لیکنه: برېښنا صافۍ
ایتلاف یوه سیاسی کلمه ده چې هره ورځ په سیاسي کورنیو او نړیوالو خبرونو کې ښکته پورته کیږي . او یا هم د سیاستوالو په خبرو کې ښکته پورته کیږي .
یوه ټولنه کیدل یا له یو بل سره دوستي یا په زړه پورې والی یا دلچسپي ددې لامل کیږي چې ایتلاف ته مخه وکړي ایتلاف له کور کورنئ ټولنې سیمې قومي او ان تریوه ملت له بل ملت سره رامنځته کیدای شي .
د ایتلاف لغوي معنی ( یوځای کیدل ) دي .
او په اصطلاح کې په سیاسي برخه کې توافق د دوه او یا څو لوریو له لوري دیوبل حمایت او د ګډو ګټو په موخه کار کول دي .
ایتلافونه په مختلفو ډولونو سره لکه دوه او یا څو لوري په پټه یا علني ډول سره ساده او یا هم دمغلقو ډولو نو سره لنډ مهالي یا اوږد مهاله ډول سره جوړیږي .
همدا رنګه ایتلاف په ډوه ډوله کورني او بین المللي ډول سره رواج لري .
په نړیواله یا بین المللی سطحه له ایتلاف څخه موخه د څو هیوادونو ترمنځ دیوه او یا څو هدفونو لپاره جوړیږي .
نړیوال ایتلافونه هغه وخت کی جوړیږي چې چې په شعوري ډول سره د خپلو موخو دتحقق او یا پلی کولو لپاره چې شریک نظر ولري د ملاتړ لپاره پلی کیږي .
د ایتلاف غړي هیوادونه ممکنه ده چې دیوه تړون یا موافقت لیک په صورت کې امضا شي یا دا چې پرته له هرډول توافق لیک د خپلو موخو لپاره کار پیل کړي .
په دې وروستیو کې چې مهم نړیوال ایتلافونه جوړ شول یو یې د تروریزم په وړاندې مبارزې ایتلاف دی د ۱۱ د سپتمبر نه وروسته دنړئ هیوادونو په داسې یوه توافق لاس پورې کړو چې د افغانستان په جګړه کې یې په ښکاره ډول سره په عمل لاس پورې کړو .
خو امریکا چې ځان ددغه ایتلاف مشر فکر کاوو هڅه وکړه چې ترې په ګټه اخیستنه یې نړیوال ایتلاف سره په ګډه پر عراق هم حمله وکړه .
خو د ګڼو هیوادونو له غبرګون سره مخ شول او د ایتلاف د ګڼو هیوادونو پوره ملاتړ یې په دغه حمله کې له لاسه ورکړو .
د کورنئ سیاست په برخه کې حزبونه او سیاسي لوري چې کوم ایتلافونه کوي دا عامه خبره ده . دغه مسله په ځانګړي ډول په سیاسي نظامونو کې چې دولت له پارلمانه راوځی د ځانګړي اهمیت لرونکي دي .
له هغه ځایه چې په پارلماني سیاسي نظام کې چې ګوندونه د مجلس ګڼې څوکۍ په خپل لاس کې واخلي په اسانۍ او ساده ډول سره دحکومت واګې په لاس کې اخلي او له هغه ځایه چې کوم ګوندونه چې د اګثریت ځای نیولو څخه نهیلي دي د قدرت د واګو په اخیستو کې له هغه ګوندونو سره ایتلاف جوړوي چې په فکري ډول سره ډیر مخالف نه وي سره یوځای کیږي ایتلاف جوړوي او بیا خو دغه ایتلاف هغه مهال جوړیږي چې ټاکنې نه وي شوي او د ټاکنو لپاره تیاریانې نیول کیږي .
کله ناکله داسی هم کیږي چې دغه ایتلافونه د ټاکنو په مهال یا له ټاکنو وروسته چې کله د څوکۍ معلومې یا مشخصې شي .
په ګڼو وختونو کې ټاکنې معمولا دوه یا څو خزبونه چې په یوه فکري جناح کې شتون ولري د قدرت د ترلاسه کولو او یاهم دبریا لپاره چې څنګه رقیبان مات کړي ایتلاف جوړوي .
د مثال په ډول د هندوستان وروستي انتخابات چې د پارلمان لپاره ترسره شول دوه لویې ډلې لکه ( ګنګره ) او (بی جی پی ) مخکې له دې چې ټاکنې ترسره شي له نورو ګوندونو سره ایتلاف جوړ کړو کله چې له ټاکنو وروسته د کنګرې ګوند د رایو اکثریت ترلاسه کړو خو په پارلمان کې یې د قدرت یا واک د ترلاسه کولو لپاره څوکۍ ترلاسه نه کړې نو وروسته یې له کمیونیست ګوند سره هم دایتلاف په جوړولو سره وکولای شول چې د پارلمان اکثریت څوکۍ خپلې او ځان واک ته ورسوي .
ایتلافونه په درې برخو کې جوړیږي :
۱: دسیاسي ګوندونو ترمنځ د پارلماني ټاکنو لپاره .
۲: د ګوندي ډلبندۍ نه بیرون د ډلګیو جوړولو لپاره .
۳: په ملي کچه د د دولتونو او ملتونو ترمنځ دشریک عمل او هدف لپاره .
ایتلاف کولای شي په بیلابیلو ډولو نو سره صورت ومومي .
شونې ده چې یوه ډله ( حزب ، دولت ، ډله او …) چې لویه وي او له وړو ډلو سره ایتلاف وکړي او هغوئ یې ورسره دخپلو اهدافو لپاره ومني .
شونې ده چې څو ډلې په خپل منځ کې ایتلاف وکړي او د لویې ډلې لپاره د یوه قوت په شکل ځان د سیاسي قوت په شکل جوړښت رامنځته کړي .
په عمومي ډول د ایتلاف او اتحاد ترمنځ فرق دا دی چې ایتلاف د اتحاد په پرتله موقت او غیر رسمي وي .
کله ناکله ایتلاف د یوه حکومت یا دولت دماتې لپاره هم وکارول شي .
ایتلافونه له بیلابیلو لارو څخه کار اخلي لکه لاریونونه ، مطبوعاتي کارونه ، عامه ازهان له خپل مقابل لوري سره په مخالفت ته تشویقول او نور …
رهبریت او رهبر ( مشر ، لارښود ، قوماندان ، او سرخیل ته هم وایی ) .
او په اصطلاح کې دهغې ډلې مشر ته وایی چې د ډلې پر ټولو غړو نفوس ولري یا د ډلې په ټولو غړو موثره او منلی وي ، رهبري هم په مختلف ډول سره تعریف شوې ده چې اروا پوهان وایی رهبر هغه چاته ویلی شي چې په ټولې ډلې حاکم او دډلې له لوري منل شوی او ځانګړې لاسته راوړنې ولري او خپله ډله د یوه ټاکلي هدف لپاره راټوله او منسجمه وساتي
رهبري یوه مهمه پدیده ده چې په عمومي ډول سره دیوې ټولنې لپاره په مختلفو وختونو کې یې شرایطو ته په نظر کې نیولو سره د تصمیم فکر ولري .
لمړني تحقیقات چې په دغه برخه کې شوي او دغه برخه پکې ذکر شوې ده داده چې ډیر پخوانی قدامت هم نه لري په ۱۹۴۷ـ۱۸۹۰ پوری کورت لیوین ، لیپیت ، او وایټ ار کی یې په ډولونو او خویونو یی پلټنی کړی داسې وایی ( په مختلفو وختونو کې په بیلابیلو طریقو ښکاره شي رهبر بلل کیږي )
د رهبر خصوصیات یا ځانګړنې :
دیوه رهبر یا مشر کارونه په یوه ټولنه کې په یوې خاصې وړتیا پورې تړلي دي ارواه پوهانو دغه ډول شخصیتونو په اړه تحقیقات کړي چې په لنډه توګه ترې یادونه کوو .
که وغواړو چې دیوه رهبر خصوصیات تر مطالعی لاندې ونیسو نو لمړی باید پوه شو چې !
۱ : له اجتماعي شرایطو او دټولنې له عینی حالت سره بلدتیا یواځې باید په خپل زهني ټوکیدلو فکرونو تصمیم ونه نیسي .
۲: په لوړې ارادې سره د خپل مختګ او موخو لپاره هڅه او هاند .
۳ : په ځان باور لرل .
۴ : خلاقیت یا نوښتګري .
۵:دیوه رهبر په شکل کې په مختلفو وختونو کې د نورو په پرتله د ځانګړتیاوو ښودنه او موندل .
دیوه رهبر دندې :
په وړو ډلو کې د مشرۍ په اصولو پوهیدل او ددوه دندو لرونکی واوسي چې په ټولیز ډول سره مسوولیت یوه نفر ته سپارل کیږي دیوې وسیلې په شکل وکارول شي .
الف : بیاني وظایف : په اجتماعي برخه کې په عاطفې تکیه کوي او دغه برخه دخلکو په ژبو او ارواحو تاثیر کوي چې په ټولنه کې یې دپیژندلو او ترڅنګ یې دخلکو پام اړولو په برخه کې په همده تمرکز کوي .
ب : وسیله یی دندې : دغه برخه په بنیادي ډول سره د خپلې ډلې لپاره په مسایلو کې دحل لارې درک کول موندل او ورته دپای ټکی ایښودل دي .
د رهبري ډولونه :
تخصصي رهبري او د ډالۍ یا تحفې په شکل ورکړل شوې رهبري .
تخصصی مشر دا هغه مشر ته ویل کیږي چې په ترتیب شوي یا سازمان شوې طریقه باندې مشري ترلاسه کوي او د ډلې موخې په نظر کې نیسي او له هغه لارو او طریقو نه چې د ډلې لپاره يې کوي پوره معلومات لري او په سمه توګه یې کاروي او هدف لپاره لاره وهي .
د ډالۍ په شکل رهبري : هغه مشر ته وایی چې د ډلې ترمنځ یووالی او هڅونې پیلوي او هغوئ ته روحیه ورکوي چې څنګه کولای شي د ډلې ترمنځ ستونزې او بیلوالی له منځه یوسي .
د رهبرۍ یا مشرولې طریقې :
کورت لوین په ۱۹۳۰ مه لسیزه کې د رهبرۍ یا مشرولۍ لپاره درې لارې وپیژندلې . چې دا درې لارې دیوه رهبر په شخصیتي ډول سره ښودل کیږي .
۱ : امرانه رهبر یا مشر : چې ټول تصامیم پخپله نیسي او نورو ته لارښوونه کوي چې دده تصمیمونه تطبیق کړي .
۲ : دیموکرات مشر : چې ټول تصمیمونه د خپلې ډلې سره په مشورې سره ترسره کوي اویا د مختګ لپاره په شریکه لاره جوړوي او په شریکه یې دتطبیق لپاره کار کوي .
۳ : جنسیتي رهبري : عمومي ډول سره نارینه په تکلیف محوره رهبري کې موثره عمل کوي او ښځې په رهبري کې عاطفي عمل کوي خو روانشناسان بیا په دغه وخت کې له ښځینه وو سره د نارینه وو شریکه رهبري بریالۍ بولي ، همدا رنګه ښځینه رهبران د نارینه وو په پرتله کم نفوذه فکر کیږي سره له دې چې په عملي ډول سره دواړه جنسونه یو ډول عمل هم ترسره کوي که چیرته نارینه ماتې وخوري دښځو په پرتله له ډیر تهدید او ګواښ سره مخ کیږي . خو په عمومي ډول دښځو په وړاندې دنارینه رهبري ښه نه کڼل کیږي خو بالعکس ښځینه کولای شي دنارینه وولپاره رهبره شي .