کله چې تاسې په بلجيم کې د کډوال په ډول ومنل شوی، تاسې کولای شئ چې د نيلي پاسپورت چې په هالنډي کې ورته reisdocument وايي غوښتنه وکړئ.
دا پاسپورت تاسې د اوسېدو د سيمې له ښاروالۍ څخه ترلاسه کولای شئ. او یا ښاروالي کولای شي تاسې هغه برخې ته معرفي کړي. چېرې چې تاسې دا پاسپورت ترلاسه کولای شئ.
که چېرې تاسې په بلجيم کې د کډوال په ډول منل شوي یاست
تاسو کولی شئ په مستقیم ډول د ښاروالۍ اداري خدماتو ته د له خپل پېژندګلوي کارت یا ای ډي کارت سره چې له دې کارتونو څخه به یو وي ولاړ شئ.
A, B, C, D, F یا کوم بل یو.
همدا شان به تاسې له ځان سره یو عکس چې د پاسپورت د انځور له معیارونو سره وي ولري. د انځور لپاره نمونه په دې لېنک کتلای شئ.
که چېرې ستاسې اسناد پوره او ستاسو وضعیت سم وي، ستاسو د ښاروالۍ اداري خدمت به وکوالی شي ستاسو غوښتنلیک د نيلي پاسپورت لپاره ثبت کړي.
تاسو په بلجيم کې ټولنیزه پناه یا په عامه اصطلاح یو کلن اسناد ترلاسه کړې
په دې حالت کې په معمول ډول تاسې باید په بروکسل کې د افغانستان سفارت ته ولاړ شئ او هلته د پاسپورت غوښتنه وکړئ، تر څو تاسې وکولای شئ له بلجيم څخه بهر سفر وکړئ.
په څه ډول دا غوښتنه وکړو؟
ولې په ځينو استثنايي حالاتو کې چې تاسې نشی کولای د افغانستان سفارت یا کنسلګری ته ورشئ تاسې کولای شئ چې د نیلي پاسپورت غوښتنه وکړئ.
ددې لپاره وړاندې له دې چې تاسې د ښاروالۍ اداري خدماتو څانګې ته ورشئ تاسې باید د بلجيم د بهرنیو چارو وزارت هوکړه ترلاسه کړئ.
ددې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره لومړی باید تاسې دا پوښتنلیکونه چک کړئ
پوښتنلیک په هالنډي ژبه پرانیزئ
پوښتنلیک په فرانسوي ژبه پرانیزئ
پوښتنلیک په انګلیسي ژبه پرانیزئ
که چېرې ستاسې د پوښتنلیک دریو ټولو پوښتنو ته د هو ځواب نه درلود، تاسې نشی کولای چې د نیلي پاسپورت لپاره غوښتنه وکړئ. تاسې باید یوازې او یوازې د افغانستان له سفارت څخه دا پاسپورت ترلاسه کړئ.
که چېرې ستاسې ځوابونه د دریو واړو پوښتنو لپاره هو وو په هغه صورت کې تاسې په لاندې برېښلیک د بهرنیو چارو وزارت ته برېښلیک واستوئ.
passeport@diplobel.fed.be
په خپل برېښلیک کې چې هالنډي، فرانسوي یا انګليسي ژبه به یې ليکئ لاندې محتویات باید ولري.
– ستاسې وروستۍ او لومړی نوم
– ستاسې د زږېدو نېټه
– ستاسې تابعیت
– د خپل ای ډي کارت کاپي
– ستاسې د وضیعت په اړه نور اړوند معلومات یا اسناد
کله چې تاسې د بهرنیو چارو له وزارت څخه د هو ځواب چې ستاسې له غوښتنې څخه ممکن د 6 اونیو په موده کې وي، ترلاسه کړ تاسې کولای شئ چې د دو اونیو په موده کې د خپلې سيمې ښاروالۍ ته ورشئ.
د معلوماتو لپاره لاندې ویډیو وګورئ!