لیکنه: عبدالوفي نایبزی
په افغانستان غوندې پرمختلونکي Developing هېواد کې پانګه اچوونه، په ځانګړي ډول د تولیداتو په برخه کې، کولی شي، چې د ډېرو لوستو او نالوستو وګړیو لهپاره د کار کولو زمینه برابره کړي.
د ملي حکومت په رامنځته کېدا سره، د پانګېاچوونې بهیر مخ پر ځوړ روان دی، د پانګېاچوونې د کمېدو/کمښت علتونه ښايي په هر هېواد کې توپیر ولري، په افغانستان کې د پانګېاچوونې د کمېدو علتونه پهدې هېواد کې د پانګېاچوونې د جواز اخیستنې مغلق بهیر، نامنظم مالیاتي سیسټم، اداري فساد، کاغذپراني/پیوروکراسي، برېښنا نهشتون، د فابريکو لهپاره د ځمکو پهمناسب ځای کې نهشتون، د قراردادونو په سختۍ ترلاسه کول، نا امني… او نور ښايي د پانګهاچوونې له پاره ستر خنډونه وي.
د افغان حکومت لهخوا په بار-بار د یادو ستونزو د حل ژمنې له ملي او نړيوال پانګهاچوونکو سره شويدي، خو تر اوسه پوره يې د عمل جامه نهده اغوستې، خو دلته دا پوښتنه پيدا کېږي، چې حکومت ولې یادو ستونزو ته لازمه پاملرنه نهکوي، دا ټول هغه څه دي، چې پایله يې دا شي، چې د هېواد څخه د پانګې وتنه/فرار سرمایه Capital Flight رامنځته شي.
هغه څه چې د پانګې اچوونې بهیر يې مخ پر ځوړ روان کړی دی:
۱ – اداري فساد / Corruption:
که څه په هېواد کې اداري فساد کومه نوې خبره نه ده، خو د هېواد په ګمرکاتو کې د فساد پرمختیا، له سوداګريزو مالونو ضمني مالیه اخیستل، په ګمرکاتي سیسټم کې نامسلکيتوب او د جریمو ناعدلانه اخیستنه د دې سبب شوی، چې د پانګوالو زړه له پانګې اچوونې څخه تور کړي او اړ شي، چې له پانګې اچوونې لاس واخلي.
د افغانستان په اداراتو کې د فساد خبره نوې نه ده، ادارې فساد کابو د افغان حکومت هره پرمختایي چاره له خنډ و ځند سره مخ کړې ده، دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د برتانيي سفیر هم افغان حکومت په خبرداري کې وویل، که افغان حکومت د فساد د مخنيوي له پاره کوټلي ګامونه وانهخلي نو هېواد به يې پرې خپلې مرستې ودروي.
۲ – په مناسب ځای کې د ځمکو نه شتون:
د هېواد په څو محدودو ځایو کې مناسبې ځمکي ته لاسرسی هغه ستونزه ده، چې کورني او نړیوال پانګوال يې د پانګېاچوونې له پاره ستر خنډ بولي، د ځينو پانګوالو او صنعتګرو په وینا، چې افغان حکومت ورته هغه ځای کې صنعتي پارکونه مشخص کړي، چې اصلاً امنيتي حالت يې سم نه دی، او دوی نه شي کولای، چې خپلې پانګې په لوی لاس په اوبو لاهو کړي.
که څه هم افغان حکومت په دې وروستیو کې د صنعتي پارکونو د امنیت او خونديتوب له ډاډ څخه خبر ورکوي، خو پانګوال وايي، چې خپلې ارزښناکه ماشین آلات نه شي کولای، چې په داسې یو نا امنه او له هر ډول اسانیتا څخه لرې سیمه کې په کار واچوي.
افغان حکومت ته لازمه ده، چې د صنعتي پارکونو له تشخیصولو وروسته يې امنیت، برق او نورې اسانتیاوې، برابري کړي، تر څو ملی او نړیوال پانګه وال وکولای شي، چې په ډاډه زړه پانګه اچوونه وکړي.
۳ – د مالي سرچینو او قرضو نهشتون:
څرګنده خبره ده، چې بانکونه «دولتي او خصوصي» د پانګې په جذب کې اړین رول لوبوي، چې په یاده برخه کې کمزوري کېدلای د پانګې اچوونې بهیر له ځوړ سره مخ کړي، ځکه هېڅ یو پانګوال نه غواړي، چې د پانګې اچوونې په لومړيو کې دومره ستر ريسک په غاړه واخلي، د ډېرو پانګوالو په وینا چې په دې برخه کې د هېواد بانکونه هېڅ داسې سمه پاليسې نه لري، چې د پانګې د تحفظ دوامدار ډاډ ورکړي.
د نړیوال بانک د اخري راپور پر بنسټ، افغانستان د نړۍ له ۱۸۳ هېوادونو په ۱۵۰ شمېره کې ځای لري، چې د سوداګرو او پانګوالو ته يې مناسب پورونو/قرضو زمینه نهده برابره کړې.
د هېواد بانکونه که پانګهوالو ته پورونه/قرضې ورکوي نو ډېره لوړه ګټه پرې اچوي، چې ډېرې پانګهوال په دا ډول قرضاخيستنې سره خوښ نهدي او د پانګېاچوونې د کمېدو یو علت هم کېدی شي.
په نورو هېوادونو کې چې د پانګه والو د قرضو اخيستنې د تقاضا ګراف لوړ لاړ شي، نو د حکومتونو له پاره د اقتصادي پرمختیا ښه زېري وي، خو دلته بیا بالعکس ده، په وروستیو کې د پانګه والو د قرضې اخیستنې ګراف لوړ دی، خو افغان حکومت نه شي کولای، چې د پورونو د ورکړې په برخه کې ورته لازمې اسانتیاوې برابرې/چمتو کړي.
۴ – د برېښنا ستونزه:
دا ښکاره خبره ده، چې د توليدي چارو د ترسراوي لهپاره برېښنايي حیاتي رول لري، دا چې پانګهاچوونکي د برېښنا لهمناسب وېش څخه نهبرخمن کېږي، نو په هېواد کې يې د پانګېاچوونې بهير ټکنی کړی، که څه هم په وروستیو کې افغان حکومت له ګاونډیو هېوادونو څخه برېښنا وارد کړې، خو د ډېری پانګهاچوونکو او سوداګرو پهنظر وارداتي برېښنا يې توليدي کارونو ته بسنه نهکوي او افغان حکومت باید يادې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
د نړيوال بانک د اخري راپور پر بنسټ افغانستان د نړۍ له ۱۸۴ هېوادونو څخه په ۱۰۴ځای کې دی، چې سوداګر او پانګهاچوونکي پهکې انرژۍ او برېښنا ته کم لاسرسی لري.
که څه هم د برېښنا ستونزه پهټول هېواد کې عامه ده او د هېواد ډېری وګړي يې د مناسب شتون څخه سر ټکوي، خو افغان حکومت ته بویه، چې د هېواد عامه وګړیو پهنسبت سوداګرو او پانګهاچوونکو ته د برېښنا نرخ راښکته کړي، تر څو د پانګهاچوونکو ستونزې حل شي او پانګهاچوونکي وهڅېږي.
۵ – د پانګېاچوونې او سوداګرۍ پېچلي زاړه قوانین:
د هېواد د سوداګرۍ زاړه او پېچلي قوانین هغه ستونزه ده، چې په افغانستان کې کورني او بېروني پانګهاچوونکي له پانګونې څخه زړه توري کړي او اړ شوي، چې خپلې پانګې بېرونۍ هېوادونو ته انتقال کړي او هلته پانګونه وکړې.
د ډېری پانګهاچوونکو په آند، افغان حکومت نهدی توانېدلی، چې د سوداګرۍ او پانګېاچوونې قوانین پهټولو سوداګرو او پانګه اچوونکو يو ډول پلي کړي.
د ځینې سوداګرو په اند، د افغان حکومت ځينې تعرفي دومره لوړې دي، چې د دوی له وسه پوره نهدي او نهشي کولای، چې پهدې هېواد کې سوداګرۍ ته زړه ښه کړي.
افغان حکومت ته بویه، چې ګمرکي قوانین له سره نوي او د تعرفو په برخه کې هم جدي پاملرنه وکړي.
۶ – د امنیت نهشتون:
د ملي يووالي حکومت په راتګ سره، چې امنتي حالت ورځ تر بلې لا پسې خرابېږي، نو یاد حالت ډېرۍ سوداګر او پانګه اچوونکي هم له اندېښنو او ستونزو سره مخ کړي دي.
په هېواد کې د مافیايي کړیو شتون او د یادو کړيو منظمه همغږي د حکومت له لوړ پوړيو چارواکو سره هغه څه دي، چې له دې هېواده د پانګې وتنه Capital Flight رامنځته شي.
د امنيتي سکټور په برخه کې کمزوري رهبري بل ستر لامل دی، چې د سوداګرو او پانګه اچوونکو ژوند او کار يې له ستر ګواښ سره مخ کړي دی. د هېواد وروستي امنیت حالت ته په کتو سره چې منظمي ټارګيټي وژنې، اختطاف، په پاټکونو کې له سوداګريزو توکو بېځایه اخيستنې او نور هغه عوامل دي، چې د هېواد سوداګر او پانګه اچوونکو يې د خپل کار/پانګونې په برخه کې د سترو ننګونو په توګه یادوي.
افغان حکومت ته لازمه ده، چې پورته ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي، تر څو د اقتصادي وده له دې لارې ډاډمنه کړي، ځکه يو هېواد د اقتصادي ټينګښت/ثبات او اقتصادي خپلواکۍ څخه پرته نه شي کولای چې پر مخ ولاړ شي.