ژباړه: مجیب الرحمن اېمان
افغانستان یو لرغونی او تاریخي هیواد دی، چې لږ تر لږه پینځه زره کلن تاریخ لري او د لرغنې نړۍ د پرمتللیو تمدنونو د ټولنې له ډلې څخه دی او د پخوانیو انساني مدنیتونو په پر مخ تګ کې یې لوی رول لوبولی دی او د تاریخ په اوږدو کې په دریو نومونو بامدې یاد شی دی؛
چې تر ټولو لرغونی او لومړني نوم یې اریانا و، دا هغه جغرافیه وه، چې د فارس او هند تر منځ یې ځای درلود، د یونان کلاسیکو لیکوالانو دغه جغرافیه د آریانان په نوم ثبت کړې ده، دغه کلمه په سانسیکرټ کې Arya- Varta یا Aryana- Varsha او د اوستا په زند کې Eriaeveejo راغلې ده او د درېواړو کلمو مانا یانې آریاورته، آریاناورشه او آریانا ویجو عبارت ده له د ښاغلیو(محترمو)و وفادارو، غوره، اصیل، نجیب، کرونکیو او بزګرانو ځمکه، د هغه مهال آریایانو د خپل ژوند د پوره والي (تکامول) دورې بشپړې کړې، لومړی یې لرغونی کوچاني قبیلوي ژوند او وروسته بیا له ځایي او ښاري ژوند سره بلدتیا پیدا کړه او له هستوګنې وروسته یې کرهڼه خپله دنده وګرزوله، دغې قبیلې د لومړي ځل لپاره په تاریخ کې د دولت په جوړولو لاس پورې کړ، او ښارونه یې جوړ کړل، د مشهورو ښارونو له ډلې څخه یې یو هم بخدي یا بلخ و، چې د آریانا پادشاه د هغه په لوړو برجونو باندې، چې د هغه د ځواک، قدت، ویاړ نښه ګاڼل کیدل، بیرغ پرې پر څپو راویستل، د نړۍ مشهور مورخان او جغرافیه پوهان لکه (ارټستن Eratesthens) په (۱۹۲م ز)، (سټرابو) له میلاد وړاندې دریمه پيړۍ او (باټولید) په (۱۸۶۹ تر ۱۹۳۰ز) کې د آریانا نوم یې په خپلو آثارو کې راوړی دی، مورخینو او جغرافیه پوهانو د آریانا حدود او جغرافیایي موقعیت داسې څرګند کړی دی؛ د ختیځ لور ته د اندریس سیند، د لویدیځ لور ته د خزر له دریاچې څخه چې کرښه پیل شوې ده او د اوسني بلوچستان له لویدیځ څخه تیره شوې او د هند له اقیانوس سره پیوسته شوې ده، د شمال لور ته د سیر دریا او د جنوب لور ته د هند سمندر، د آریانا خاوره له نورو سیمو څخه بیلوله، هغه وخت چې افغانستان د اریانا په نوم یادیده، ډير پيراخوالی یې لرلو، چې تقریباً د اوسني افغانستان پينځه برابره و، د دغو حدودو دننه ۱۶ ولایتونو شتون لرلو، که چیرته د دغو ټولو ولایتونو جغرافیایي موقعیت له یو بل سره وصل شي د آریانا جغرافیایي موقعیت ور څخه په لاس راځي، د دغو ۱۶ ولایتونو له ټولګې څخه یې (۱۰) لویو او پیراخو ولایتونو د هندوکش د درو د لړیو او د (اندوس، اکسوس او هیلمند) حوزي څلور خواوته په منځ کې سیمې او د سیحون او جیحون سیندونو په منځ کې سیمې له ځان سره نیولې وه، رامنځ ته شوي وو.
د لرغوني افغانستان ولایتونه:
لرغونيو مورخانو او جغرافیه لیکونکي له دغو لایتونو څخه داسې یادونه کوي؛
۱ ـ باکتریا، بخدي، بلهیکه او بالاخره بلخ د لویې آریانا پلازمینه او د هغه وخت د نړۍ له ښکلو ښارونو څخه ګاڼل کېده.
۲ ـ د سغد (بخارا، سمرقند او خوارزم) ولایت.
۳ ـ د باکتریانا (بلخ او بدخشان) ولایت.
۴ ـ د مرګیانا (مرغاب او مرو) ولایت.
۵ ـ د آریا (هرات) ولایت.
۶ ـ د پاراپامیزوس سیمه ( غور، هزاره جات، کابل تر اندوس یانې الینایا، نورستان چترال او هغه شاوخوا).
۷ ـ د درنګیانا (فراه، قندهار او نیمروز) ولایت.
۸ ـ د اراکوزیا (غزني او تر سند رود پورې د سلمان غرونو لړۍ) ولایت.
۹ ـ د ګدروزیا (بلوچستان) ولایت.
۱۰ ـ د پاکتیا (د پکتیا سیمه د سند رود پورې) ولایت.
د (بطلمیوس) له قول څخه (بیلو) د اریانا د اوو ولایتونو د نومونو یادونه کوي؛
۱ ـ باکتریانا
۲ ـ مرګیانا
۳ ـ پاراپامیزوس
۴ ـ درنګیانا
۵ ـ آریا
۶ ـ اراکوزیا
۷ ـ ګدروزیا
۲۰۱۶،۰۵،۱۹