لیکنه:پوهنیار سیداصغر هاشمي
په تحقيق کې ابتدايي موضوعات
د هرې موضوع د ښه پېژندنې لپاره له هغوپوښتنوپيل کوو، چې د هر پلټوونکې اوڅېړونکې ذهن ته د کليدي او اصلي پوښتنو په ډول راځي.
د هرې ښکاره موضوع په هکله د څېړنې په وخت کې د ځانګړې موضوع لغوي اواصطلاحي پېژندنه، ارزښت، اهميت، ګټې اوځانګړنوباندې بحث کېږي.
څېړنه څه ته وايي:
څېړنه او تحقيق د حقايقومنظم لټون ته وايي. دا چې الله تعالی انسان اشرف المخلوقات پيداکړی دی، ددې تواناييورکړې ده، چې د ژوندپر ټولوبرخوکې حقايق کشف اودحقيقت پربناژوندتېرکړي.
د څېړنې برکت دی، چې ټوله نړۍ ورځ تربلې د پرمختګ په حال کې ده او پرمختللي هېوادونه ځان اونورې نړۍ ته خدمت کوي.
د حقايقود لټون لپاره په ټولې نړۍ کې يوه ښه مرجع قرانکريم دی او د غېر مسلمونه بايدمسلمانانودڅېړنې په برخه کې ښې لاس ته راوړنې درلودی، خوداسې نه ده، د مسلمانانوپرځای غېرمسلمانان نوي اختراعات کوي او هره ورځ نوې لاس ته راوړنې لري.
تحقيق په روزمره ژوندکې د استفادې وړدی. که ديوې کورنۍ والدين خپل زوی ته ښځه کوي، دوی به حتماد نجلۍد کورنۍ په باب هراړخېزه پلټنه کوي، ترڅوچې په اينده کې دکومې ستونزې سره مخامخ نشي، چې دغه موضوع پخپله د تحقيق او څېړنې نظریه مطرح کوي.
انسان الله تعالی د همدې لپاره پيدا کړی، چې فکر وکړي اوحقايق د ځان لپاره معلوم کړي، اکثره پوه انسانان د تخليقي او پلټوونکي ذهن څښتن وي. دطبيعت د مظاهرواودخپل چاپيريال د موجوداتو په باب يې ډېرڅه په ذهن کې ګرځي اود هر يوڅيز په اړه د حقيقت موندلواو په اسرارو د پوهيدلوهڅه کوي، د هرشي په هکله چې پوښتنه ورته پيدا شي، غواړي هغه ته ځواب پيدا کړي، کوموپوښتنوته چې ځواب پيدا نه کړي، د ځواب موندنې لپاره له نوروپوښتنه کوي اود اشياووپه حقيقت دځان پوهولو دغه سلسله جاري ساتي. زما په پوهه د حقايقود کشف لپاره د انسانانو تلوسه، تنده او پلټنه د څېړنې او تحقيق اساس او بنسټ جوړوي، ځکه نود شرقي تعبيرونوسره سم څېړنه او تحقيق ته پلټنه اولټون وايي.
څېړنه که دعلوموپه هرې څانګې پورې اړه ولري، معنا دا چې دطبيعي علومو، ساينسي علومو، اجتماعي علومواو يا د ديني پوهنوڅېړنه وي، کاريې له درواغود رښتيا، له ناسمودسمو، له کوټوو د اصيلوبېلول او د اصلي حقيقت موندل دي.
څېړنه اوتحقيق په روزمره ژوند کې د پېشرفت لامل ګرځيدلی شي او له ښېګڼویې سترګې نشو پټولای.
په ختيځ اولويديځ کې د څېړنې لپاره بېلابېلې پېژندنې وړاندې شوي دي، خود ټولوتعبيرد الفاظو په تغيرسره يودی.
د څېړنې لغوي پېژندنه:
څېړنه د(تحقيق)پښتو ژباړه ده. تحقيق عربي لفظ دی، چې تحقيقاً او محقق يې مصدردی. تحقيقاً(تحقيق کوونکي، څېړونکي)، محقق(تحقيق شوي، څېړل شوي )ته وايي.
په پښتوکې څېړنه، عربي کې تحقيق، انګريزي کې Research او په فارسي کې پژوهش په يومفهوم باندې کارېږي.(۲۶: ۷۸ مخ)
د څېړنې اصطلاحي پېژندنه:
د څېړنې د اصطلاحي پېژندنې په باب ختيځ پوهانو او لويديځ پوهانو د خپل فکر او نظر اړوند تعريفونه وړاندې کړي
دي، چې د الفاظو په تغير او تبديل سره د اکثرو تعبيرونه يوشان دي.
د يوې ټاکلې موضوع په باب رښتينې، ژوره او عالمانه پلټنه ده، چې په هغې کې حقايق، واقعيتونه او مسايل تحليل اوتفسيرکېږي.ياديوې ځانګړې موضوع په هکله دحقايقولټون ته څېړنه وايي.
نوميالی ليکوال (جان بيسټ)يې داسې راپېژني: څېړنه(تحقيق) د ليکنې علمي ميتودله تحليل څخه په دقيق او سيستماتيک ډول د استفادې کولوته وايي. (۲۳: ۱۱۲ مخ)
د هندپياوړی محقق ډاکترګيان چندپه خپل اثرکې وايي: څېړنه د يوپټ يامبهم حقيقت د ښکاره کولواصولي عمل دی.څېړنه د نامعلومويالږ معلوموشيانوپه هکله پوهېدنه ده. يعنې کوم حقايق چې زموږله سترګو پناه نه دي، د هغولټون او هغه حقايق چې له سترګو پناه دي، د هغوله تيارو را ايستلو ته څېړنه وايي.
د څېړنې لغوي پېژندنه او اصطلاحي پېژندنه يوله بله معنوي او منځپانګېز تړاولري، اولغوي او اصطلاحي تعريفونه يې يوډول تعبيرونه وړاندې کوي. (۱۲: ۱ مخ)