ليکوال: احسان الله «ذهين»
رسنۍ د يوې مفکورې، ايډيولوژۍ او يوې وينا په رسولو، خپرولو او دودولو کې ډېر مهم رول لري او تر بلې هرې وسيلې يې ژر وګړو او ټولنې ته رسوي. رسنۍ بېلا بېل ډولونه لري، لکه: چاپي، انځوريزې (ليدنۍ)، غږيزې (اورېدنۍ) او برښنايي چې هر يو يې په خپل ځای کې د اهميت وړ دی. رسنۍ د ټولنې د وګړو پر ذهني او فکري تګلوري مستقيمه اغېزه لري. په افغانستان کې رسنيو په تېرو لسيسزو کې د هر څه په څېر ډېر زيانونه ليدلي دي، کارکوونکي او ژرنالېستان يې وژل شوي، مهاجر شوي او هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي. خو (۲۱) مه پېړۍ چې د رسنيو او مطبوعاتو پر پېړۍ مشهوره ده؛ په ياده پېړۍ کې په افغانستان کې هم د رسنيو په بېلابېلو برخو کې د پام وړ بدلونونه او پرمختګونه رامنځ ته شوي دي او د خلکو پام يې ځان ته را اړولی دی. خو د رسنیو دا پرمختګ او ناڅاپي را ټوکېدنه بيا په يو لړ عواملو پورې اړوند کېږي، لکه: اقتصادي، تعليمي، سياسي او د نظام بدلون.
تر اوسني نظام وړاندې یعنې د طالبانو په رژيم کې د خلکو اقتصاد ډېر کمزوری و، بهرنۍ مرستې نه وې، دولت خپله بوديجه نه درلوده، نو ځکه خو رسنۍ يا بيخې نه وې يا که وې هم ډېرې کمزورې وې. د پوهنې کچه هم د تېر په نسبت څه نا څه ښه شوه او رسنۍ هم تر ډېره حده پوه کسانو ته اړتيا لري، نالوستي او عوام خو په رسنيو کې کار نه شي کولای، په تېره بيا په چاپي رسنيو کې. اوسمهال د پوهنې تر څنګ د خلکو اقتصادي وده هم د دې سبب شوې چې خلک رسنيو په ځانګړې توګه چاپي رسنيو ته مخه کړي او د ودې لپاره يې کار وکړي. په افغانستان کې د نظام بدلون او سياسي عوامل هم د رسنيو په پرمختګ کې ډېر بارز رول لري. ځکه چې د طالبانو په حکومت کې رسنيو ته په دومره لوړه کچه هېڅ اجازه نه وه. له څو غږيزو او چاپي رسنيو پرته نورې رسنۍ نه فعالې وې او نه يې د فعاليت اجازه ورکوله، په ځانګړي توګه تصويري رسنیو ته. د امريکا راتګ هم د رسنيو په يو ناڅاپه را ټوکېدنه کې ډېر رول لري، ځکه دوی لومړی رسنۍ په لاس کې واخيستې، چې څوک يې په ضد څه ونه وايي، ډېر وخت به مو ليدلي يا اورېدلي وي چې حقيقت يو څه وي، خو رسنيو په بشپړه توګه بل ډول انعکاس ور کړی دی.
د رسنيو په ټولنه کې له ځان سره ګڼ شمېر بدلونونه راوړي او همدارنګه د وګړو په ژوند کې زياتې اسانتياوې را منځ ته کوي، خلک کولای شي خپلې ستونزې او پيغامونه د چارواکو تر غوږونو ورسوي، له نويو پېښو او مسايلو ځانونه خبر کړي او رسنۍ هم که وغواړي ډېر ژر خلکو ته يو نوی فکر ورکولی شي او د وګړو په عامه پوهاوي کې د زيات اهميت وړ دي، ځکه چې تر بلې هرې وسيلې ژر او په اسانۍ د ټولنې هر قشر تر پوښښ لاندې راوستلی شي. رسنۍ په جمهوري او نورو نظامونو کې د (قضايه، اجرايه او مقننه) قوو تر څنګ يوه څلورمه قوه ګڼل کېدای شي او ښايي د يادو قوو په پر کړو وړو هم خپل اغېز وښندي. خو دا چې د موضوع اصلي محور پر ټولنه د رسنيو پر اغېزو را څرخي؛ نو پر همدې اساس نور نه غواړم چې ستاسو او اصلي موضوع تر منځ دېوال شم، را ګرځم اصلي موضوع ته.
دا خو تر لمر هم روښانه ده، هره وسيله چې نوې د وګړو استفادې ته چمتو کېږي، نو له شک پرته چې يو لړ اغېزې به هم لري. البته دا اغېزې ښايي مثبتې او يا هم منفي وي. د بېلګې په توګه نن سبا د موبايل کاروونه: موبايل داسې يوه وسيله ده چې د خلکو په ژوند کې يې بې ساري بدلونونه او اسانتياوې را وستې دي، د ژوند بڼې ته يې بدلون ورکړی دی، د اړيکو د ټينګښت يوه پر مختللې وسيله ده او له نړۍ څخه يې يو کلی جوړ کړی دی. فېسبو ک هم په همدې توګه. خو کېدای شي له موبايل يا فېسبوک نه برعکس داسې استفاده وشي چې همدا نعمت بيا پر يو عذاب بدل شي او د خلکو د ازار او ځورېدنې سبب شي. یعنې هر شی دوه اړخونه لري، استفاده يې بيا په کاروونکي پورې اړه لري چې مثبته ګټه ترې اخلي که منفي.
رسنۍ هم په همدې توګه د خلکو په ژوند کې د زيات اهميت وړ دي او بې شمېره ګټې لري. ښايي پر يوه ټولنه مثبتې اغېزې ولري او ښايي منفي اغېزې هم ولري. مثبتې اغېزې يې دا دي: رسنۍ کولای شي خلکو ته يو نوی او سم فکر ور کړي او په خپلو خپرونو کې د ټولنې ناخوالو ته انعکاس ورکړي. ځکه چې رسنۍ دا وړتيا لري چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې وګړو ته د لاس رسي وړ وي، يعنې رسنۍ هر سړی هغه که لوستی او که نالوستی، تر خپلې اغېزې لاندې را وستلی شي. ځکه که په يوه سيمه کې که چاپي يا تصويري رسنۍ نه وي او يا خلک لاس رسی ور ته ونه لري؛ نو يوه راديو خو هر سړی په کور کې لري. رسنۍ د خلکو په عامه پوهاوي کې ډېره رغنده ونډه لري او بايد د ټولنې او وګړو لپاره داسې خپرونې ولري چې ډېرې ګټورې وي. پوهنيزې، علمي، ديني، ادبي، ټولنيزې او نورې داسې خپرونې چې د خلکو په ذهني لوړتيا کې اهميت ولري، تر څو خلک په ځانګړې توګه نالوستی قشر د ناپوهۍ له تورتم څخه را وباسي. بله مهمه خبره دا چې يو شمېر زور واکان چې کړه وړه يې غير قانوني او پر فساد تورن دي؛ همدا رسنۍ د دوی د مهارولو لپاره ګام پورته کولای شي، قضايي ارګانونو او ټول ملت ته يې افشا کولای شي او دا دروند مسوليت هم د رسنيو پر غاړه دی، خو دا چې ادا کړی يې دی او که نه؟ دا بيا بېله خبره ده.
که رسنۍ د وګړو، ټولنې او په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره ځانګړې علمي، تفرېحي، روزنيزې او ديني خپرونې او يا هم ځينې ډرامې، فلمونه او سريالونه چې د دين، ټولنې، کلتور او د وګړړو د ذوق مطابق وي، د ټولنې او خلکو غوښتنه پکې نغښتې وي، همدا راز په ټولنه کې يې اړتيا محسوسه وي، هغه ناخوالې او ستونزې چې په ټولنه کې موجودې دي؛ پکې منعکسې شي او د هغو لپاره يوه حل لاره هم پکې واضح شي؛ نو دا به پر ټولنه يوه مثبته اغېزه ولري او ټولنه به د پرمختګ په لور او له ځوړتيا څخه لوړتيا ته وخوځوي. رسنۍ خو په سلګونو او زرګونو ګټې او مثبتې اغېزې لري چې د ټولو يادوونه په يوه ليکنه کې ناشوني دي؛ نو پر همدې باندې بسنه کوو.
خو برعکس رسنۍ بيا ځينې منفي اغېزې هم لري، هغه دا چې ځينې رسنۍ په ښکاره توګه نورو ټولنو ته تبليغ کوي، د هغوی ګټې په نظر کې نيسي او خپرونې يې هم د ټولنې، ماشومانو او ځوانانو لپاره زهر قاتل دي. د دې پر ځای چې ټولنې پرمختګ ورکړي، نوره يې هم په انحطاط کې اچوي. لکه ځینې ترکي سريالونه، هندي ډرامې، فلمونه او داسې نورې خپرونې چې زموږ په ټولنه کې هېڅ اړتيا نه ورته ليدل کېږي، د ټولنې ناخوالو ته يې انعکاس نه دی ورکړی، د پردي فرهنګ او ايډيولوژۍ د دودولو په موخه خپرېږي. زموږ پر ټولنه، ځوانانو او ماشومانو يې خورا بده اغېزه کړې ده. له بده مرغه ګڼ شمېر ځوانان او ماشومان د خپل طلايي وخت يوه زياته برخه په سريالونو او فلمونو تېروي، درس او مطالعې ته يې شا کړې ده. پدې سريالونو کې داسې تلوسه نغښتې وي چې څوک يو ځل ورباندې روږدی شي؛ بيا يې پرېښودل ناشونی او ستونزمن کار دی. ټول فکر او سوچ يې په همدې سريالونو کې وي او د دې په انتظار وي چې سبا به څه پېښېږي؟
تر دې بده اغېزه يې بيا دا ده چې د دې سريالونو او ډرامو جوړوونکي غواړي په دې وسيله خپل فرهنګ زموږ په ټولنه کې دود کړي او تر ډېره حده په دې پلان کې بريالي هم دي. کومه جامه، سټايل او فېشن چې په دې سريالونو کې کارول شوی، هغه تر ډېره حده اوس په افغاني ټولنه کې هم دود شوی. په ډېرو سريالونو کې کورنيو ستونزو، شخړو او جنجالونو ته انعکاس ور کړل شوی وي، خو وروسته هماغه ستونزې بيا په يو شمېر کورنيو کې را پيدا شوې دي، مېرمن له خاوند، نګور له خواښې او زوی له پلار سره اختلاف پيدا کړی وي. دې سريالونو او فلمونو په زياترو خلکو تاثير کړی دی، په اولادونو د فلمي ستورو نومونه اېږدي، هغه نومونه که سم وي که ناسم. د ډېرو سره خو بيا په زړه کې دا يو لوی ارمان وي چې يو ځل يې وويني.
اوسمهال ځينې شخصي تلويزونونه، راديوګانې او… رسنۍ چې د زورواکانو له خوا را منځ ته شوې دي، خپرونې يې هم د دوی له مفکورې سره سمې دي، نو دا رسنۍ به بيا څنګه د دوی پر کړنو کنټرول ولري او څنګه به يې خلکو ته افشا کړي؟ نو پر دې اساس ويلای شو چې هېڅ يوه رسنۍ په ځانګړي توګه راديو او تلويزيون بې طرفه نه شي پاتې کېدلای، هرو مرو به د يو چا پلوي کوي او د يو چا ګټې او ارزښتونه به په نظر کې نيسي. يا به د ديني ارزښتونو پلوي کوي يا د افغاني او يا به هم د يوې بلې ټولنې او هغه چا پلوي کوي چې د هغو له خوا را منځ ته شوې وي او ملاتړ يې کوي. لکه په عملي ډول يې چې وينو ځينې رسنۍ د ايران پلوي کوي، ځينې بيا د امريکا، اسراييلو او نورو هېوادونو په پلوۍ خپرونې کوي، د هغوی ګټې په نظر کې نيسي، د فرهنګ او مفکورې د دودولو لپاره يې کار کوي او پر خلاف يې څه نه شي ويلای، چې تر لمر روښانه دي نومونو ته يې اړتيا نه شته.
بله ستونزه بيا د رسنيو په قانون کې ده، يو ځای د بيان ازادي تر دې کچې ورسېږي چې دين، پيغمبر، مقدساتو او حتا الله تعالی ته هم سپکاوی پکې وشي، چې ښه بېلګه يې اېکسپرېس ورځپاڼه ده؛ له بل لوري په رسنيو همدا ازادي بيا دومره محدوده شي چې حقيقت نه شي بيانولای، که يې بيان کړي ژرنالېست په مرګ هم ګواښل کېږي.
You also might be interested in
لیکنه: احسان الله «ذهين» په ټولنه کې هر شی د[...]
لیکنه: احسان الله «ذهين» دا خو يو څرګند حقيقت دی[...]