لیکنه: حبیب الرحمن رحیمی
اوس دڅیړنو په نتیجه کې ساینس پوهان پدې توانیدلي دي چې تریوې کچې د زلزلې وړاندوینه کولی شي نښنانې موندلې دي چې تر یوې کچې دخبرونې سیستم سره مرسته کوي.
- زیاتره زلزلې په مني اوژمي کې رامنځ ته کیږي.
- دمسلسلو اورښتونووروسته رامنځ ته کیږي.
- ځینې وختونه چې کله زلزله لویه وي داسمان پرمخ دتینس توپ غوندې روښنایی لیدل کیږي.
- دزلزلې څخه لږمخکې دژوورفتارغیر عادي وي.
- دوړې زلزلې وروسته لویه زلزله هم کله رامنځ ته کیږي.
- دزلزلې په وخت کې په مقناطیسي ساحه کې تغیر راځي.
- مخکې له دچې زلزله وشي دځمکې لاندې اوبو په ځانګړتیاوولکه دتودخې درجې،خوند ،رنګ اونوروکې توپیررامنځ ته کیږي.
- دزلزلې پروخت ګرانیتو،بذلتو اواورینوډبروله سوریوداوزون غاز راوځي.
د زلزلې پر وخت باید پدې وخت کې تر میز یا ورته شیانو لاندې په غولي ځای نیسو او ټول ځان ترې لاندې کړو او که چیرته دانه وي پرخپل سرباندې لاسونه ونیسو.
که چیرته تاسې تر میز لاندې یاستی تر وروستی مرحلې هلته واوسی.
د تخلیې کړنلاره:
اخطارونه اوخبرونې:
- لومړیتوب دا دی چې ووځئ.
- شرایط اوپایلې باید وارزول شي.
- کاري بهیر ودرول شي ،هرڅومره زرچې شوني وي ودانۍ خالي شي.
- دروازې وتړل شي مګر کلپ نشي.
- قیمتي شخصي توکي لکه موبایل،بکس ،پيسې اونور له ځان سره واخستل شي مګروخت ضایع نشي.
کله چې وځۍ:
- قدم ووهی منډې مه وهی.
- که چیرته بریښنایی ایستونکی وي مه یې کاروی.
- دازدحام لرونکو ځایونو څخه ځان وباسی اوله ودانيو وړاندې ودریږئ.
- دناتوانه خلکو اوماشومانو سره په وتلو کې مرسته وکړئ.
- داوبو پایپونه،بخارۍ اونور بریښنایي توکې بند کړئ.
- باید له تعمیرڅخه لیرې له ونو،پلونو،رڼا اوبریښنایي مزو څخه وړاندې ودریږئ.
وروسته له وتلو:
- دخپل ګروپ یا دخپلو ملګروسره یوځای شئ.
- دکور یا څانګې مشر ددمسولیت لري چې څوک په ماڼۍ کي بند پاتې نشي.
- دڅانګې مشر دا مسولیت لري چې دخپل ګروپ دروغتیا په برخه کې دخوندیتوب څانګې ته راپور ورکړي.
- دخوندیتوب دڅانګې مشردا دنده لري چې منظمه پلټنه او څیړنه وکړي دورکوکسانو درک معلوم کړي.
- ترڅوچې وضع نارمل حالت ته راګرځیدلې نه وي ودانۍ ته راتلو اجازه ورنکړل شي.
الف: داطاق دننه
مخکې له زلزلې:
- باید اړیکې دبیړني وخت لپاره غښتلې شي.
- خوندي ځای چې دپيښې پروخت ورته لاس رسی وشي وکتل شي.
- دتاخچو اوشیشو دلویدو څخه ځان خوندي ساتل.
- که چیرته امکان ولري میزونه پدې ډول چې دپیښې پروخت ورته دپناه لاس رسي وشي برابر شي.
- داړینو توکولکه اوبه،تیاره غذا ،لاسي څراغ ، اورلګیت اولومړنیومرستو کڅوړه ،جاموکیټ اونور له ځان سره ولرئ.
- پدې باندې تمرکز کول چې دحادثې پروخت څنګه له معلولینو اوناتوانه خلکوسره مرسته وشي.
- دښکته کیدنې،پټیدنې اوځان بندونې پرکتیکونه تطبیق کول.
- دکورهرغړي دا ورښودل چې دپيښې پروخت دبریښنا اوګازدعمومي تڼيو په مرسته بندکړي.
- دناروغو،معلولو اوزړوکسانو سره دمرستې په لارو چاروغور کول.
- له ځان سره داړینې کڅوړې اوتوکي لکه اوبه،لاسي څراغ،اورلګیت،تیار شوي خواړه ،لومړنیو مرستومواد اونور ولری.
دزلزلې پر وخت:
- هرکارچې کوئ پریږدئ.
- تیښته،ځان بندونه اوځان کلکونه وکړئ.
- که چیرته دپټیدو ځای نه وي دقوي پايې ترڅنګ یا په ګونج کې کیناستل چې هلته دښیښواونوراسباب دلویدو احتمال نه وي.
- په دروازو کې دخوندي وتلوتروخته پاتې کیدل کيدای شي چې پدې وخت کې دخښتولویدلو،چت غورځیدلواونوروموادوله پریوتوټپونه رامنځ ته شي.
له زلزلې وروسته:
- له زلزلې وروسته لومړی ترنوروخپل ځان وګوری چې کوم ټپ رامنځ ته شوی نه وي.
- که تاسې وځئ نوبریښنايی تخلیه کوونکی مه کاروئ له زینې دښکته کیدو لپاره کارواخلئ.
- دزلزلې بل ټکان ته هم چمتووالی ولری.
- ځان ته نږدې دګازیاد بریښنا توکي چک کړئ مګر اوراخیستنې ته پام وکړئ.
- له خپل کورڅخه دویجاړیدنې اودرزموندنې لیدنه وکړئ که چیرته کورخوندي نه وي دباندې پاتې شئ.
- کله چې کړکۍ یادروازه خلاصوئ دښیښواونوروپاتې موادو له غورځیدو ځان وساتئ.
- پدې وخت کې بتري اپریتور،رادیواوتلویزون ته غوږ ونیسئ.
- تلیفون یوازې دبیړنیوحالاتولپاره وکاروئ.
- المارۍ اودروازې په احتیاط سره خلاصې کړئ.
- له خپلووسایلولکه دبریښنا اواوبو کتنه وکړی که چیرته دګاز دبوی احساس کړی سا حه پریږدی.
- له ورانوساحوڅخه لیرې واوسئ.
- له لویدلواوټپی شویوکسانو سره مرسته وکړئ.
ب :بیرون له اطاقونوڅخه
- مخکې له زلزلې:
- دزیانمنوساحو په نښه کول چې دټپي کیدولامل کیږي باید خوندي ساحې ولټول شي.
- له ځان سره دلومړنیومرستودکڅوړې په شمول داورلګیت ،لاسي څراغ،اوبو اونوروساتل دي.
- داړیکو پرمختللی پلان درلودل دمهمواړیکو دپتې يوه کاپي له ځان سره ساتل.
دزلزلې پر وخت:
- دونو ،ودانیو ،لینونو، ګروپونو ،پلونو اونورو څخه لیرې ځایونوکې دریدل.
- ازادې ساحې ته ښکته کیدل دزلزلې دټکانونوترختمیدوپورې هلته پاتې کیدل.
- که چیرته لیږدونکې وسیله ولری خپل کمربند دتړلوسره په بیړه ازادې ساحې ته چې دونو ،ودانیو ،لینونو، ګروپونو ،پلونو اونورو څخه لیرې وي ځان رسول ا ودزلزلې دټکانونوترختمیدوپورې هلته پاتې کیدل.
- که چیرته ستاسې په غرنۍ سیمه کې شتون ولری دډبرولویدولو ،ځمکښویدنې اودځمکې تخریب ته متوجه اوسئ.
له زلزلې وروسته:
- وروستیو ټکانونو ته متوجه اوسئ.
- تلیفون یوازې دبیړنیو اړتیاوو لپاره وکاروی ترڅودتلیفون لاین دهغه چا لپاره چې واقعي اړتیا لري خلاص پاتې شي.
- که چیرته په موټر کې یاستۍ دسرک سوریو،درزنو اوپلونو ته متوجه اوسئ په احتیاط سره حرکت وکړئ.
- کله چې کور ته ننوځئ دیوالوددرزنو،پریوتیوبریښنا لینونو اولیک شوي ګاز ته پاملرنه وګړئ.
که چیرته تر مخروبو لاندې شتون ولرئ:
- پدې وخت کې داورلګیت څخه ګټه نه اخیستل.
- په دوړوکې پښې نه وهل اونه خوځیدل.
- خوله ددستمال یا بل شي په مرسته پټول.
- که چیرته تلیفون لری اودکار وړ وي دبیړنې وخت لپاره یې وکاروئ.
- که چیرته دپایپ یا دشیر کومه ټوټه په لاس درشي دچیغو لپاره یې وکاروئ دا کار کیدای شي ددوړو دپریوتوله امله زیات خطرناک وي.