لیکوال: ډاکتر محمد السقا عيد
دانسان په بدن کې دوه عمليې تل په کار بوختې دي ، يوه يې د جوړونې عمليه ده چې د غذايي توکو د جذبولو او حل کولو دنده په غاړه لري ، او بله يې د ويجاړونې عمليه ده چې دبدن په حجرو کې د ويجاړتيا دنده په غاړه لري .
لومړۍ عمليه د جوړونې او سمونې عمليه ده ، دا په داسې حال کې چې دويمه عمليه د لومړۍ عمليې برعکس دنده پر مخ بيايي. دا عمليه له بدن څخه زهرجن توليدات او ناولتوب له منځه وړي.
خو کله چې يو انسان د دواړو عمليو ترمنځ توازن ته پام وکړي او تناسب يې وساتي، نو هغه له ښې روغتيا څخه برخمن وي ،دا دواړه عمليې په ګډه ميتابوليزم تشکيلوي ، چې دا بيا دهغو عملياتو ټولګه ګڼل کيږي چې د پروتوپلازما له جوړنې او ويجاړولو سره تړاو لري .
ګاډيالي دې پايلې ته رسېدلي چې سور رنګه وړانګې د جوړونې يا سمونې وړانګې ګڼل کيږي ، دا په دې مانا چې سرې وړانګې په بدن کې د وينې سره کرويات زياتوي او ينه رابيداروي. دا په داسې حال کې ده، چې بنفشه يي وړانګې چې توري فعالوي ، ويجاړوونکې او لړزوونکې وړانګې ګڼل کيږي.
ګاډيالي دا هم کشف کړې،چې توري د وينې پخواني سره کرويات له منځه وړي او پر ځاي يې د وينې سپين کرويات توليدوي چې بيا له بکترياوو سره جګړه کوي او مخه يې نيسي.
سور رنګ چې د انسان په بدن کې د ينې فعاليت ګړندي کوي، په کمان رستم کې د رڼا يوې خواته موقعيت لري ، دا په داسې حال کې ده چې بنفشه يي رنګ چې د توري فعاليت ګړندي کوي د کمان رستم په بله خوا کې ځاي لري . د يادونې وړ ده چې بنفشه يي رنګ ( نخامي غده ) فعالوي او لا يې ګړندۍ کوي. دا له پخوا راهيسې يو پېژندل شوي حقيقت دي چې نخامي غده د انسان په بدن کې مرکزي غده ګڼل کيږي او نورې ټولې غدې له همدې تنظيميږي. نو په دې اساس، ويلي شو چې دا غده د بدن د هرې برخې په کار باندې اغېزې لري .
د جرمني يو ساينس پوه (مندل) هم په ۱۹۸۰ زيږديز کال کې يوه ساينسي ( دايرة المعارف ) وليکله ، په دې کې يې بنسټيزو رنګونو ته نغوته ( اشاره) کړې ، نوموړي له هغو رنګونو هم يادونه کړې چې نور رنګونه پوره کوي، ددې ترڅنګ په دې کتاب کې يې د بېلا بېلو وسايلو په مرسته د رنګونو په واسطه د درملنې څرنګوالي هم ښودلي دي. دا وسايل په رنګينو وړانګو باندې د طبيعي درملنې وسايل بولي. نوموړي ساينس پوه د درملنې لپاره شپږ بنسټيز رنګونه په ګوته کړي چې عبارت دي له : سور ، ژېړ،آسماني، نارنجي، زرغون او بنفشي رنګونو څخه .
نويو څېړنو ښودلې ، چې له رنګونو څخه په سمه توګه استفاده کول انسان سره د زده کړې او د حافظې په غښتلتيا کې مرسته کوي ، دا په دې مانا چې د انسان د زده کړې ، پوهې او د حافظې وړتيا له ۵۵٪ څخه ۷۸٪ ته پورته کوي .
په سان ډياګو کې هم په ۱۹۸۲ زيږديز کال کې د رنځورپالنې ( نرسينګ ) په يوه پوهنځي کې هم په رنګونو د درملنې په برخه کې يوه تجربه ترسره شوه . په دې تجربه کې نږدې شپېته مېرمنې چې په روماتيزم ناروغۍ اخته وې، د پنځلس دقيقو لپاره آسماني رنګه وړانګو ته وړاندې شوې، چې په پايله کې د پخوا په پرتله دهغوي د مفصلونو درد په زياته کچه راکم شو. نو ددې تجربې څخه جوتيږي چې د آسماني رنګ وړانګې په روماتيزم له اخته ناروغانو سره مرسته کوي ا و د مفصلونو د درد په راکمولو کې مهم رول لري .
يوه بله څېړنه چې په ۱۹۹۰ زيږديز کال کې ترسره شوه ، په دې تجربه کې د سور رنګ وړانګې د هغو ناروغانو سترګو ته واچول شوې چې له نيم سيري ناروغۍ يې سر ټکاوه، ددې وړانګو د استعمال په پايله کې ۹۳ ٪ ناروغان ښه شول . ساينس پوهان د څېړنې په پايله کې دې ته ورسېدل چې سور رنګ د وينې شرياني فشار لوړوي او د وينې رګونه پراخوي .
همدا راز څېړنو ښودلې چې رنګونه د تودوخې ددرجې په لوړوالي او ټيټوالي کې هم رول لري، او په څومره اندازه چې رنګ بدليږي په هغومره اندازه ورسره په تودوخه باندې زموږ احساس هم توپيرکوي. په دې اړه په (ناروي) هېواد کې هم ځينې تجربې ترسره شوي، تجربو ښودلې چې کله څوک په داسې خونه کې ناست وي چې په آسماني رنګ باندې رنګ شوي وي، نو هغوي ښايې دېته اړ شي ترڅو د خونې د ګرموالي لپاره يو څه اقدام وکړي او خونه تر درې درجو پورې نوره هم ګرمه کړي. خو بيا هغه کسان چې په سور رنګ ، رنګ شوې خونه کې ناست وي، هغوي نه دي اړ ترڅو د خونې د لا زيات ګرموالي لپاره کوم کار ترسره کړي. نو له دې مالوميږي چې آسماني رنګ د سور رنګ په پرتله يو څه يخ دي ، او موږ ته د يخوالي احساس راکوي .
ددې ترڅنګ نورو څېړنو ښودلې چې د رنګونو تتوالي، سپکوالي او ټينګوالي د وخت په دقيق مالومولو کې هم اغ ېزه لري، همدا راز زموږ د حافظې په وړتيا هم تاثير کوي .
د ډنمارک يو ساينس پوه ( نيل فنسين ) د ننکيو ( دانو ) د درملنې لپاره سره رڼا وکاروله، او تجربو ښودلې، چې سور رنګ د بنفش نه آخوا ( ماوراء بنفش ) وړانګې دې ته نه پرېږدي، چې د ناروغ پوستکي ته ننوځي. او همدا ډول سور رنګ د پوستکي د بې ډوله کېدو او خرابېدو مخه هم نيسي.
د لمر رڼا دا وړتيا لري چې د پوستکي لاندې د ( ډي ) ويټامين توليد کړي. خو کله چې د انسان هډوکي نرم وي نو په هغه کې ددې ويټامين کچه ټيټه وي. او د ( ډي) ويټامين د هډوکو په جوړولو او پياوړي کولو کې تر بل هر څه مهم رول لري .
د امريکا متحده ايالاتو د ( بوسټن ) په طبي مرکز کې د پوستکو متخصصينو دا ثابته کړې ، چې په زياته کچه د آسماني وړانګو استعمال کولي شي له پوستکي څخه ګونجي ليرې او ورته په زياته اندازه تازه ګي ورکړي، دا ډول وړانګې د انسان مخ ته ښکلا او ځلا وربخښي .
د پوستکو يا د جلدي ناروغيو متخصصينو د يوې بلې څېړنې په ترڅ کې دا ثابته کړې، چې آسماني رنګ د مخ د پوستکي د سرطان غوره درمل دي، دا رنګ له پوستکي څخه ګونځي، ليکې،نسواري رنګه خاپونه ليرې کوي او پوستکي ښکلي کوي. خو پوهانو دا روښانه کړې، چې آسماني رنګ رڼا له يو ځانګړي محلول سره فعاليت کوي، او بيا وروسته دا محلول پر مخ کېښودل کيږي، دا محلول له مخ څخه داغونه د شپاړسو دقيقو په ترڅ کې ختموي ، او د يوې اوونۍ په اوږدو کې يې ورو ورو مخ رغيږي او داغونه يې په بشپړه توګه له منځه ځي .
د بوستن دطبي مرکز پوهان وايې، چې ويجاړې شوې حجرې د آسماني رنګ د استعمال په مقابل کې مقاومت نه لري ، نو ځکه آسماني رنګ دا ډول ويجاړې شوې حجرې د يوې اوونۍ په ترڅ کې له منځه وړي او له مخ څخه يې جلا کوي او پر ځاي يې نوې او روغې حجرې رامنځته کوي. پوهانو دا هم روښانه کړې چې ددې پايلې ښايې د ليزر په واسطه د درملنې په څېر نه وي، خو توپير يې دادي چې ددې په واسطه د مخ د داغونو درملنه په کمه موده کې کيږي ، خو بيا هم د آسماني رنګ په واسطه درملنه کول د ليزر بديل کېداي شي او ښايې له ليزر څخه هم دا طريقه غوره وي، ځکه دا طريقه ډېره آسانه ، ساده او کم درده ده .
پوهانو ښودلې چې د بوډاتوب او زړښت ضد، دا درملنه ډېر لګښت ته اړتيا لري، دا په دې مانا چې يو ځل ددې د استعمال بيه ۸۰۰ ډالرو ته رسيږي .دا چې دا طريقه نوې ده ، نو ځکه يې نورې پايلې هم نه دي روښانه .
……………..
رنګونه يوازې پر انسانانو اغېز نه کوي ، بلکې د رنګونو اغېزې له دې هم پراخه دي، رنګونه پر ژويو او بوټو هم اغېز ښندي. تجربو ښودلې ، کله چې پر چرګه مصنوعي رنګينه رڼا متمرکزه شي، نو له معمول څخه هګۍ ژر اچوي.
همدا رنګه سور رنګ د ځمکې چينجي ځان ته ډېر جلبوي، هغه ځاي چې سور رنګ ورکې زيات وي ښايې هلته ډېر چينجي پيدا شي . چک وهونکي حشرات سور، نارنجي او ژېړ رنګونه ډېر خوښوي ، او له آسماني، بنفشي او زرغون رنګونو څخه تښتي، دا په داسې حال کې ده ، چې مچان له آسماني رنګ پرته نور ټول رنګونه خوښوي ، او همدا لامل دي ، هغه خونې چې پر آسماني رنګ رنګ شوي وي مچان ترې تښتي .