په اوریدو سره پوه شوم، چې دا سپین ږیري روحاني خو په ظاهرکې سم او په باطن کې له ګناهونو څخه یو ډک انسان دی. په دې کې ډیر وخت نه وو تیر شوی، چې زما په څیړنه کې دی یو ډیر خبیث او د خدای ج پر وړاندې یو مجرم انسان معلوم شو، نو له دې ځایه مې یو هیله په زړه کې پیدا شوه، چې کاش دا خبیث او له ګناهونو څخه ډک انسان یوه ورځ د نړۍ د ټولو خلکو پر وړاندې وشرموم او خلکو ته یې ور معرفي کړم، چې نور خلک دده په روحانیت او سپین ږیرتوب باندې غلط نشي.
دا هیله مې تر ډیره په زړه کې پاتې نه شوه اوډیره ژر پوره شوه. د یکشنبې ورځ وه او دغه روحاني شخصیت په ډیر مخفي او پټ ډول د قمار وهلو لپاره قمارخانې ته دعوت شوی وؤ. ده هم د چالبازۍ او د نورو د دوکه کولو لپاره د پرو) تاش( ځینې پاڼه په جېب کې له ځان سره واچولې او غوښتل یې له تلاوت کولو څخه وروسته قمارخانې ته ولاړ شي. کله، چې قمار خانې ته ورسید، نو خلک هم دده پسې له شاه یو ځای د قمارخانې تر دروازې را ورسیدل او له ديي ،څخه چاپیره را تاو شول، هر یو د ریشخند اوشرمولو په خاطر ده ته په مختلفو طریقو خپل سر ټیټاوه او ده ته یې ددې ګناه لپاره د سختې سزا غوښتنه کوله.
ما هم ، چې کومه موقع غوښته خدای ج په لاس راکړه، او خپلې دواړه پښې مې پورته کړې او سپین ږیری او روحاني شخصیت مې پر ځمکه را وغورځاوه، چې له غورځیدو سره سره یې له جیبه هغه د پرو)تاش( پاڼې تار تار شوې او ټوله کوڅه یې په سر واخیسته، چې دد کار په کولو سره سپین ږیری نور هم د خلکو په منځ کې شرمینده شو. د خلکو په منځ کې د کنځلو او بد رد ویلو غوغا او چیغې جوړې شوې . ولې په دې ټولو اوازونو کې زما اواز فرق درلود، ما هم په خپله ژبه او له ټولو څخه په لوړ اواز داسپین ږیری په بد ویلو او کنځلو راټه، خدای ج خبر، چې خلک به زما په خبرو او کنځلو پوهیدل او کنه.
۰۹/۰۲/۰۱۶