په تېرپسې
اشتراکي اقتصادي نظام (Socialism)
د Socialism ریښه په لاتینه ژبه کې Sociare ته رسیږي چې د شریکولو او شراکت په ماناوو سره استعمال شوې. په لومړي ځل په کال ۱۸۲۷ کې په یوه انګلیسي او له هغه پنځه کاله وروسته په یوې فرانسوي نشریې کې د اقتصادي نظريې پتوګه معرفي کړې شوه. دا نظام په بشري ژوند کې د دوو سترو انقلابونو (په انګلستان کې د صنعتي انقلاب او په فرانسه کې د مشهور دموکراتیک پاڅون) څخه په اغیز د پانګوال اقتصادي نظام په غبرګون کې رامنځته شو. په سوسیالیزم کې د توليد ټول وسايل، فابريکې، ځمکه، سوداګري او نور ماشين الات د ټولنې تر منځ ګډ او مشترک وي، او دا هر څه د حکومت له لورې کنتروليږي. د مال توليد او وېش پکې د افرادو پر ځاى د حکومت د څارنې لاندې وي.
منځته راتګ او ځانګړنې:
پانګوال اقتصادي نظام د منځته راتګ نه وروسته نه یواځې اقتصادي ستونزې حل کړې بلکې د وخت په تېریدو خپله ستونزه وګرځیده. بې عدالتۍ پکې اوج ته ورسېدې، د ټولنو د شتمنو او نیستمنو افرادو تر منځ واټن لا زیات شو او پانګوالو به د انحصاري موقف نه په استفادې په مزدورانو باندې د هیڅ ډول ظلم څخه لاس نه نیوه. همدا نیمګړتېاوې وې چې سوسیالستي نظام ته یې لار پرانیسته. سوسیالیزم د مارکس او انګلز د افکارو نتیجه ده. مارکس جرمني فلسفي و،چې په لیکلو کې یې ښه لاس چلېده؛ هغه پخپل وخت کې د حاکم اقتصادي نظام په خلاف ډېرې لیکنې وکړی او همدا علت شو چې جرمني پرېږدي او فرانسې ته کډه شي. هلته یې د انګلز په مرسته یو مشهور کتاب ولیکه چې تراوسه د کمونستانو مقدس کتاب ګڼل کیږي. مارکس فکرکاوه چې ټولې سیاسي او ټولنیزې پیښې، حتې دین او مذهب د اقتصادي حالت په نتیجه کې رامنځته کیږي. دی پدې اند و چې د تاریخ په اوږدو کې د ټولنې د مالدارې او غریبې طبقې ترمنځ د تل لپاره د ګټو جګړه روانه ده او دا جګړه تر هغه وخته پای نه مومي چې د ټولنې افراد د مساوي حقونو څخه برخمن نشي. د کارل مارکس نظریه د پانګوالو د ظلمونو په وړاندې مبارزه وه نو ځکه یې په کم وخت کې ډېر خلک د فکر تر اغیز لاندې شول.
د اشتراکي اقتصادي نظام لويې ځانګړنې په لاندې ډول دي:
• د انساني فطرت خلاف، د فردي آزادۍ لمنځه وړل. د عوایدو وسایل لکه ځمکه، فابریکې او داسې نور د هیچا شخصي ملکیت نه بلکې ټول د ټولنیز ملکیت برخه ګڼل کیږي.
• د اقتصادي فعالیتونو موخه پکې دشخصي ګټو پر ځای د ټولنیزو اړتیاوو پوره کول دي.
• د تولید ټول وسایل د فردي ملکیت څخه دولت ته انتقال مومي. دا چې کوم توکي دې تولید شي؟ او په څومره مقدار؟ دا پریکړې پکې د دولت په غاړه دي.
• سرمایه د ټولنې د افرادو تر منځ په مساویانه ډول ویشي او هیڅوک پکې د شخصي سرمایې د جوړولو اجازه نه لري.
د کاپیټلیزم او سوسیالیزم نیمګړتیاوې:
کاپیټلیزم او سوسیالیزم، دواړه نظامونه په لومړیو کې د اقتصادي ستونزو د حل، په ټولنه کې د عدالت او مساوات د تامین او د ټولنیزې رفاه او آسایش د شعار لاندې رامنځته شول، خو په هیڅ صورت یې یاد شعارونه پلي نه کړی شول.
کوم هیوادونه چې یاد نظامونه پکې حاکم دي تر اوسه هم پکې خبره د شتمنو د څپېړو او د نیستمنو د مخونو ده. غرب دی او که شرق، خلک به ټول پکې ساه اخلي مګر ژوند د ډيرو کمو خلکو په برخه دی.
په اقتصادي لحاظ تراوسه هم د ملتونو یوه پراخه برخه د لاندې ستونزو سره لاس و ګریوان دي:
• فقر او غربت، د ټولنیز عدالت نه شتون، د ټولنې د افرادو تر منځ د ژوند د سهولتونو نا انډوله ویش
• منظم اقتصادي پرمختګ، چې د ټولنې اکثریت یې باید د پوښښ لاندې وي
• د غذایي موادو کمبود
• اقتصادي بحرانونه، چې بوج یې تر ډيره د ټولنې د وروسته پاتې برخې په اوږو وړل کیږي
• انفلاسیون، ډیفلاسیون او د قیمتونو دوامداره بدلون
• په څو محدودو لاسونو کې د اقتصادي سرچینو انحصار
• دوامداره اوزګارتیا، بیکاري، او داسې نور..
پانګوال اقتصادي نظام که څه هم تر ډيره د بشر فطري غوښتنې په نظر کې نیسي خو د عدالت په رامنځته کولو کې پاتې دی. په دغه نظام کې ټولنه په دوو قطبونو ویشل کیږي، په یوه خوا کې پانګوال دي چې د اقتصادي فعالیتونو تقریبا ټولې ګټې ددوی لاسونو ته ځي او په بله خوا کې د ټولنې غریبه طبقه ده چې غوښتنې یې تر ډيره له پامه غورځول کیږي. په دغه نظام کې د ټولنې د غریبې طبقې خلکو سره مرستې او لاسنیوي ته هیڅ کومه ځانګړې پاملرنه نه کیږي، بلکه هر څوک پکې د خپلې سرمایې د ډیرولو په کوښښ اخته وي.
پانګوال نظام په اقتصادي فعالیتونو کې افرادو ته مطلقه خپلواکي ورکړې. تولیدوونکي هر شی او په هر قیمت چې وغواړي پرته له کومو ځانګړو ممانعتونو بازار ته وړاندې کولی شي او مصرفوونکي هم په اخیستلو کې پوره خپلواکي او اختیار لري. همدا مطلقه ازادي ده چې یو شمیر ټولنیزو ستونزو لکه انحصار، احتکار، سود او نورو ته لار هواروي. بي کاري پکې ډیریږي؛ پانګه او د تولید وسایل پکې د ټولنې د محدودو کسانو لاسونو ته ځي اوغریب خلک پکې نور هم د غربت د کندو شي.
سوداګر ډیر وخت د زیاتې ګټې د ترلاسه کولو په موخه نه غواړي بازار ته اموال وړاندې کړي، اخیستونکي مجبور دي چې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو پخاطر په هره بیه چې پلورونکي یې غواړي، د توکو پېرلو ته غاړه کیږدي.
سود په کاپیټلیزم کې بله لویه ستونزه ده چې منفي اغیزی یې په ډيرو هیوادونو کې څرګندې دي. په ۲۰۰۸ کال کې یې د امریکي مالي بحران ښه بیلګه ده چې وروسته یې تقریبا د ټولې نړۍ اقتصاد د بحران سره مخ کړ.
لنډه دا چې پانګوال نظام هم یواځې د ټولنې د مالدارې طبقې ګټې په پام کې نیولې او د ټولنې پاتې اکثریت (غریب) یې شاته پریښود.
همدا عوامل و چې سوسیالستي نظام ته یې لار پرانیسته؛ دا نو بیا له شپې وروسته خلکو لمر لیده، ځېنو ملتونو په ړندو سترګو په هغه پسې هم منډې واخیستې او دا نظام ورته د بشر اقتصادي ستونزو ته د حل تر ټولو موثره لار ښکاریده.
سوسیالستي نظام د انساني فطرت خلاف، فردي ملکیت بیخي لمنځه یوړ. انسان یې د انسانیت له چوکاټه وویست، نه یې خپله اراده لرله او نه خپل ځواک، نه یې رایه اوریدل کیده او نه نظر، عقیده، فکر، اخلاق او نور ټول واکونه یې د دولت تر تسلط او ارادی لاندې راغلل. د تولید وسایل او اقتصادي سرچینې د دولت پواسطه کنترولیدې. کارګرو د کار په بدل کې یواځې د ژوند د مهمو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مزد ترلاسه کاوه او بس.
د (کار د قدرت په اندازه او معاش د ضرورت) شعار بشري قوه ورځ تر بلې لټه کړه، هیچا پکې کار ته زړه نه ښه کاوه، که چا ډیر کار کاوه او که کم، مزد یې یو شان اخیست. دا د هغو کارګرو په حقوقو تېری و چې کاري وړتیاوې یې د نورو په نسبت ډیرې وی.
سوسیالستان اوس پخپله وايي:
(مونږ له صنعتي انقلابه دغه انتظار درلود چې کارګرې طبقې ته به سوکالي او نېکمرغي له ځانه سره راوړي خو ددې برعکس له پخوا زیات وځورېدل، دا ځکه چې تنخواه یې کمه او د کار ساعتونه یې زیات و. بدبختۍ یې نورې لا پسې زیاتې شوې، خواړه یې ناوړه او اخلاق یې فاسد شول.)
سوسیالستي نظام فردي ملکیت په رسمیت نه پیژني. انسانان په فطري ډول غواړي چې خپل ملکیت ولري، خپل ژوند ولري او پخپله خوښه ځان ته د سرمایې جوړولو حق، خو دا یو هم په سوسیالستي نظام کې نه ورکول کیږي.
نن سبا د نړۍ په یوه هیواد کې هم نه د سوچه کاپيټلیزم او نه هم د سوچه سوسیالیزم بیلګه موندل کیدې شي. امریکا چې په کاپیټلیزم کې تر نورو مخکښ دی هم اوس په ډیرو برخو کې د دولت په مداخلې ټینګار کوي او عملا یې په ډیرو اقتصادي فعالیتونو کې دولت دخیل دی. بلې خواته که د چین اقتصاد، چې یو سوسیالستي هیواد دی، مطالعه شي. هلته هم دولت افرادو ته تر یوې اندازې د فردي ملکیت حق ورکړی. پاتې نورو ډیرو هیوادونو اوس مختلط نظام ته مخه کړې، چې دولت او افراد پکې، دواړه په اقتصادي فعالیتونو کې دخیل دي او دولتونه د ټولنو لومړیتوبونو ته په کتو په اقتصادي فعالیتونو کې د پریکړې حق لري.
نور بیا…
[review]