ژباړه: محمد اکبر نیازی
په حقیقت کې ډېر کم خلک له ازموینو څخه خوند اخلي او مونږ ډېر وخت داسې خبرې نه خوښوو. د ازموینې هڅه او کوښښ چې څومره ارزښت لري مونږ ته نه معلومېږي. ځینو خلکو ته د ازموینو په وخت کې ځان ناروغه ښکاري او ځینې بیا په رښتیا هم ناروغه کېږي.
بله خبره: ایا تاسو دې خبرې ته پاملرنه کړې ده چې کله د ازموینو وخت راورسېږي نو موسم ډېر ښایسته وي او ګرمي هم زیاتېږي. په حقیقت کې دا د امتحان اخیستونکو تېروتنه ده. ایا همداسې ده؟ ډېر وخت مونږ امتحان اخیستونکي ته د بد او بې رحمه شخص په سترګه ګورو ځکه چې تل زمونږ د کوچنیو تېروتنو په لټه کې وي او په هغو باندې لوی لوی چلیپا خطونه راکاږي او په دې ډول زمونږ کوچنۍ تېروتنه په لویه تېروتنه بدلوي. په ذهني ډول داسې پوښتنې پیلوي چې زده کوونکی په تشویش کې اچوي او د هغوی نیمګړتیاوې په ګوته کوي او په هغوی کې ذهني وېره خپروي. هغه ازمایښتي پوښتنې جوړوي او له هغې سختې طریقې څخه کار اخلي چې ډېر زده کوونکي ناکام شي.
هو…. ډېر خلک امتیحان اخیستونکي ته همدا ډول فکر کوي. مونږ باید په دې اړه بیا فکر وکړو او له انصاف څخه کار واخلو. اوس مونږ یوه پوښتنه کوو چې ازموینه د څه له پاره وي؟
د دې پوښتنې له ځواب څخه وړاندې باید دا ووایو چې خلک ولې ښوونځي او پوهنتون ته ځي؟ ایا هلته د ساعت تېرۍ له پاره ځي؟ ځینې خلک همداسې کوي خو ډېر خلک بیا دنورو اهدافو له پاره دغو ادارو ته ورځي. ماشومان د مور او پلار له خوا ښوونځي ته استول کېږي ځکه چې هغوی ته زده کړه ډېر ارزښت لري او ماشومان د راتلونکې مشران ګڼي. د دې اړتیاوو څخه علاوه ډېر خلک د دوه مهمو لاملونو پر بنسټ زده کړه کوي. یو دا چې د خپل انتخاب شوي مضمون څخه خوند ا خلي او په دې برخه کې ټول ممکن معلومات لاسته راوړي.دا ډول خلک په رښتیا چې ډېر بختور وي خو ځينې وختونه داسې هم پېښېږي چې باید ځینې نور مضمونونه (ضمني)هم ولولي چې د زده کوونکو ل پاره سخت وي.
اوس یې دوهم لامل مطالعه کوو. هغه دا چې خلک ولې زده کړه کوي؟ د پوهې د تر لاسه کولو او د روښانه راتلونکې له پاره زده کړه کوي.
څو لسيزې وړاندې خلکو له تکړه ښوونکو څخه ټاکل شوي مهارتونه د ښې دندې د پیدا کولو له پاره تر لاسه کول. هغوی تر کلونو پورې د کارکوونکي په صفت کار کاوه او تر هغه وخت پورې به یې دا کار کاوه تر څو پورې به چې ترې ښه ماهر نه و جوړ شوی. خو په دې ټولو کې عملي مهارتونه شامل و چې د هغوی د کار په واسطه به سر ته رسېدل. تاسو وګورئ چې یو پایه جوړوونکی ښه پایه جوړوي او که یو ساعت جوړوونکی ښه ساعت جوړوي. نن سبا داسې شیان په ډېر لږ شمېر اندازه کېږي. د مثال په ډول د موټر د جوړولو نه وروسته تاسو پوهېږئ چې موټر یې سم جوړ کړی او که نه؟ یا کمپیوټرکار، کمپیوټر سم جوړ کړی دی او که نه؟
دا ټول خلک د دوی د ظاهري بڼې څخه نه پېژندل کېږي. ځینې وخت د دوی کار ته نه کتل کېږي نو څنګه به د دوی د دندو وړتیاوې وپېژندل شي؟ د دې ځواب داسې کېدی شي چې د دې خلکو د پوهې په اړه باید وپوښتل شي او د پوهې د لاسته راوړلو له پاره باید ازموینه ورکړي. دغه ازموینې زمونږ په ژوند کې اړینې دي. راځئ د دې مقابله وکړو. ځینې خلک داسې ډاکټر ته ورځي چې ډېر پوه نه وي. له ډاکټر څخه دا طمع کېږي چې هغه خو ډېر وخت د طب په برخه کې تېر کړی دی او د دې کار په ثابتولو کې په ځینو ازموینو کې هم بریالی شوی دی. د دې له پاره چې تاسو کومه دنده غوره کوئ نو تاسو دا حق نه لرئ چې تاسو خو زده کړه هم کړې ده. که تاسو د یو لوی تنظیم سره چې په هغه کې ډېر کارکوونکي کار کوي نو ایا ستاسې مالک دا حق نه لري چې له تاسو څخه په اړونده برخه کې ازموینه واخلي؟ هو لري یې. زده کړه وکړئ خو څنګه؟ د ازموینې څخه د بریالیتوب په واسطه. لومړی د څېړنې څخه کار اخلو. داسې فرض کړه چې ته د یوې کمپنۍڅښتن یې او ته داسې کارکوونکي ته اړتیا لرې چې خپل کارونه په سم ډول تر سره کړي. ته د څه شي په لټون کې یې؟ داسې ډېرې لارې شته چې زده کړه په عملي ډګر کې په منطقي ډول سره ثابتوي. د مثال په ډول یو انځورګر(عکاس) د خپلو صلاحیتونو د بیانولو له پاره یوه بېلګه له ځان سره ساتلی شي. یو ډیزاینر هم داسې کولی شي. موټر چلوونکی د موټر چلولو له لارې خپل مهارتونه ښودلی شي. یو ژباړونکی په اسانۍ سره د کلیمو دویلو او لیکلو له لارې خپل مهارت ثابتولی شي خو مونږ ډېر صلاحیتونه په دې طریقې سره نه شو ښودلی.او په دې برخه کې ډېر کوښښ ته اړتیا ده. په دې ډول به هغه هم په نوماندانو کې شامل شي.په ظاهري بڼه او که د نوماندانو د خبرو له لارې؟ په اصل کې دا دواړه طریقې مهمې دي. خو دا دواړه طریقې د نوماند د پوهې او مهارتونو په اړه پوره معلومات نه شي ورکولی. د دې له پاره ځینو نورو خبرو ته اړتیا لیدل کېږي.
د نوماندانو د صلاحیتونو د معلومولو له پاره باید یوه بله لاره غوره شي. د مثال په ډول یو امتحان اخیستونکی په یوه ځانګړې برخه کې د یو شخص بریالیتوب او ناکامي د ازموینې له لارې معلوموي. د مقابلې ځانګړي معیار ته د رسېدو څخه وروسته شخص کولی شي یو بل پړاو ته داخل شي او د نورو بریالیتوبونه وروسته کولی شي چې وړاندې لاړ شي. دې اصطلاح ته پاملرنه وکړئ. «د مقابلې بېلابېلې درجې» دا ډېره مهمه اصطلاح ده.
د مثال په ډول دا پړاوونه ما نه دي بشپړ کړي.ډېر زده کوونکي دا فکر کوي چې په ازموینه کې د هیڅ ډول تېروتنې اجازه نه شته خو دا خبره د هغوی باور ته زیان رسوي. ایډورډجان فلپس دا خبره په ډېرې ښې طریقې سره بیان کړې ده. څوک چې تېروتنه نه کوي هغوي په حقیقت کې هیڅ کار نه شي کولی. دا ټول یو امتحان اخیستونکی په عملي ډول سره کتلی شي چې زده کوونکي له خپلې پوهې څخه ډېر څه زده کولی شي او هغه یو ښه معیار ته رسېدلی شي. لکه څنګه چې هیله کېږي، د کمپنۍ څښتن به له نوماند څخه داسې پوښتنې کوي چې هغه په لوړو نومرو سره خپل لومړی کال بشپړ کړی وي. یو نوماند چې په دې ډول له ازموینې څخه بریالی راوځي نو له هغه نوماند څخه به ښه کار کوي چا چې دغه ازموینه نه وي ورکړي. د ازموینې له لاملونو څخه یو لامل دادی چې د یو ځانګړي کار له پاره نوماند خپلې وړتیاوې څرګندې کړي. دا یو حتمي دلیل نه دی ځکه چې د ازموینې پایلې له دې څخه ډېر ارزښت لري