لیکنه: احمدضیأ ابدالي
لیک لوست ډير اړین بولم د انسان په ږوند کې,انسانانو د علم او مطالعي پواسته ډير ستر انقلابونه راوستلي دي.خپل او د نورو ژږوند ته يي ښکلا وربښلي ده او داسي ډير مثالونه موږ لیدلي, اوریدلي دي او لا يي وينوو.
دا د یوه ځوان حقیقی کیسه ده.
څه وخت چي د ژوندانه کړاونو په خپل دام کي بند کړي وو. ده غوښتل چي ځان وژنه وکړي او د ږوند د کړاونو څخه ځان ازاد کړي,لیکن د یوي رسالي لوستل د هغه ږوند ور بدل کړ او وروسته د هندوستان هیواد یو له محبوبو مشرانو څخه سو.
کله چي په ۱۹۶۲ کال کي په هند کی و پوځ ته د داخلیدو لپاره پروسه شروع شوه,نو یو ۱۸ کلن ځوان هم انتخاب کړل سوو هغه ډير خدمت وکړ و پوځ ته او یوه ورځ یی د نقل و انتقال موټر پر ماین برابر شو خو دی ږوندئ پاته سوو.
وروسته د ږوند مشکلاتو مات کړ او غوښتل یی چي ځان وژنه وکړي هغه یو د ځان وژنی لیک هم ولیکئ.
یوه ورځ يي د ډهلی د ریل وی سټاشن سره په یوه دوکان کي د سوامی ویویک نندا یوه رساله تر سترګو سوه چی پرې لیکلي وه “ملت جوړوني ته د ځوانانو رابلنه “.
یادي رسالي ده ته یو الهام ورکړ او ژور فکر کول يي شروع کړ.
تر دې وروسته دغه ځوان د ګاندي , سوامی او وینوبا کارونه مطالعه کړل.
دئ په دې پوه سو چي دغو سترو خلګو خپلي خوشحالي د نورو لپاره قرباني کړلي.
ده ته دغه انګيزه ور پیدا سوه چي باید د غریبو خلکو لپاره کار وکړي او هغه څوک چي نسي کولاي ږغ پورته کړي د هغو اواز جوړ سی.
هغه وروسته د فساد پر ضد پراخه مبارزه شروع کړه او ډير کامیابه هم وو, د خلګو په زړونو کي یي ځاي پیدا کړي او د هند هیواد یو له سترو او محبوبو مدني فعالانو او مشرانو څخه شمیرل کیږي,هغی یوي رسالي یی ږوند ور بدل کړ. دغه کس اننا هزاری دي Anna Hazare.
په کتابونو کي د نړي د بهترینو خلګو افکار پراته دي.
هر انسان فنا کیدونکي دي خو لیکن افکار يي د کتابونو پواسطه د یوه نسل څخه و بل نسل ته انتقال مومئ او نه فنا کيږي.
الله ج په قران شریف کي فرمايي:
[سُوۡرَةُ الزُّمَر : ۳۹
قُلْ هَلْ يَسْتَوِى الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ.
ترجمه:
د دوى څخه پوښتنه وکړه: “ايا پوهېدونكي او نه پوهېدونكي يو شانته كېداى شي؟” –
نه هیڅکله یو شانته نسی کیدلاي.
ټولو سترو او کامیابو خلګو خپل افکار او نظريي د نورو سترو خلګو د کتابونو په ویلو سره لاسته راوړي دي او هغو ته يي په خپل مهارت سره وده ورکړي ده تر څو یو کامیاب انسان جوړ سی.
کتابونه زموږ په دماغ کي د افکارو تخم پاشئ او هغو ته وده ورکول بیا د انسان د کوښښ او تلاش سره مستقیمه رابطه لري.