راټولونه: نورالله زهير
*د نا ممکن کلمه د خپلو لغاتونو له قاموس څخه وباسئ نا ممکن يوه ورانوونکې کلمه ده. د ناممکن والي فکر په ځنځيري ډول د خپل تائيد لپاره منفي افکار زېږوي.
*تيري ناکامۍ د راتـلونکو ناکاميو پـه راتلو دلالت نه کوي.
*بدلون د ژوند اساسي واقعيت دی.
*په دې مه زورېږه چي لوړ مقام ته نه يې رسېدلی په دې وزورېږه چي ولي دي د لوړ مقام لياقت نه دی پيدا کړی.
*محدود هدفونـه ژونـد محـدودوي.
*څوک چي د خځلوپه ټولولو شرميږي هغه دي د اور په لګولو هم وشرميږي.
*د کار پيل د هغه د پای زېری درکوي.
*بدمرغي له هغه کړکۍ راننوزي چي پرانيستې مو پرې ايښې ده.
*ناشوني غوښتني موږ د ژوند له واقعيتونو ليري کوي.
*څه شی چي په لاس نشې راوړلای ارمان ئې مه کوه.
*څوک چي د چانس په هيله ژوند کوي څو کاله مخکي مړ دی.
*د بشر ټول اعمال د ده د فکرونو او باورونو پايـلـه ده.
*زموږ تر ټولو لوی وياړ دا نه دی چي ونه ښوئيږو بلکي دا دی چي له هغو ښوئيدو نه وروسته پرپښو دريږو.
*له ياده مه باسه چي ژوند په تکراري ډول د يوه لباس اغوستل نه دي.
*يوازي حقيقت کولای شي چي تاسو ته ريښتنی شهرت دروبخښي.
*ژوند يعني له هيڅ څه پيل کول او ډېرڅه ته ځان رسول.
*نهيلي د ګور پر لور لومړی ګام دی.
*بدلون د ژوند تر ټولو مهم او ثابـت اصل دی.
*هدف ته د رسېدو لپاره لومړی ګام د هدف درلودل دي.
*کله چي بدلون ودريږي ژوند هم دريږي.
*زموږ ژوند زموږ له فکرونو جوړ دی.
*په لويو فکرونو کي فکر وکړه اما له وړو خوښيو خوند واخله.
*ډاډه اوسئ له هر ماښام وروسته سهار راځي.
*تاسو همغه ياست چي کېدل ئې غواړئ.
*انسان د خپلي ژبي تر شا پټ دی.
اخذ:
د بريا ارواپوهنه د مصطفی صفا تاليف اړ ژباړه